لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: د علي وزیر، وکيل قادر خان اېډوکېټ وايي په کور يې چهاپه وهل شوې


قادر خان اېډوکېټ

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او قامي اسمبلۍ غړي علي وزير وکیل قادر خان اېډوکېټ وايي، تيره شپه ناوخته د رېنجرز ځواک سرتیري راغلي د هغه په کور يې چهاپه وهلې، تلاشي يې اخستې او د هغه بچي يې ځورلي دي. خو د رېنجرز ځواک وياند ځان د دغه پېښې څخه ناخبره ګڼي.

قادر خان اېډوکېټ نن د جمعې په ورځ (7جنورۍ)وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل "هغه په خپله کور نه وو، بېګاه په نيمه شپه درې بجې د رېنجرز ځواک سرتیري زما کور ته راغلي، د کور تلاشي يې اخستې، په يو ماشوم زوي يې ورله ګوزار کړی، او ويلي يې دي چې هغه به بيا راځي".

نوموړي زياته کړه "هغه د علي وزیر وکیل دی، او نه دی پوهه چې ولې دغسې شوي دي او زياته يې کړه نه خو هغه ته کوم ګواښ شته او نه وړاندې چرته داسې کار شوی دی".

د رېنجرز ځواک وياند مېجر خاور ضیا وي او اې ډیوه ته ویلي هغه په دغه پېښه نا خبره دی.

د کراچۍ د پخوانۍ سبزۍ منډۍ نيو ټاون تاڼې د پوليسو مشر(اېس اېچ او) زبېر هم وي او اې ډيوه ته وویل، هغه هم په دغه اړه څه مالومات نه لري.

د قادر خان اېډوکېټ 20 کلن زوی حماد وايي، "بېګاه شپه چې رېنجرز د دوی په کور راغلي، دغه وخت هغه د کور لاندې موجود وو، د رېنجرز ځواک څلور ګاډي راغلي، په بلډنګ کې يې د څوکيدار نه تپوس کړی چې د قادر خان اېډوکېټ کور چرته دی، بيا د رېنجرز سرتيري په وردۍ کې او څو کسان ورسره په ساده جامو کې وو چې مخونه يې پټ وو، د دوی په کور ورننوتي او تلاشي يې اخستې ده".

هغه وویل په دغه وخت يې "مور، مشر ورور، خور او کشر ورور موجود وو، د کور تلاشي يې اخستل شوې او رېنجرز يې مشر ورور بيا د ځان سره بوتللی دی".

قادر خان اېډوکېټ د سيند بار کونسل او کراچۍ بار اېسوسي اېشن غړی او پخوانی مرستيال مشر دی، کراچۍ بار د هغه په کور د رېنجرز چهاپه او د هغه د کورنۍ د غړو ځورول يې غندلي دي.

د کراچۍ بار مشر اشفاق علي ګېلال اېډوکېټ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، کراچۍ بار دغه پېښه غندلې او قرارداد يې منظور کړی چې څوک هم په دغه پېښه کې ککړ دي د هغو پرضد دې کارروايي وشي او د هغه زوی دې خوشی کړی شي.

هغه وويل دا د قانون او ايين سرغړونه ده چې د چا په کور چهاپه وهل کيږي، او هغه ته علت نه ښودل کيږي.

وکیل او د عوامي نيشنل ګوند غړی بحر کمال اېډوکېټ وايي، هغه ګڼي چې رياست د دغه لارې وکيلان يا په قادر خان باندې فشار اچول غواړي چې دوی د پي ټي اېم د قضيو نه په شا شي، ځکه چې قادر خان د علي وزیر وکيل هم دی.

قادر خان اېډوکېټ د علي وزیر په دوه مقدمو کې او د پي ټي اېم د نورو غړو وکالت هم کوي.

علي وزير ته د کال 2020 د دسمبر په مقدمه کې د پاکستان سپریم کورټ ضمانت ورکړی او د کال 2018 په قضيه کې يې د ضمانت په خواست اورېدنه روانه ده.

پښتون ژغورنې غورځنګ د قادر خان اېډوکېټ په کور د چهاپې وهلو پرضد نن د جمعې په ورځ په څلور بجې د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره هم اعلان کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG