لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د تحريک طالبان پاکستان پرضد د افغان واکمنو طالبانو اقدامات کول ازمېښت دی؟


پاکستان ويلي، په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته يې ویلي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) دې د ازمېښت په توګه وګڼي، او که چرته په افغانستان کې واکمن طالبان د ټي ټي پي په اړه د پاکستان اندېښنې لرې نه کړي نو د نړۍ باور هم د لاسه ورکړي.

دغه خبره د پاکستان د انګرېزۍ ژبې اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په خپله وېب پاڼه خپور کړي خبر کې کړې ده.

په خبر کې د يو چارواکي چې نوم يې نه ښکاره کړی شوی، لخوا ویل شوي، د پاکستان او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ترمنځ ژورې اړیکې دي او پاکستان ترې د خپلو اندېښنو لرې کولو تمه هم لري.

چارواکي ويلي، که چرته په افغانستان کې واکمن طالبان د پاکستان اندېښنې لرې نه کړي نو دا به د طالبانو په تاوان تماميږي، او دوی به نړيواله ټولنې په ځانګړي لويديځ ته د القاعده او نورو دغه ډول ډلو سره د اړيکو پرې کولو په ژمنه کې پاتې شي.

خو په پاکستان کې څیړونکي وايي، داسې نه ښکاري چې په افغانستان کې واکمنه طالبان د ټي ټي پي پرضد کوم ګام پورته کړي ځکه چې د دې په شا څو علتونه دي.

د افغانستان او پاکستان په اړيکو نظر لرونکی خبريال طاهر خان وايي، دا امکان زیات دی چې د ټي ټي پي په سر د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو ترمنځ اړيکې خرابې شي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، ټي ټي پي د پاکستان سره د ډز بندۍ وروسته بريدونه سېوا کړي، او دا چې ويل کيږي چې ټي ټي پي په افغانستان کې موجودګي لري، نو يو خو هغوی هلته اوس د امریکايي ډرون ويره نه لري او بل داسې خبرونه هم ترلاسه شوي چې د ټي ټي پي مشرانو په افغانستان کې د ځینې ولايتونو سفرونه هم کړي دي.

نوموړي زياته کړه، پاکستان دغه حالات څاري، نو اړيکې به يې ورسره خرابيږي.

هغه دا هم وويل، چې د افغان طالبانو دپاره دا يو چېلنج دی او ګرانه ده چې د پاکستاني طالبانو پرضد ګام پورته کړي، ځکه چې کله افغان طالبان په پاکستان کې وو، ټي ټي پي يې مېلمستيا کوله نو اوس به څنګه افغان واکمنه طالبان خپل مېلمانه اوباسي او بل د ملاعمر مثال موجود دی چې په اسامه بن لادن يې خپل دريځ لرو، هلته جنګ هم شورو شو، شل کاله جنګ هم وشو، خو هغوی اسامه بن لادن چا له نه ورکولو، او هغه حالات اوس هم دي.

د واشنګټن پوسټ خبريال حقنواز خان وايي، په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته داسې ويل کېده چې د طالبانو او پاکستان اړیکې به ښې شي خو دلته بيا د ټي ټي پي لخوا بريدونه سېوا شو، او بل د افغان طالبانو په مينځګړيتوب د ټي ټي پي سره خبرې هم کاميابې نه شوې.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل، دغه خبره ازمېښت دی، خو نوموړی هم د افغان طالبانو او ټي ټي پي د مېلمستيا او اړيکو خبره کوي، او وايي دا مشکل موجود دی.

نوموړي زياته کړه، د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت د خبرو اوس هم ويل کیږي، او که نه داسې نه وشي هم، نو د ټي ټي پي لخوا په پاکستان کې د کارروايانو کمولو هڅه به کيږي.

هغه وویل دا اوس په افغانستان کې د واکمنو طالبانو دپاره مشکل جوړ دی، او ګرانه ښکاري چې دوی د ټي ټي پي خلاف اقدامات وکړي ځکه چې هلته داعش هم موجودګي لري.

دا خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په وروستيو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډېورنډ په کرښه په ازغن تار لګولو هم ځينې پېښې رامنځته شوې وې، پاکستان او افغان واکمنو طالبانو دواړو دغه پېښې تاييد کړې وې.

له دغې وروسته داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې د روانې مياشتې د 17 نېټې څخه د پاکستان يو لوړ پوړی پلاوی د کابل د سفر پلان هم لري.

په پينځمه جنورۍ د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو، د ټي ټي پي سره خبرې د افغان حکومت په خواست خبرې پېل شوې وې، او په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته يې ویلي وو چې ټي ټي پي به افغان خاوره نه کاروي، او ټي ټي پي خپلمنځي اختلافات لري او ځينې شرطونه يې د منلو نه دي.

بابر افتخار ويلي، د ټي ټي پي پرضد عمليات او جګړه روانه ده.

د نومبر په مياشت کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امير خان متقي منلې وه چې د ټي ټي پي او پاکستان د حکومت ترمنځ مذاکرات کوي، خو په دسمبر کې بيا ټي ټي پي د يوې میاشتې د ډز بندۍ ويلي وو.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د امریکا سره په جنورۍ 2020 کې شوې معاهده کې د افغانستان د خاورې د بل چا پرضد نه کارېدو ژمنه کړې او دغه ژمنه یې په واک کې د راتلو وروسته بيا بيا تکرار کړې هم ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG