لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار د کابل سفر کوي


پاکستان ويلي په نزدې راتلونکې کې د پاکستان د ملي امنيت سلاکار د يو لوړ پوړي پلاوي سره د کابل سفر کوي. پاکستانی پلاوی دا سفر په داسې حال کې کوي چې په وروستيو کې د پاکستان او افغانستان په پوله (ډېورنډ) باندې طالبانو د پاکستاني پوځ لخوا لګول شوی د سيمو ازغن لرې کولو پېښې شوې وې.

پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ناوخته د قامي اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر په مشرۍ د بېن الوزرا کمېټۍ غونډه شوې او په دغه غونډه کې پرېکړه شوې چې د ملي امنیت سلاکار معيد په مشرۍ به يو لوړ پوړی پلاوی د افغانستان سفر وکړي.

د قومي اسمبلۍ په ټويټر د دغه غونډې او کابل د سفر په اړه ویل شوي چې ډېر زر به دغه سفر وشي خو نېټه پکې نه ده ښودل شوې.

خو د پاکستان ډان ورځپاڼې په خپل يو خبر کې د سرچينو له قوله ویلي، د روانې مياشتې د 17 نېټې نه به دغه سفر پېل کيږي.

پاکستانی پلاوی د کابل سفر په داسې حال کې کوي چې په پينځمه جنورۍ د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو پاکستان د افغانستان سره په پوله د ازغن تار لګولو عمل 94فيصده پوره کړی او دغه کار به سرته رسولی شي.

او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ویلي، پکار ده چې د ډېورنډ د کرښې مسله دواړه هېوادونه د سياسي لارې حل کړي.

خبريال لحاظ وي او اې ډیوه ته ويلي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان د دوی وکالت کړی، د افغانستان د مرستو دپاره يې د اسلامي هېوادونو غونډه هم رابللې او اوس پاکستان غواړي چې د ډېورنډ د کرښې سره نورې مسلې هم د طالبانو سره هوارې کړي.

هغه وويل، اوس د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله د ازغن تار په سر ځینې تاو تريخوالی جوړ شوی او اوس پاکستان د امنيت، تجارت او په افغانستان کې د ازغن تار لګولو په اړه د افغانستان سره خبرې کړي.

خبريال مشتاق يوسفزی د پاکستان پلاوي د کابل د سفر په اړه وايي، خيال کيږي پاکستانی پلاوی به د طالبانو سره د پاکستاني طالبانو په اړه هم خبرې وکړي چا چې په وروستيو کې په پاکستان کې د بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې يوسفزي وویل،د ټي ټي پي ځينې مشران په افغانستان کې دي، او بيا هلته په افغانستان کې واکمنو طالبانو چې د قطر معاهده کړې په هغې کې يې منلي وو چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

هغه زياته کړه د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځه رسمي خبرې ختمې شوي خو د نوموړي په نظر اوس هم هغه خلک چې د ټي ټي پي او پاکستان ترمنځ يې خبرې کولې هغوی اوس هم دغه هڅې کوي.

د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت ترمنځه په نومبر 2021د يوې مياشتې ډز بندي شوې او بيا طالبانو ويلي وو ډز بندي ختمه شوې او د پاکستان د پوځ ترڅنګ يې د نورو څو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

د پاکستان پوځي وياند په خپله وروستۍ خبري غونډه کې ویلي د افغان طالبانو په خواست پېل شوې خبرې ختمې شوي او دوی اوس د ټي ټي پي پرضد عمليات کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG