لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه:تیرکال دپاکستان په ګډون ټوله نړۍ کې ۵۵ خبریالان وژل شوي


د پاکستان دخبريالانو دمرکزى سازمان پي ايف يو جی عمومى سيکتر ناصر زيدي وایي  پاکستان کې ميډيا د يو شمير ستونزو سره مخامخ ده ،دلته د رایې ازادي په ختميدو ده او بلخوا په دې دتندروۍ اثرات هم دي.

د ملګرو ملتونو تازه شميرې ښایي چې په کال ٢٠٢١ کې په ګرده نړۍ کې ۵۵ خبريالان چى پکې څلور پاکستانيان هم شامل دي وژل شوي دي او د کال ٢٠٠٦م تر دې وخته په لسو کې د نهو خبریالانو د وژونکو هیڅ درک معلوم نه شو.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه ، دنيو يارک نه خپور شوي رپورټ کې ويل شوي چې زنانه خبريالانې په ځانګړي توګه دګواښونو سره مخ دي او ددې ترڅنګ ورته په انلاین بڼه هم د ویرولو ګواښونه کیږي.

په ريورټ کې ويل شوي چي د کال ١٩٩٣م نه تر اوسه په ګرده نړۍ کې ١٤٩٠ خبريالان وژل شوي دي چې پکې د امريکې او برطانيې په څېر هيوادونه هم شامل دي چرته چى دې موده کې اووه خبريالان وژل شوي دي.

رپورټ کې ويل شوي ،په پاکستان کې د کال ١٩٩٣م نه تر دې وخته ٨٥ خبريالان وژل شوي چې پکې تير کال وژل شوي څلور خبريالان هم شامل دي.

د پاکستان دخبريالانو دمرکزى سازمان پي ايف يو جی عمومى سيکتر ناصر زيدي وایي پاکستان کې ميډيا د يو شمير ستونزو سره مخامخ ده ،دلته د رایې ازادي په ختميدو ده او بلخوا په دې دتندروۍ اثرات هم دي.

وى او ای ډيوه سره خبرو کې ناصر زيدى وويل "دلته د خبريالانو مخالفې رایې يا اوازونه نه قبلولی کيړي او اثر لرونکي قوتونه دا رقم اوازونه نه زغمي"

نوموړي وويل دلته اکثره وخت خبريالان اوچت کړی شي او ورباندې داسې مقدمې جوړې کړی شي چې وروسته عدالتونو کې ثابتې هم نه شي.

ناصر زیدي زياته کړه ځېنو سيمو کې خو د رپورټنګ اجازت هم نيشته او پخوانیو قبایلي سيمو او بلوچستان کې خو څوک ازاد رپورټنګ هم نه شى کولی.

نوموړي وويل په پاکستان کې يو استبدادي سوچ دی او فشار اچوونکى ډلې هم خبريالان د خپلو دندو نه منعې کوي، دوئ خبريالانو ته دړکې ورکوي او په ځېنو موقعو یې وژني هم.

د نړيوالو مطبوعاتي ادارو د رپوټونو تر مخه پاکستان له ډيرې مودې راهسې د نړۍ دهغو هيوادونو نوملړ کې شامل دی چې د خبريالانو لپاره خطرناک ګرځول شوي دي او تر اوسه چې دلته کوم خبريالان په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي،دهغو وژونکو کې يو تن ته هم سزا نه ده ورکړی شوې.

خو حکومت وایي چې په پاکستان کې ميډيا د غربي نړۍ هيوادونو نه هم زياته ازاده ده او دخبريالانو خوندي ساتلو لپاره یې د پارليمان نه قانون هم منظور کړی دی چې ډیر زر به عملي شي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG