لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه:دپولیسو عملیاتو کې دداعش دمهم کمانډر په ګډون شپږ ترهګر وژل شوي


دترهګرۍ ضد محکمې دپولیسو ویاند وایي دغه عملیات تیره ورځ دکوټې دمشرقي بايي پاس په سیمه کې شوي چې له وژل شوؤ ترهګرو نه پکې وسلې اؤ بارود هم ترلاسه شوي دي.

عملیاتو کې وژل شوی یو تن اصغر سمالاني د داعش مهم کمانډر یادولی شي چې حکومت یې پسر ۲۰ لکه روپۍ انعام هم مقرر کړی ؤ خو پولیسو نه ده واضحه کړې چې دنورو پینځوؤ وژل شوؤ ترهګرو تړاؤ دکومې ترهګرې ډلې سره ؤ.

پولیس وایي دعملیاتو په مهال ۵ ترهګر له سیمې تښتیدلي هم دي چې دهغوئ نیولو لپاره یې دلټونې عملیات پیل کړي دي.

پاکستان کې دترهګرۍ ضد محکمې پولیس اؤ نور امنیتي ځواکونه وخت په وخت عملیاتو اؤ مقابلو کې دترهګرو د وژنې دعوې کوي خو زیاتره وخت د دوئ په دغو دعوؤ نیوکې هم مخې ته راځي اؤ تور لګول کیږي چې امنیتي ځواکونه دعدالت ترشا وژنو ته دعملیاتو یا پولیس مقابلو نومونه ورکوي.

سي ټې ډي چارواکي دنوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډيوه ته دې پېښه کې دشپږو ترهګرو د وژنې اؤ پینځوؤ نورو دتښتیدو پخلی کړی دی.

چارواکي ویلي په کال دوه زره يوویشتم کې سي ټي ډي او نورو امنيتو ځواکونو په
شريکه سره په بېلا بېلا چهاپو کې تر شپيتوؤ زيات ترهګر وژلي، خو هغوئ په دغه اړه له نور تفصيل ورکولو څخه ډډه کوي۔

په بلوچستان ايالت کې د داعش ډلې د فعاليت او موجودیت په اړه د بلوچستان حکومت وخت ناوخته ويلي چې دلته د داعش فعاليت ډېر کم دی، خو د دې باوجود د ايالت په بېلا بېلو سيمو کې په تېرو کلونو کې هم د داعش د وسله والو او ځينې کمانډرانو د وژلو حکومتي دعوې مخې ته راغلې دي،


او د ځينو وسله والو او بمي بريدنو ذمه واري هم وخت ناوخته داعش نومي ډلې منلې ده۔

د پاکستان وزير اعظم عمران خان په تېرو ورځو کې تور پورې کړی ؤ چې په پاکستان کې دداعش تر شا د هندوستان لاس دی، خو هند بيا په پاکستان کې د ترهګرۍ تر شاه د لاس لرلو د پاکستان حکومتي تورونه تل رد کړي دي۔

د سي ټي ډي د کاروايي په اړه تر اوسه د کوم تنظيم او کوم سياسي ګوند غبرګون مخې ته نه دی راغلی، خو تر دي وړاندې د سي ټي ډي پر ځينو چاپو او عملیاتو د بلوچ تنظيمونو او فعالانو لخوا نيوکې شوي اؤ داسې چاپې جعلي بلل شوې دي.

دا تورونه هم پورې کړل شوي چې په داسې چاپو کې لادرکه کړل شوي بلوڅ سياسي فعالان وژل کېږي خو حکومت او امنيتي ادارو تل دغه تورونه رد کړي او ويلي یې دي چې په داسې چاپو کې هغه وخت وسله وال ووژل شي چې کله د وسله والو لخوا د چاپې پر وخت پر ځواکونو بريد وشي نو ځواکونه د خپلې دفاع په توګه پر وسله والو ځوابي بريد وکړي او هغه پکي ووژل شي۔

بلخوا بيا په کوټه کې مرستونديه او خيريه اداره د ايدهي فاونډيشن چارواکي وايې چې په تيره يوه مياشت کې يې د کوټې له بېلا بېلو سېمو څخه د اوو نامعلومو مړو شوؤ کسانو جسدونه موندلي او نن يکشنبې په ورځ يې کوټې ته نزدې پرته سېمه دښت کې د لا وارثو په هديره کې خښ کړي،

د ادارې يوه چارواکي عارف خان وي او ای ډيوه ته د ټيلي فون له لارې وويل چې په ښخو کړل شوؤ کسانو کې شپږ تنه په نشو روږدي وؤ او يوه پکې دپنجاب ايالت سره تعلق لرونکې ښځه وه، او د دې کسانو کوم وارث نه دی موندل شوی۔

په دې وروستیو کې چې په افغانستان کې دطالبانو حکومت رامنځته شوی څېړونکي وایي په پاکستان کې هم ورسره دترهګرۍ پېښې زیاتې شوې دي .

پاکستان کې دغېر دولتي څېړنېز ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز دکلیز رپورټ تر مخه کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصدي اضافه شوې چې پکې 853 کسان مړه شوي دي.

په دغه رپورټ کې راغلي چې د ترهګرۍ او تشدد 75 فيصدي پېښې يوازې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبې څخه رپورټ شوي دي.

دیادې ادارې همکار اؤ د رپورټ جوړونکي محمدنفیس وي او ای ډیوه ته ویلي تېر کال داګست مياشت کې د طالبانو په افغانستان د واکمن کېدو وروسته پاکستاني طالبانو د هېواد دننه خپل بریدونه زیات کړي دي.

د سي ار ایس ایس دا رپورټ وايي چې کال 2021م کې ذترهګرو دحملو ترڅنګ دامنیتي ځواکونو په عملیاتو کې هم اضافه ليدل شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG