لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار کې د پاکستاني طالبانو مهم مشر وژل شوی، ټي ټي پي وايي وياند يې ژوندی دی


مطبوعاتي راپورونه د امنيتي سرچينو له قوله وايي د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په ختيځه ننګرهار صوبه کې د پاکستاني طالبانو (ټي ټي پي) مهم مشر وژل شوی دی.

د پرون ګل/ دوشنبې د ورځې (10جنورۍ) راهسې په ټولنيزو رسنیو داسې خبرونه مخې ته راغلي چې د ټي ټي پي وياند محمد خراساني وژل شوی دی.

خو ټي ټي پي مطبوعاتو سره په شريک خبر کې دغه خبره رد کړې او ويلي يې دي محمد خالد خراساني ژوندی دی.

ټي ټي پي ويلي، د مفتي خالد بلتي په اړه کره مالومات رايو ځای کوي او هغه به بيا خپاره کړي، خو ورسره یې ویلي د مفتي خالد بلتي سره دا وخت په تحریک کې کومه زمه واري نه وه.

پاکستان ميډيا د امنيتي سرچينو له قوله دعوه کړې چې خالد بلتي چې د محمد خراساني په نوم ياد وو، په ننګرهار کې وژل شوی دی، او په دغه اړه نور څه نه دي ویل شوي.

اې اېف پي خبري ادارې په خپل خبر کې ویلي، پاکستاني چارواکي ورته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، محمد خالد خراساني چې په خالد بلتي پېژندل کېدو، په ننګرهار کې وژل شوی دی، هغه ويلي بلتي د 2014 نه پټ وو.

دا نه دي ويل شوي چې هغه چا وژلی دی، خو د دې پېښې خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې پاکستان په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه د تحریک طالبان پاکستان پرضد د عملياتو کولو غوښتنه کوي. او په دسمبر 2021 کې ټي ټي پي د پاکستان سره د يوې مياشتې ډز بندي ختمه کړې وه.

د روانې میاشتې جنورۍ په پينځخه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي وو، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده.

اې اېف پي په ننګرهار کې د طالب چارواکو له قوله ویلي، چې هغوی هم د ټي ټي پي د مشر د وژنې په اړوند مالومات راټولوي.

د راپورونو ترمخه د وژل شوي محمد خراساني خپل نوم خالد بلتي وو او تړاو يې د ګلګت بلتستان سره وو.

ويل شوي چې کله د ټي ټي پي پخواني وياند احسان الله احسان او ملګرو يې ځانله د جماعت الحرار په نوم جدا ډله جوړه کړه نو هغه وخت هغه (خالد بلتي) د دغه تحریک وياند ټاکل شوی وو.

خو وروسته هغه د افغان ځواکونو عملیاتو په پایله کې نیول شوی وو، او بيا چې طالبانو افغانستان ونيولو هغه هم د نورو بنديانو سره خوشی شوی وو.

له دې وړاندې هم په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو مشران وژل شوي دي.

ملا فضل الله چې په کال 2013 کې د تحريک طالبان پاکستان د مشر حکيم الله مسيد د وژلو وروسته د ټي ټي پي مشر جوړ کړی شوی وو هغه په کال 2018 کې د افغانستان په کونړ سيمه کې په امریکايي ډرون بريد کې وژل شوی وو.

په ننګرهار او کونړ کې د داعش خراسان ډلې پخواني مشران حافظ سعید، عبدالحسیب، ابوسعید اورکزی او ابوسعید باجوړی وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG