لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پاکستان او افغانستان ترمينځ پولې "ډېورنډ کرښې" ته د پښتنو ملت پاله سياسي ګوندونو غبرګون


د پاکستان او افغانستان ترمينځه پوله "د ډېورنډ په کرښه" چې وخت په وخت شخړې راپورته کيږي، په نزديو کې د افغان طالبانو لخوا د ډيورنډ کرښې نه ازغن تارونه راټول کړې شوې او په پوله د دواړو خواو نه د عسکرو ترمينځه خبرې هم اړول شوي دي.

په پاکستان کې ملت پاله پښتانه سياسي ګوندونه وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله دوی د ډېورنډ د کرښې په توګه ګڼي.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (5 جنورۍ) ویلي، افغانستان سره پوله نړیوال سرحد دی او دا باید د ډیورنډ لاین په توګه یاد نه شي. او د طالبانو د خارجه دفترد ترجمان عبدالقهاربلخي دوه ورځې وړاندې په ټوېټر پېغام کې ویلي طالبان د مفاهمت، خبرو او د ښه ګاونډیتوب په بنیاد مسلې په حل کولو یقین لري او په دې مسله به د سفارتکارۍ دلارې خبرې وکړی شي.

د پښتون ملت پاله عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وي او اې ډيوه ته وويل د امير عبدالرحمان او انګريزانو ترمينځه دا معاهده د 99 کاله د پاره شوې وه. هغه څو کاله وړاندې ختمه شوې ده، اوس د دې قانوني حيثيت نشته، ولې چې دا د پښتنو تقسيم دی، طالبان دا پوله نه مني او طالبان نه که په افغانستان کې نور هم د چا حکومتونه راغلي هغوي دا د پولې په توګه نه ده منلې، نوموړي وويل په دې زمونږ د ګوند موقف دا دې چې د پښتنو تقسيم مونږ نه خوښو د هغې خلاف يو.

" ټيک ده مونږ په پاکستان کې يو خو دا ډېورنډ لاين دی دا دوی نه شي بارډر کولې، معاهده په ډيورنډ لاين شوې ده نو بارډر پکې د کومې راغلې".

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي او صوبايي سيکټري عبدالرحيم زيارتوال د ډېورنډ کرښې يا پولې د حيثيت په اړ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل،" دا پوله د افغانستان او فيرنګي ترمېنځ د وخت راهسې را روانه ده، نوموړي وويل د ټول افغان ولس د خوښې بغېر دا نه شي هوارېدی، هغوی به کښېني او د دې حل به راوباسي په دې وخت کې مونږ د پاکستان د ايين لاندې يو او افغانستان په بل حال کې دی".

هغه وویل، "دا د ډېورنډ خط دی د افغان او فيرنګي ترمينځه راښکل شوې وو".

د قومي جمهوري غورځنګ ګوند مشر محسن داوړ وايي، "د هغه په نظر د ډېورنډ د کرښې مسله داسې نه ده چې دا به د پاکستان د پوځ يا حکومت د خواهش مطابق حل کيږي".

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، "دا د دوه رياستونو ترمنځ مسله ده بلکې دا د پاکستان نه وړاندې د برتانيې چې دلته حکومت د هغه وخت نه دا مسله را روانه ده".

هغه زیاته کړه "د دې فېصله به د دې دواړو غاړو ته مېشته ولسونه کوي. هغه وویل "دا د ډېورنډ کرښه ده، دا بيا ځانله بحث دی چې څوک يې مني او څوک يې مني په دې تحفظات دي او د دې د مستقبل فېصله به دواړو غاړو ته پراته ولسونه کوي، دا دومره ساده خبره نه ده".

د اسلام اباد اسلامک پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې مشر ډاکټر منظور افريدې وايي، په ډېورنډ د پاکستان ازادۍ وروسته مسلې روانې دي او د دواړو هېوادونو تعلقات هم پرې اغېزمن شوي دي خو د دې شخړې هواری پکار دی.

نوموړی وايي"پاکستان او افغانستان په خپل مېنځ کې هم د دې حل راويستلی شي، او که د نړيوالو سرپرستي دې خبرو ته ترلاسه شي نو دا به نوره هم ښه شي".

په وروستيو کې په ټولنيزو رسنيو داسې ويډيوګانې خپرې شوې وې چې افغان طالبان د ډېورنډ په پوله لګول شوی ازغن تار لرې کوي او په پوله موجود امنيتي ځواکونو ترمنځه خبرې هم اړول شوې وې.

په اول کې افغان طالبانو د مومندو او کوشتې ترمېنځه د پولسۍ په مقام دغه شخړه راوچته شوې وه بيا د کونړ، نمروز او په جنوبي پولو باندې هم دغسې پېښې پرله پسې رامېنځته شوي چې طالبان پکې ليدل کيږي چې ازغزن تار راټولوي.

د پاکستان د پوځ وياند په پوله د پېښو رامنځته کېدل تاييد کړي خو ورسره يې ویلي، په پوله د ازغن تار لګولو کار 94فيصده ترسره شوی او دا به سرته رسولی شي او قايم به وي.

د پاکستان د پوځ د وياند بيان وروسته په افغانستان کې د واکمنو طالبانو لخوا تازه بل بیان مخې ته نه دی راغلی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

XS
SM
MD
LG