لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا په ډیورنډ کرښه ازغن تار دپاکستان اؤ طالبانو ترمنځ فاصلې پیدا کړې دي؟


د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې فارن پالیسي خپل یو راپور کې لیکلي دي چې پاکستان تل د افغان طالبانو ملاتړ پاتې شوی دی. خو دا وخت یې د کابل واکدارانو سره د دواړو هیوادونو تر مینځه په پوله د ازغن تار لګولو لانجه پیدا شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، پروسکال په ۱۹م دسمبر طالبانو ننګرهار ولایت کې د پاکستاني ځواکونو لخوا په پوله لګول کیدونکی ازغن تار خپله ولکه کې واخستو اوخبرداری یې ورکړو چې نور تار دې باید ونه غځول شي. بیا په ۳۰م دسمبر ورته پیښه نمروز ولایت کې هم تکرار شوه.

د تېر کال د دسمبر 20 مې نېټې وروسته په سوشل ميډيا کې داسې ويډيوګانې او انځورونه لیدل شوي چې د طالبانو سرتيري په ډيورنډ کرښه هغه اغزن تارونه راغونډوي چې د پاکستان پوځ لخوا په دغه پوله لګول کيږي.

ځایي او نړیوالو رسنیو کې ددې راپورونو په هکله د پیښور پوهنتون د ایریا سټډي سنټر پروفیسر ډاکټر محمد شفیع وایس اف امریکا ډیوه ته وايي. دا وخت دواړه ګاونډي هیوادونه اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

هغه وایي پکار ده چې دواړه د غوره وخت انتظار وکړي اؤ بیا په سوله ایزه سفارتي طریقه دا ستونزه هواره کړي.

دهغه په وینا دا وخت چې د افغانستان خلک کوم تکلیف سره مخ دي. پاکستان هم اقتصادي ستونزې لري. ړومبی دا فکر پکار دی چې غټې مسلې کومې دي؟ د هغې د هواري نه وروسته دې دواړه هیوادونه سره کښیني او دا ستونزه هم د خبرو له لیارې هواره کړي.

د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمن خان او برطانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل سوانح حيات یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه.

پاکستان دا کرښه افغانستان سره خپل متسقل سرحد ګڼي خو دافغانستان یو حکومت هم لا تر دې دمه دې کرښې ته دنړیوالې پولې په توګه منلو ته غاړه نه ده اېښې.

بل پلو ته د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان د ۷مې جنورۍ اداریه کې لیکي. پاکستان لپاره دا مناسب وخت دی چې طالبانو سره د معاملاتو هوارولو د نوي سرنه کوششونه وکړي.

ورځپاڼه لیکي دا کوششونه د خارجه وزارت په ذریعه پکار دي. ځکه چې دداسې حساسو معاملو لپاره په سفارتي کچه د هوارولو مناسب ځایې خارجه وزارت دی.

ورځپاڼه زیاتوي پاکستان له به دا ستونزه طالبانو سره د خبرو په ذریعه د تل لپاره هوارول وي.

خو څیړونکی ډاکټر فضل رحیم مروت وایي کومو ځایونو کې چې ازغن تار لګیدلی دی. ښه دی یا بد دی. دا ځان له یوه موضوع ده. خو کوموځایونو کې چې نه دی لګیدلی. دې وختونو کې په هغې ټینګار نه دی پکار.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "اوس زمونږ د ډوډۍ او بقا مسله ده. دې کې بله خبره داده چې افغانستان کې موقتي حکومت دا واک نه لري چې د چا په سر فیصله وکړي. دا فیصله به لویه جرګه کوي چې پکې به ټول پښتانه شامل وي"

بل پلو ته د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار ډایریکټر جنرل میجر جنرل بابر افتخار دوه ورځې وړاندې خبري کانفرنس ته د وینا په وخت ویلي وؤ په پوله د ازغن تار لګولو کار څلور نوي فیصده سرته رسیدلی دی اؤ پلان مطابق به جاري وي.

نوموړي ویلي وؤ په پوله د ازغن تار لګولو مقصد د خلکو ویشل نه بلکې خلقو ته تحفظ او قانوني تجارت ته وده ورکول دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG