لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان دنورې قرضې لپاره بیا ایي ایم ایف ته دتګ خبرداری ورکړی


دپاکستاني مطبوعاتو ترمخه وزيراعظم عمران خان ويره څرګنده کړې ده چې که په برامداتو کې په چټکتیا سره زياتوالی رانه وستل شو نو حکومت ته به بيا د ایي ايم ايف پروګرام ته تلل وي۔

څيړونکي وایي پاکستان وړاندې نه دنړيوالې مالياتي ادارې يا ایي ايم ايف نه قرضې اخلي او دا د وزير اعظم عمران خان دهغه خبرو په ضد دي چې حکومت کې راتلو نه وړاندې به يې دعوې کولي چې کچکول به ماتوي او قرضې به نه اخلي.

د انګريزۍ ژبې ډان ورځپاڼې خپل يو خبر کې ليکلي چې دپاکستان وزير اعظم عمران خان د راولپنډۍ چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټري دسیوري لاندې يوې غونډې ته خپله وینا کې ويلي برامدات او د ټیکس وصولي په ملکي معيشت کې مهم رول لوبوي او د دوئ د حکومت ټوله توجه په دغې ده۔

عمران خان د برامداتو دنه زياتيدو او ایي ايم ته د تلو خبره په داسې حال کړې چې پاکستان د وړاندې نه د ایي ايم ايف د اتوؤ اربو ډالرو دپروګرام لاندې قرضې اخلي او د يو ارب ډالرو دبل قسط اخستو په نزديو کې پلان لري.

اقتصاد پوهه ډاکټر معراج الحق وایي دعمران خان دا خبره سمه ده چې له برامداتو سېوا کيدو پرته هیواد د ایي ايف نه دقرضو اخستو د چکر نه نه شي وتلی.

خو نوموړي وويل چې عمران خان په حکومت کې د راتلو نه وړاندې دعوې کولې چې بهرنۍ قرضې به نه اخلي او کچکول به ماتوي خو په حکومت کې د دريوؤ کالو نه د زياتې مودې تيرولو باوجود هم دنړيوالې مالياتي ادارې نه قرضې اخلي او بوج يې په عام ولس د ګرانۍ په شکل کې پريوځي۔

"هغوئ چې کومې وعدي کړې وې او کوم د هغوئ پلانونه وؤ په حکومت کې راتلو نه پس هغه ټولو کې دوئ ناکامه شول"

تيره مياشت د پاکستان مرکزي بینک ويلي وؤ د روان مالي کال په پنځوؤ میاشتو کې کرنټ اکاونټ خساره 7اربه ډالره ده او دا دمجموعي قامي امدنۍ 5.3%برخه ده.

د پاکستان مرکزی بینک د کرنټ اکاونټ خسارې شرحه 4%ټاکلې وه او دګرانۍ شرحه یې 11فیصده تړلې ۔

اقتصاد پوهان وایي د درامداتو زياتيدو او برامداتو کميدو له وجې په ملک کې تجارتي خساره سېوا کيږي دغې سره دڅيزونو په اخستو زيات ډالر د ملک نه وځي او د کمو برامداتو له وجي هغه هومره ډالر ملک ته نه راځي چې ورسره تجارتي خساره سېوا کيږي او ملک کي د ګرانۍ کچه ورسره زياتيږي۔

د اقتصادي چارو کارپوهه قېصر بنګالي وایي برامدات په بيانونو سره نه زياتيږي کاروباريان غواړي چې برامدات زيات شي ځکه چې د هغوئ ګټه ورسره زياتيږي۔خو رياستي پاليسۍ داسې دي چې برامداتو ته وده نه ورکوي۔

نوموړي وويل چي مونږ خپل څه جوړوو نه چې برامدات ورسره زيات شي۔

دهغه په وینا يو که د بجټ خساره کمه کړی شي او برامدات زيات شي نو ایي ایم ايف ته د تګ ضرورت به نه پېښیږي.

"په اخراجاتو کې کمی راوستل کېدی شي په خاصه توګه غير ترقياتي او دفاعي اخراجاتو کې دکمي ګنجایش هم شته اوٖضرورت هم دی،ددې ترڅنګ که د غېر ضروري څيزونو درامد کم شي نو ایي ايم ايف نه دقرضو اخستو امکان کمېدی شي او که داسي ونه شي نو هغه حال به وي کوم چې د شوروي اتحاد ؤ"

عمران خان غونډې ته خپله وینا کې ويلي چې د برامداتو څانګه د جمود ښکار ده خو د دوئ حکومت برامداد کوونکو ته هر قسمه اسانتياوې ورکوي او په تېرو وختونو کې دې شعبې ته توجو نه ده ورکړل شوې۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG