لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې د سرې لوړو بیعو کروندګر پرېشانه کړي دي


د ملک دنورو برخو په څېر په خیبر پښتونخوا کې هم کروندګر وایي په صوبه کې د یوریا او ډی ای پی سرو د بحران سره مخ دي او د زیاتو بیعو له امله کرونده ګر په یوریا سره تر لاسه کولو کې مشکلات لري.

څیړنې وايي په خیبر پښتونخوا کی د یوریا ۵۰ کلوګرام بيعه د ۱۹۰۰ روپو نه ۳۰۰۰ روپو ته لوړه شوې ده او د ډي ای پي څرې بيعه د ۴۰۰۰ روپو نه ۹۰۰۰ روپو ته رسیدلې ده .

مرکزي حکومت وایي د سندهـ صوبې نه د یوریا سره افغانستان ته د چمن د لارې قاچاق کیږي خو په سندهـ کې واکمن پیپلز ګوند وایي په بلوچستان کې د تحریک انصاف حکومت او مرکزي ادارې هم د چمن په پوله فعالیتونه کوی باید چې په ضد یې ګامونه واخلي.

تیره ورځ د پارلیمان د لوړ ایوان سینیټ د خوراک کمیټۍ ته ویل شوي چې د ګیس د نشتوالي په وجه د یوریا پیداوار کم شوی دی .

د خیبر پښتونخوا د دکرونده ګرو د رابطه کونسل عمومي سکتر لیاقت وي او ای ډیو ټه ویلي په مارکیټ کې د یوریا او ډی ای پی سره نه ترلاسه کیږي او په سږني کال خلکو زیات غنم کرلی او دې څرې ته زیات ضرورت لري.

هغه وایي د یوریا قیمت 3000روپو ته زیات شوی او د ډي ای پي څرې ننۍ بيعه 11000 روپو ته رسیدلې ده.

هغه وایي دا وخت بارانونه دي او که څرې ترلاسه نه شي نو د غنمو پیداوار به هم راکم شي.

د پاکستان مرکزي حکومت وایي په ملک کې د څرو غټ مقدار موجود دی او حکومت هڅې کوي چې دبهر نه هم یوریا درامد کړي.

تیره ورځ د پیداوار مرکزي وزیر خسرو بختیار ویلي د یوریا سره افغانستان ته د چمن د لارې قاچاق کیږي او دا سره د سندهـ د کارخانو نه افغانستان ته ځي خو په سندهـ صوبه کې د پیپلز ګوند حکومت د مرکزي حکومت سره مرسته نه کوي چې له امله یې په ټول ملک کې د څرې بحران پیدا کیږي.

په خیبر پښتونخوا کې د پیپلز ګوند یو مرکزی مشر او دقامي اسمبلۍ پخواني غړي اخونزاده چټان وي او ای ډیوه ته ویلي مرکزي حکومت د خپلو ناکامو الزام په سندهـ حکومت اچوي.

هغه وایي د چمن په پوله د پاکستان مرکزي ادارې کار کوي او په بلوچستان کې هم د تحریک انصاف حکومت دی او بیا سندهـ هم په پاکستان کې دی باید چې ادارې او مرکزي حکومت ددې مخنیوی وکړي.

مرکزي حکومت وایي هغوئ د چین څخه 2 لکه ټنه یوریا راغوښتې ده او په راتلونکې فرورۍ کې به 44 لکه ټنه یوریا موجوده وي او مارچ کې به د80 لکه ټنه یوریا څرې موجودیت باوري کړي.

د زیارت په ورځ د سېنېټ د خوراک قایمه کمیټۍ ته ويل شوي چې د جون نه تر جولایي پورې د یوریا کارخانو ته ګیس نه ؤ ورکړی شوی چې له امله یې دوه لکه ټنه د یوریا څری پیداوار کم شوی او مرکزي حکومت د یوریا سره د چین مد درآمد کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG