لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د قازقستان په شخړو کې 164 تنه وژل شوي، د روس پوځ بیرته وځي


واشنګټن ـــ د روس ولسمشر ولادیمیر پیوټن په داسې حال کې چې پوځ یې قازقستان ته تر لنډمهالې ورتګ وروسته بیرته له دې هېواده وځي، ویلي دي هیچاته به اجازه ور نه کړي چې تش په نامه "رنګینو انقلابونو" کې د روس اتحادي حکومتونه راوغورځوي.

د قازقستان ولسمشر قاسم جومارت توقایوف د نهې- سه شنبې په ورځ ويلي چې د روس په مشرۍ مرسته کوونکي ځواکونه به په دوو ورځو کې بيرته له دغه هیواده وتل پیل کړي.

ولسمشر پیوټن د روس په مشرۍ د ګډ امنیتي اتحاد مشرانو ته په آنلاین غونډه کې تور پورې کړی چې د قازقستان د تېرې اوونۍ له تشدده ډک احتجاجونه "د کورنیو او بهرنیو تخریبي قوتونو" له خوا شوي دي. پیوټن وایي:

"بالکل، موږ پوهېږو چې د قازقستان پېښې زموږ په ریاستونو کې له بهره د لاسوهنې لومړۍ او وروستۍ پېښې نه دي".

د قزاقستان د چارواکو په وینا د تېرې اوونۍ له تشدده ډکو احتجاجونو کې د یوې څلورکلنې ماشومې په ګډون 164 کسان وژل شوي او وایي تر اوسه د دغو پېښو په تړاو لس زره کسان نیول شوي دي.

د قزاقستان ولسمشر څلور ورځې وړاندې د دغو احتجاجونو د قابو کولو لپاره خپلو امنیتي ځواکونو ته امر کړی وو، چې که پر سړکونو بیا احتجاج کوونکي وویني نو هغوی ته له خبرداري ورکولو پرته دې یې په ډزو و وژني.

د 2022م کال تر پیلېدو سمدستي وروسته د قزاقستان په لوېدیځ کې خلکو د تېلو او ګېسو د ګرانۍ په ضد احتجاجونه پیل کړي وو چې بیا دغه احتجاج ټول ملک ته وغزېد او اخر د دې هېواد صدر د احتجاجونو د مخنیوي لپاره د روس په مشرۍ اتحادي ځواک څخه مرسته وغوښته او پوځ دې هېواد ته ورغی.

امریکې قزاقستان ته د روسي پوځ پر ورتګ نیوکې کړې دي. د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن د یکشنبې- اتوار په ورځ اې بي سي ټیلیویژن ته وویل چې روس ولې قزاقستان ته پوځونه ولېږل:

"قزاقستان د خپلو ادارې د دفاع لپاره د امنیت پر ځای کولو وړتیا لري، خو دا کار باید داسې وکړي چې د پرامنه احتجاج کوونکو حقونو ته درناوی ولري او د هغوی اقتصادي او سیاسي ستونځې- چې را پورته کړې یې دي- حل کړي".

روس مخکې هم تور پورې کړی چې د شوروي اتحاد په پخوانیو ریاستونو بېلاروس، جورجیا او یوکرېن کې د پاڅونونو تر شا غربي لاسونه دي.

د قزاقستان ولسمشر په آنلاین غونډه کې پیوټن ته وویل چې په هېواد کې یې وروستي احتجاجونه د کودتا هڅه وه چې له څو کلونو راهیسې پلان شوې وه خو وایي ناکامه یې کړه.

د قراقستان د کورنیو چارو وزارت خپلو ځایي رسنیو ته ویلي، وروستیو احتجاجونو یې ملکیتونو ته څه دپاسه 199 میلین ډالر زیان رسولی دی، تر سل زیاتو تجارتي ودانیو او بېنکونو باندې بریدونه شوي او لوټ شوي دي او له دې سره سره شاوخوا 400 موټر پکې تباه شوي دي.

XS
SM
MD
LG