لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پولې (ډېورنډ) ته څيړونکي څه نظر لري؟


د پاکستان پوځ یو ځل بیا ویلي د افغانستان سره د ډېورنډ کرښه نړيواله پوله ده، د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار دا وینا په کرښه د طالبانو لخوا د ازغن تار د لرې کولو وروستیو پېښو ته د یوې پو ښتنې په ځواب کې کړې ده. د طالبانو ځینو مشران او پخواني افغان مشران د ډېورنډ کرښه پاکستان سره د پولې په توګه نه مني. په پوله د ازغن تار د لرې کولو ځینو پېښو په پاکستان او افغانستان کې بیا د ډیورنډ په سر بحث تود کړی دی.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابرافتخار او په کابل کې د طالبانو وياند د شورو/ چهارشنبې په ورځ (5 جنورۍ) د ډېورنډ کرښې په نامه د افغانستان سره په پوله د ازغن تار د لرې کولو پېښو ته په ځواب کې جلا جلا بیانونه ورکړي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند وايي افغانستان سره پوله نړیوال سرحد دی او دا باید د ډیورنډ لاین په توګه یاد نه شي. او د طالبانو د خارجه دفترد ترجمان عبدالقهاربلخي په ټوېټر پېغام کې ویلي طالبان د مفاهمت، خبرو او د ښه ګاونډیتوب په بنیاد مسلې په حل کولو یقین لري او په دې مسله به د سفارتکارۍ دلارې خبرې وکړی شي.

پاکستان ولې دا نړیوال سرحد مني؟

د مردان عبدالوالي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه ته وايي چې د انګريزانو د هند څخه د تلو وروسته پاکستان دریځ لري چې د ډېورنډ کرښې معاهده د پاکستان په برخه کې رسېدلې ده.

"نړيوال قانون دا وايي چې يو رياست ختم شي يا ترې نور رياستونه جوړ شي نو په رياست کې چې کوم وراثتي رياستونه جوړ شي نو که نړيوالې معاهدې شوې وي نو هغه دوی ته په وراثت کې پاتې شي، نو زما په خيال د پاکستان دا پوزيشن واضحه دی".

ډاکټر عبدالشکور زیاته کړه په افغانستان کې دا خبره کيږي چې پخواني باچا عبدالرحمان په داسې حال کې د انګرېز سره د ډېورنډ کرښې تړون لاس ليک کړی وو چې هغه په دباو کې وو او بيا افغانان دا موقف هم لري چې د نړيوال قانون ترمخه که د دباو لاندې يوه معاهده شوې وي نو هغې ته دې بیا کتنه وشي.

د ډېورنډ تړون په 1893 کې لاس لیک شوی وو او ځينې تاریخ پوهان وايي د تړون موده د سلو کالو لپاره وه.

په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو کارپوه او د پوهنتون استاد ناصر شفيق وي او ای ډيوه ته وايي چې د ډېورنډ د کرښې تړون د دباو لاندې ترسره شوی او په نړيواله کچه اسناد هم نه لري ځکه د افغانستان واکمنو او ملت وخت په وخت د دې ترديد کړی دی.

""مونږه په دې باور يو چې ډېورنډ يوه فرضي کرښه ده او دا ځکه چې امير عبدالرحمان خان په افغانستان کې د داسې واکمنۍ حالت کې وو چې هغه په ټول افغانستان بشپړه واکمني نه درلودله، او انګلستان له مخکې نه هم دې ته اړ کړی وو چې دې مجبوره شي او يو داسې سناد لاس ليک کړي چې د هغې له مخې ګوا کې د دغه برخپ د زمکې خرڅه کړې ده نو دا يو نړيوال سرحد نه دی او نه په نړيوالو اسنادو کې د دې اسناد شتون لري".

نوموړي زياته کړه غازي امان الله خان، نادر شاه، ظاهر شاه او نورو د افغانستان واکمنو د دې ترديد کړی ځکه چې د دوی په نظر امير عبدالرحمان خان دغه تړون په داسې مهال کې لاس ليک کړی وو چې په ټول افغانستان يې حاکميت نه لرو.

پاکستان دريځ لري چې د افغانستان سره په پوله د وسله والو، قاچاقبرو او غېر قانوني تګ راتګ د مخنيوي لپاره ازغن تار لګوي او پوستې جوړوي.

د پاکستان پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د جنورۍ په 5 م ميډيا ته ويلي چې د افغانستان سره په نړيواله پوله د ازغن تار لګولو کار 94 فيصده پوره شوی دی.

نوموړي ميډيا سره دغه خبرې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د هغه بيان وروسته کړی په کوم کې چې د بهرنيو چارو وزير دا منلي وو چې د افغانستان سره په پوله ځينې مسلې رامنځته شوي او په دې اړه د طالبانو حکومت سره خبرې روانې دي.

د تېر کال د دسمبر 20 مې نېټې وروسته په سوشل ميډيا کې داسې ويډيوګانې او انځورونه لیدل شوي چې د طالبانو سرتيري په ډيورنډ کرښه هغه اغزن تارونه راغونډه وي کوم چې د پاکستان پوځ لخوا په دغه پوله لګول کيږي.

د پېښور پوهنتون د تاريخ د څانګې استاد ډاکټر الطاف قادر وي او ای ډيوه ته وايي د ازغن تار لګولو سره په پوله مېشت خلکو کورنۍ او قبيلي تقسيم شوي ځکه يې خلک په ضد ګامونه اخلي.

"دا کوم خلک چې د دې (ازغن تار) خلاف دي نو د هغوی مسله دا ده چې دوی په دې پوله باندې مېشت دي او يو بل سره يې غم ښادي دي او رشته دارۍ يې کړي دي نو هغوی ته دا ازغن تار مسله جوړه وي، بل دا چې د دنيا په ډېرو ځايونو کې داسې شته چې ملکونه جدا دي او کرښه يا پوله شته خو د هغه خلکو لپاره چې په پوله پراته وي هغه قانون نه وي کوم چې د هغه ملکو د منځ واله د پاره وي چې خامخا به ويزه اخلي او بيا به بل ملک ته ځي".

که يوخوا پاکستاني څيړوکي د ډيورنډ کرښې په سر رامنځته شوې شخړه د مذاکراتو د لارې حل کول غواړي نو بلخوا د افغانستان سياسي چارو پوهان دريځ لري چې د هغوي په وېنا د فرضي کرښې له امله په دې سيمه کې د يوې ژبې او کلتور خلک بيل کړل شوي دي.

پاکستان کې مېشت پښتون ملتپاله مشران لکه اسفندیار ولي خان او محمود خان اڅکزی هم په تيرو وختونو کې ویلي چې د ډېورنډ مسله به ولس حل کوي، د هغوی اشاره د پولې دواړو غاړو ته څېرمه اوسېدونکو پښتنو ته ده.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

XS
SM
MD
LG