لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد:جینۍ سره د زیاتي قضیه کې دپاکستان ریاست پخپله مدعي جوړیږي


اسلام اباد کې په ښکاره ځورول شوې جینۍ دعدالت په وړاندې دهغې دځورونې پېښه کې دککړو کسانو دپېژندنې په اړه دخپل وړومبي بیان نه پشا شوې ده چې له دې وروسته حکومت اعلان کړی په یاده پېښه کې به ریاست پخپله مدعي جوړیږي.

قانون پوهان او څيړونکي وايي که اغېزمنه جينې د فشار يا لالچ له امله د خپل دریځ نه منکره شوې وي نو دا بيا دحکومت ذمه واري جوړيږي چې ریاست پخپله دې قضیه کې مدعي جوړ شي ترڅو پېښه کې لاس لرونکي دسزا نه بچ پاتې نه شي.

تیرکال دجولایي په میاشت کې په ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو مخې ته راغلې وه چې پکې لیدل کیږي څه کسانو د وسلې په زور یوه پیغله جینۍ لوڅه کړې اؤ دهغې سره ولاړ یو بل تن ته ددغه جینۍ سره په ناروا حرکتونو کولو مجبوروي.

وروسته پولیسو دغه ویډیو کې په نظر راتلونکي تن ونیولو اؤ دهغه نوم دعثمان مرزا په نوم ښکاره شو.

دسدره په نوم دغه پیغلې په وړومبي سر کې په محکمه کې دیاد تن پیژندګلو کړې وه اؤ منلې یې وه چې دهغه لخوا ځورول شوې ده.

خو اوس په محکمه کې ددې قضیې د اوريدنې په وخت متاثره جينې د خپل وړومبي بيان نه منکره شوې او د عدالت په وړاندې یې د خپل حلفیه بیان دلارې دغه قضیه کې دمرکزي ملزم عثمان مرزا او دهغه د نورو ملګرو د پيژندنې نه انکار کړی دى.

اسلام اباد پوليس تر مخه وړاندې متاثره جینۍ اډياله زندان کې دبنديوان عثمان مرزا او د دهغه دنورو ملزمانو ملګرو پیژندګلو کړې وه خو اوس داسلام اباد سيشن یا ضلعي عدالت ته ورکړي خپل حلفیه بيان کې متاثره جینۍ په پوليسو دغلط بيانۍ تور لګولى دى چې ګنې دا هر څه پوليسو پخپل سر کړي دي او هغه د څه نه خبر نه ده.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د یادې جینۍ لخوا دخپل بیان نه له منکریدو وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان ددې وضعیت نوټس اخستی اؤ ددې پېښې ترڅنګ یې په موټروی دیوې بلې میرمن سره دشوي جنسي زیاتي په محکمه کې دپیروۍ رپورټ یې غوښتی دی.

پاکستاني رسنۍ وایي دسدره نومې جینۍ دخپل بیان نه دپشا کیدو په اړوند دقانون په وزارت کې دلوړ پوړو چارواکو یوه مهمه غونډه هم شوې ده.

دانصاف اؤ قانون لپاره دپاکستان دپارلیمان سکترې ملیکه بخاري اعلان کړی چې اوس به دپاکستان ریاست پخپله په دې قضیه کې مدعي جوړیږي.

هغې په پخپل یو بیان کې ویلي دي چې دعثمان مرزا جرم دیو شخص یا یوې میرمنې خلاف نه بلکې د ریاست اؤ ټولنې په ضد دی ځکه نو هغه ته به داسې سخته سزا ورکول کیږي چې د نورو دپاره عبرت جوړ شي.

هغې ویلي حکومت به ددې پېښې په اړوند کوټلي ثبوتونه اؤ شهادتونه محکمې ته وړاندې کوي اؤ غوښتنه به کوي چې دې پېښه کې ککړو کسانو ته باید سخته سزا ورکړل شي.

د میرمنو د حقونو فعاله ډ اکټر فرزانه باري وايي پاکستان کى د اغېزمنو میرمنو لپاره د طاقتوره مخالفينو فشار زغمل اسان نه وي او کله د رقم په لالچ کى هم داسې زنانه په شا شي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې فرزانه باري وايي ځکه دوئ غوښتنه کوي چي د زنانه و سره د زياتي کيسونو کى رياست ته پخپله مدعي جوړيدل پکاردي چى دې پيښو کې ککړو ملزمانو ته سزا باورى شي.

د اطلاعات مرکزي وزير فواد چوهدري د متاثره زنانه د خپل بيان نه پشا کيدل د عدليه لپاره ازميښت ګرځولى دى.

د خپل ټويټ د لارې فواد چوهدري پوښتنه راپورته کړې چې ددې قضيې اوريدنه په چټکتيا او ورځني اساس ولې نه ده شوې؟

خو قانون پوهه لياقت بنوري ايډوکيټ دا يو سياسي بيان بولي اؤ وي او اى ډيوه سره خبرو کې وایي که فواد چوهدري يا حکومت غوښتل نو ددې قضيې په چټکتیا سره دفيصله کولو نه چا منعې کړي وؤ؟

وړاندې نه دپاکستان حکومت د زنانه و او لږکيو تحفظ کې د ناکامۍ دتورونو پسر دسختو نيوکو ىسره مخ دى.

هم تير کال پايه تخت اسلام اباد کې د نور مقدم نومې جيني ناوړه وژنې او د هغې دسر قلم کيدو پيښې د پاکستان دننه اؤ بهر سخت غبرګونونه راپارولي وؤ.

د بشري حقونو دتنظيمونو دشميرو تر مخه هر کال پاکستان کې د ١٠٠٠ نه زياتې میرمنې د غيرت په نوم وژل کیږي.

همدا شان د لږکيو مشران تور لګوي چې هر کال په لويه شميره کې د دوئ د زنانه ؤ له تښتول کیدو وروسته هغوئ سره جبري ودونه کيږي او دې ته مجبوره کولى شي چى خپل مذهب پريږدي او اسلام قبلولى کړي خو د مذهبي هم اهنګۍ لپاره دپاکستان د وزیراعظم سلاکار طاهر اشرفي دا تورونه په نزدې وختونو کې رد کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG