لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان مرکزي بینک دکرپټو کرنسۍ په ضد محکمې ته عریضه کړې ده


دپاکستان دمرکزي بینک او مرکزي حکومت له لوري سندهـ هایکورټ کې جمع کړل شوي رپورټ کې خواست شوی چې په هیواد کې دې د کرپټو کرنسۍ پر کاروبار بندیز ولګول شي او دوئ ته دې اجازه ورکړی شي چې د کرپټو کرنسۍ دکاروبار کوونکو په ضد عملیات وکړی شي.

دکرپټو کرنسي کاروبار نزدې په ټوله نړۍ کې کیږي خو په پاکستان کې لا ددې کرنسۍ په اړه څه قانون وجود نه لري.

په دې اړه تیر پروسکال وقار ذکا نومې تن سندهـ هایکورټ ته عریضه کړې وه چې کرپټو کرنسې ته دې قانونې بڼه ورکړل شي-

د سندهـ هایکورټ د جسټس محمد کریم خان اغا په مشرۍ کې دوه کسیز بینچ په دې اړه یوه کمیټې جوړه کړې وه او لارښوونه یې کړې وه چې کمیټې دې خپل راپور د خزانې او قانون وزارتونو ته ولیږي او پریکړه دې وکړی شي چې پاکستان کې دکرپټو کرنسۍ دکارولو اجازه شته او که نه؟

د پاکستان دمرکزي بینک له اړخه تیره ورځ عدالت ته وړاندې شوي یو رپورټ کې ویل شوې دي چې کرپټو کرنسي غیر قانونې ده او پاکستان کې دکرپټو کرنسۍ خطرې د ګټو څخه زیاتې دي-

اسټیټ بینک د عدالت څخه غوښتنه کړې ده چې په دغه کرنسۍ باید نه یوازې بندیز ولګول شي بلکې دوئ ته دې دا واک هم ورکړی شي چې د کرپټو کرنسۍ دکاروباریانو په ضد عملیات وکړي.

پر دغه کرنسۍ بندیز لګول کیدای شي او که نه او د دې به څه اثرات وي؟ په دې اړه د کرپتو کرنسۍ د چارو پوهه پروفیسر ساجد اقبال وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، پر کرپټو کرنسۍ بندیز نه شي لګول کیدای ځکه چې دا سافټ ټیکنالوژې ده او مرکزونه یې په نورو هیوادونو کې دي-

خو هغه وایي که چرې دې کرنسۍ ته قانونې حیثیت ورکړی شې نو ددې کاروباریان په ټیکس نیټ کې اچول کیدای شی-

د کرپټو کرنسۍ په اړه دا ویره هم څرکندیږي چې ددې له لارې فراډ کیدای شي او دا په غیر قانوني توګه کارول کیدای شي خو پروفیسر ساجد اقبال وایي داسې ممکنه نه ده.

هغه وایي دکرپټو کرنسۍ اکاونټ څخه له راویستو وړاندې به په فیر کرنسۍ کې بدلون وي او حکومتونه ددې مخه نیولی شي-

په اسلام اباد کې د کرپټو کرنسۍ څیړنکار ډاکټر طلحه علي وایي حکومت ته پکار دي چې د کرپټو کرنسې په اړه یوه تګ لاره جوړه کړي او په دې اړه د څارنې یوه ډله هم جوړه کړې شي

"دا یوه سافټ‌کرنسي ده او په راتلونکي وخت کې د خلکو د اکاونټس هیک کولو او د غیر قانوني پیسو دلین دین معاملې مخې ته راتلی شې چې حکومت یې یوازې په بندیز لګولو مخه نه شی نیولی ،دې د پاره به د خپل هیواد د حالاتو تر مخه یوه تګ لاره جوړؤل وي"

په تیرو ورځو کې دپلټنو مرکزي ادارې ایف ایي ای ویلي وؤ چې دکرپټو کرنسۍ د لارې دګټې ورکولو پر نامه د پاکستانې وګړو سره د اربونو روپو فراډ شوی دی هم دغه سبب دی چې ددغه کاروبار سره دتړلو خلکو پر کاروبارونو د ایف ایي ای له اړخه چاپې وهل کیږي او د ډیلرانو بینکي اکاونټونه یې تړل کیږي-

د څیړونکو وینا ده کرپټو کرنسي کې د سوداګرۍ کولو څخه وړاندې پکار دي چې عام تن دې په کاروبار ځان پوهه کړي او په دې اړه ژور معلومات تر لاسه کړي-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG