لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

خېبرپښتونخوا: بره دير کې د کور چت غورځېدلی، څلور ماشومان او يوه ښځه پکې مړه شوي


د خېبرپښتونخوا په بره دير ضلع کې د بارانونو او واورې له امله د يو کور چت غورځېدلی، څلور ماشومان او يوه ښځه پکې مړه شوي دي. په بره دیر کې پرون په يوه بله پېښه کې هم يوه ښځه مړه شوې وه.

په بره دير ضلع کې د ژغورنې ادارې 1122 مشر شاه ولي وي او اې ډيوه ته دغه پېښه تاييد کړې ده.

د سيمې څخه ځايي خبريال ناصر زاده وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د کور غورځېدو په پېښه کې د اسرار نومې تن ښځه، درې ماشومان زامن او يوه ماشومه لور مړه شوي دي.

هغه وويل دا پېښه د شرينګل تاڼې په ډوګ دره علاقه کې بېګا د شپې نزدې په درې بجې رامنځته شوې، ځايي خلک او پوليس موقعې ته ور رسېدلي او جسدونه يې د ملبې نه راويستي دي.

ځايي خلک وايي په سيمه کې د ژغورنې د ادارې کار کوونکي د پېښې ځای ته وروسته رسېدلي دي.

خو شاه ولي وايي دغه علاقه غرييزه ده او په لاره کې د واورې او سړک د خرابوالي له امله امدادي کار کوونکي وروسته شوي خو بيا هم رسېدلي دي.

هغه وويل پرون په شرينګل کې هم د يو کمر لوېدو له امله يوه ښځه مړه شوې وه.

په خېبرپښتونخوا کې د افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي اېم اې) وياند تېمور خان د وي او اې سره د پرونۍ جمعې د ورځې (7جنورۍ) په اړه شريکو کړو مالوماتو کې ويلي، چې پرون په صوبه کې د باران او واورې له امله په رامنځته شوو پېښو کې لږ تر لږه يو تن مړ شوی او درې نور ژوبل شوي دي.

نوموړي وويل په صوبه کې د ګل/ دوشنبې په ورځ (3 جنورۍ) د بارانونو او واورو ورېدو لړۍ پېل شوې، او زياته يې کړه په صوبه کې د بارانونو او واورو لړۍ د اتوار/ يکشنبې د ورځې پورې امکان لري.

هغه وويل په 31 دسمبر ټولو اړونده ادارو ته د باران او واورو په اړه خبر ورکړی شوی وو او اړونده ادارو ته د کال په سر کې د مرستو دپاره پېسې او نور خوراکي توکي ورکړل کيږي او هغه بيا د پېښو په مهال خلکو ته ورکولی شي.

پاکستان کې د موسمیاتو د محکمې ترمخه نن د خالي/ شنبې په ورځ (8 جنورۍ) هم د خېبرپښتونخوا په برنو غريیزو علاقو کې د واورې او په مېداني علاقو کې د باران امکان دی.

د محکمې ترمخه نن د بلوچستان صوبې په زياترو سيمو کې موسم وچ او سخته يخني ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG