لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان: په خېسور کې په څلورمه ورځ احتجاجي پرلت روان دی


د شمالي وزیرستان په میر علي تحصیل خیسور سیمه کې د ناامنۍ او يوې ماشومې د وژنې د پېښې پرضد نن په څلورمه ورځ هم احتجاجي ولسي پرلت روان دی او پرلت کوونکي او پخپله حکومتي چارواکي وايي د دوی تر مينځه د خبرو عمل پېل شوی دی.

احتجاج کونکي وايي د ناامنۍ د پېښو او بیا تر هغې وروسته د پاکستاني پوځ لخوا په عام ولس تشدد کولو او ځورولو پرېشانه کړي او د امن غوښتنه کوي. خو په سیمه کې امنيتي چارواکي وايي، دوی خلک نه ځوروي بلکې د وسله والو پرضد عملیات کوي.

د پرلت يو ګډون وال او د جرګې غړي شاکر الله وويل تيره ورځ حکومتي چارواکو سره د اوتمانزو قامي جرګې په مینځګړیتوب خبرې پیل شوې چې پکې له حکومتي چارواکو نه د دایمي امن او د کومې بدې پېښې وروسته عام خلک نیول، تشدد پرې کول او په چیک پوسټونو عام خلک او په ځانکړي ډول د زنانوو ځورول دې بند شي.

هغه وویل حکومتي چارواکي د دوی دا غوښتنی مني خو دې نه وړاندې هم داسې باور ورکړی شوی چې هغه بیا نه دي عملي شوي.

هغه زیاته کړه د دې غوښتنو منلو لپاره یې له حکومتي چارواکو نه د زمه وارو کسانو ضمانت غوښتي چې د هغې لپاره دوی ته د نن ورځې پورې وخت ورکړی شوی دی.

د شمالي وزيرستان انتظاميې هم د پرلت کوونکو سره خبرې کول تایید کړل او یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل تیره ورځ یې د خیسور توري خېل قبیلې مشرانو سره لیدلي او یوه ورځ وخت ترې اخستی شوی چې د دوي غوښتنې اعلا حکومتي او پوځي چارواکو سره شریکې کړي.

د پي ټي ایم فعال او د پرلت یو مشر عید رحمان وایي دوی هيڅ غېر قانوني کار نه کوي او دوی د عملیاتو پرمهال د وژل شوې ماشومې کورنۍ ته د انصاف تر لاسه کيدو سره په سيمه کې د امنيت دټينګښت غوښته کوي. او د کومو بد پیښو وروسته دې عام خلک نه ځورړل کیږي.

هغه وویل که دغلته غوښتنې نه منل کیږي بیا به د قام په مشوره اینده تګلاره جوړه وي.

د سیمې نه د قامي اسمبلۍ غړی او قومي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ احتجاجي پرلت ته په وېنا کې ویلي د ضرب عضب عملیاتو وروسته هر ورځ په علاقه کې د نا امنۍ پیښې کیږی.

هغه ويلي په دې نا امنۍ دوی پارلیمان نه شریکه غونډه رابللو غوښتنه کړې خو په حکومتي کچه د دوی د امن غوښتنې ته په سنجیدګي سره نه کتل کیږي.

د میرعلي په چوک سیمه کې ځايي خلکو وروسته له هغې احتجاجي پرلت پېل کړی چې په 30م د پاکستان پوځ ویلي وسله والو سره نښته کې څلور عسکر وژل شوي خو دغه احتجاج کونکي دعوه کوي چې پیښې وروسته د تلاشۍ په عمل کې يوه ماشومه د پوځ په ډزو وژل شوې . او په چيک پوستو د سړو تلاشۍ کيږي او ښځو ته ويل کيږي چې خبري وکړي چې مالومه کړي چې ښځه ده که سړی دی.

خیسور د میر علي نه نیزدې 60 کلومیټره لرې سویل لويديځ او د جنوبي وزیرستان شکتوی سره په پوله پرته سیمه ده تیره ورځ د پاکستان پوځ ویلي شکتوی کې د وسله والو سره نښته کې دوه عسکر وژل شوي او دې نښته کې د دوه وسله والو د وژل کېدو دعوه هم شوې ده.

د ناامنۍ دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ خبري غونډې ته ویلي ، په 2021 کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي، په شمالي وزيرستان کې په (دوه توی) علاقه کې کامياب پوځي عمليات شوي او د افغانستان سره په ټوله پوله د پاکستان حکومتي عملداري په ځای کړی شوې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG