لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې باران ځپلو کورنیو سره مرستې پیل شوي


په بېړني حالت کې دمرستو ايالتي اداره پي ډي ايم ای وايي په بلوچستان ايالت کې له اوسنيو بارانونو او واورو له کبله یې اغېزمنو سوؤنو کورنيو سره مرستې يې پېل کړې دي۔

د بلوچستان ايالت په بېلا بېلو سيمو کې د جنورۍ دمياشتې له لومړۍ اوونۍ څخه پېل شوؤ بارانونو د بلوچستان په مکران ډيويژن کې په ګڼ شمېر خلک له ستونزو سره مخ کړي وؤ اؤ د بارانونو داوبو د خلکو کورنو ته د ننوتلو له کبله د خلکو کورونه نړېدلي او اغېزمن شوي دي.

دپي ډي ايم ای دمرستيال مشر اصغر جمالي په خبره "له زيات ورښت او کورونو ته د اوبو د ننوتلو له کبله تر اوسه پورې موږ 160 ته دنزدې کورونو د اغېږمن کېدلو رپورټ تر لاسه کړی دی"

دبلوچستان ايالت ځايي رسنيو کې د اوسنيو بارانونو او واورو له کبله د څلوﺭو تنو د مرګ او د شپږ تنو د ژبلېدو خبر ورکول شوی خو د پي ډي ايم ای چارواکي وايي چې له بارانونو او واروې مرګ ژوبله نه ده اوښتې۔

د پي ډي ايم ای مرستيال مشر اصغر جمالي وي او اې ډيوه ته وويل چې د بارانونو له کبله ګوادر ، پسني، تربت، چمن او نورو سيمو کې سلګونه کورنۍ اغېږمنې شوې، خو په خبره يې په دې اړه پوره معلومات تر لاسه کوي او يو بشپړ رپورټ به حکومت او رسنيو سره شريکوي۔

جمالي وويل د بلوچستان په مکران ډويژن کې زيات اغېږمن شوي خلک يې خوندي سيمو ته رسولي او اوس يې د هغوئ لومړۍ مرستې پېل کړې دي۔

هغه زياته کړه " د پاکستان پوځ او ايف سي ځواک هم ضلعي حکومتونو سره د خلکو په ژغورنه کې، او اوس د مرستې په کارونو کې پوره برخه لري، و کومو سيمو ته چې د ضلعي حکومتي چارواکو لاس رسی نه ؤ، و هغو سيمو ته د رسېدلو لپاره مو د پاکستان د پوځ له C130 جهاﺯ څخه ګټه اخيستې"

د هغه په خبره د ايالتي حکومت لخوا 2500 کورنيو ته خوراکي او غېر خوراکي توکي ورکړل شوي دي چې پکې خېمې، جېکوټونه، شړۍ، درۍ، دګېس سلنډرې، وريځې، بره، غوړي او د چائ پاڼې شامل دي۔

دبلوچستان ايالتي حکومت ګوادر او کهېچ ضلعې ناورين ځپلې ګرځولي دي.

د تربت ځايي خبريال اسدالله بلوڅ ډيوه ته دټيلي فون له لاﺭې وويل که څه هم حکومت له خلکو سره د مرستو دعوه کوي خو دتربت اغېزمنې کورنۍ وايي پوره مرستې ورته نه دي رسېدلي.

هغه وایي ځایي خلک تورونه پورې کوي چې هلته و هغو خلکو ته خيمې او خوراکي توکي ورکول شوي چې کوم څوک اثر لري يا له چاﺭواکو سره شناخت لري.

د پي ډي ايم ای د مرستيال مشر اصغر جمالي په خبره سل په سله کې خو يې د خلکو مرسته لا نه ده کړې خو وايي " زياتره اغېږمنو کورنيو ته مو اولنۍ مرستې رسولې دي"

هغه وایي د سيند صوبې دحکومت لخوا هم د بلوچستان له اغېزمنو کورنيو سره د 500 خیمو اؤ دوؤ زرو کورنيو لپاره د خوارکي توکو مرسته شوې ده

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG