لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په واورو سپين وزيرستان د سېلګرۍ خوندور ځايونه لري خو اسانتياوې پکې د نشت برابر دي


د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې شمالي او جنوبي وزيرستان چې زیاتره د ناامنۍ په نوم سره یادیږي، دغه سيمې خپل ځانګړی ښايست لري، په ژمي کې په واورو سپينې او په دوبي/ اوړي کې تکې شنې وي، د سېلګرۍ خوندورې علاقې دي خو خلک اسانتياوې او امن غواړي.

د شمالي وزیرستان په رزمک، دته خيل او شوال او جنوبي وزیرستان مکین، شوال، لدها، سام، کانیګرم، کړمه، شکۍ، او انګور اډه سیمه کې ريکارډ واوره شوې چې له امله يې ټوله علاقه په سپينه واوره کې پټه کړې ده.

دې سره د بنو، لکی مروت، ډیره اسماعیل خان او کرک سره نزدې ضلعو نه په زرګونو سیلانیان دې واورین ماحول نه خوند اخستو لپاره دې علاقو ته مخه کړې چې له امله یې په علاقه کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه سیوا شوې ده.

له بلې خوا ځايي اوسېدونکي وايی په دې یخنۍ کې له برېښنا، څښاک اوبو او د یخنۍ نه د بچ کېدو لپاره د لرګيو انتظام نه لري دغلته ګاز/ ګېس نشته او له ځايي ځنګلونو نه په ځمکه کې ښخ ماینونو نه په ویره کې دي.

سیلانیان او ځایی خلک واي که دې علاقې ته امن او ترقي ورکړې شي نو دا به یو مهمه سیلګرۍ سیمه جوړه شي.

د محکمه موسمیات چارواکي وايی په دې علاقو کې سږ کال ریکارډ درې فټ واوره شوې چې د علاقې غرونه او ځنګلونه يې تک سپين کړي دي.

د دوی په خبره راتلونکې اوونۍ بیا د واورې وریدو امکان دی.

له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې د علاقې خلکو وویل د واورې سره په ځمکه کې د لاندې تللو اوبو کچه راپورته شي او دې سره بيا د علاقې فصلونه او باغونه هم وده مومي.

په شکۍ سیمې کې یو تن حمزا وزیر وویل د زیاتو واورږ سره د چلغوزې فصل یو په دوه زیات کیږي.

هغه وویل سږ کال خوشبینه دي چې د چلغوزې فصل به یې زیات کیږي. کوم چې د ځايي عامو خلکو د معاش اهم زریعه ده.

په کانیګرم سیمه کې د شپې پرمهال اور ته راغونډ شوي کسان چې په ارمړي ژبه کې خبرې کوي، یو تن عارف الله برکي وویل بریښنا نشته د څښکلو د اوبو انتظام نه لري، هسپتالونه بند دی. او د بنیادي اسانتیاو د نشتوالي له عمله خلکو خپل کورونه پریښي او یوازې پینځه فیصده خلک دغلته په دې علاقه کې ژوند کوي.

هغه وویل دوی په دې لرګو ګزاره کوي او د مایننو له ویرې دوی د ځنګلونو نه لرګې نشي را یوځایې کولې.

یو ځايي اوسېدونکی عرفان مسيد چې په مارشل ارټ کې يې نړوال ریکارډونه جوړ کړي، وویل چې د بهرنیانو لپاره دا سیمه په ژمي او دوبي/ ګرمۍ دواړو کې د سېلګرۍ، ځای دی خو د ځایي اوسېدونکو لپاره یې ژوند تریخ دی ځکه چې د واورو ورېدو په لرې پرتو کلیو کې تګ راتګ ستونزمن کړی دی او د دوی سولر پینلونه هم خراب شوي دي.

هغه وویل خلک دې راشي د وزیرستان دغه قدرتي ښایست دې وګوري چې په ګرمۍ کې دا غرونه تک شنه او اوس په یخنۍ کې تک سپین بریښي.

یو سیلګري حبیب الله وویل دوی د بنو نه سره د نورو ملګرو راغلي په وړومبي ځل یې دومره ښایسته علاقه ولیده چې د دوی سره په یو نیم یا دوه ساعته سفر کې ده.

هغه وویل دوی ملګري اراده لری شپه دلته تیره کړي خو دغه سیمه د هوټلنو اسانتیا نه لري.

هغه وویل باید دې علاقې کې د امنیت د ټیګښت لپاره ګامونه واخستل شي چې په علاقې کې د هوټلونو او نورو اسانتیاو انتظام برابر شي. بیا به خلک د واورو دپاره لرې وریا علاقو ته سفر نه کوي او دغلته به راځي. او بل په چیک پوسټونو دې څوک نه ځورول کیږي.

یوازې په مکین او رزمک بازارونو کې که څه هم د خوراک څښاک انتظام وه. چې پکې خلکو د چای او ډوډۍ واړه واړه هوټلونه جوړ کړي.دي.

خو په مکین سیمه کې یوه دوکاندار عبدالله وویل د وزیرستان د حالاتو هیڅ پته نه لګي هره ورځ پکې مرګ ژوبلې کیږي چې بیا په ورځو ورځو دا علاقې بندې وي. هغه هم وویل چې که دې علاقې کې امن پرځایې کړی شي نو د تندروۍ او جنګونو نه خلکو ته اوښی تاوان به دوی د کاروبار د لارې سر کړي.

د ضلعي انتظاميي لخواه خپور کړی شوی خبر کې ویل شوي چي د جنوبي او شمالي وزيرستان په رزمک، مکين او ځينو برخو کښي تيرو څو ورځو راهسي څو فټه واوره ورېدلې ده چي له وجې يې سړکونو د بجلۍ نظام ګډوډ شوی خو دوی ویلي، سړکونه په فوری توګه پرانستل شوي چې دغو سيمو ته د سيلانيانو رسايی هم وشي او د دوی د تحفظ لپاره پولیس هم موجود دي.

او یو امنتي چارواکي وویل په چیک پوسټونو عسکرو ته کیمرې لګول شوې چې دوی په خپله جاج اخلي چې په چیکپوسټونو خو څوک ځورول کیږي نه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG