لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصوبې دبجلۍ اؤ ګیس پسر پرویز خټک وزیراعظم عمران خان سره خبرې اړولې دي،سرچینې


د زيارت په ورځ دپاکستان دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف دپارليماني پارټۍ غونډه کې ددفاع وزير پرویزخټک او وزرير اعظم ترمينځه د سختو خبرو خبرونه مخې ته راغلي دي۔

ځايي خبريالان دسرچینو له خولې وایي په غونډه کې ددفاع وزیر پرویز خټک وزیراعظم ته په سپینو ټکو کې ویلي چې "ګیس اؤ بجلي زمونږ صوبه پیدا کوي خو بیا هم د کړیږو اؤ ربږیږو مونږ"

سرچینې وایي وزیراعظم عمران خان په غونډه کې ددفاع وزیر ته ویلي "که تاسو زما نه مطمین نه یئ نه زه به حکومت بل چاته وسپارم"

خو ددفاع وزیر پرويز خټک ميډيا ته ويلي په دغه غونډه کې په ستونزو خبرې ضرور شوي خو د کومې سختې جملې پکې نه دی استعمال شوي۔

دضمني بجټ په اړه راجوړه شوې دغه پارليماني غونډه کې د حکومت او اتحادي ګوندونو د اسمبلۍ غړي موجود وؤ.

په اسلام اباد کې د پارليمان رپوټنګ کونکی خبریال عبدالله مومند وي او ای ډیوه ته ویلي په غونډه کې موجودو ګڼو سرچينو ورته پخلی کړی چې د وزير اعظم عمران خان او ددفاع وزير پرويز خټګ یو بل ته سختې خبرې کړې دي.

"ګڼو سرچينو راته پخلی کړی چې تلخ کلامي شوې ده او پرويز خټک په خېبر پښتونخوا کې د بجلۍ دپيدوار او دګیس دنشتوالي په اړه پوښتنې راپورته کړې وې"

په خېبر پښتونخوا د تېرې مياشتې راهسې په سي اين جي پمپونو کې او د کورني استعمال ګېس کم شوی دی، ځني ځايونو کې خلک ګيله کوي چې د کورني استعمال د پاره ګېس نشته او هم دغسې اوس هم د سي اين جي پمپونو مالکان وایي چې د ګېس د نشتوالي له امله د ډير کم وخت د پاره سي اين جي پمپونه پرانستې ساتي۔

سرچینې وایي په دغه غونډه کې ددفاع وزیر پرویز خټک عمران خان ته ویلي چې هغه د وزیراعظم منصب ته دوئ رسولی دی اؤ که دا حال روان وي نو دوئ دپاره به ګرانه وي چې ضمني بجټ کې حکومټ ته رایه ورکړي.

سرچینې دا هم وایي چې وزیراعظم د پرویزخټک په دې خبرو غصه شوی اؤ هغه ته یې ویلي که رایې نه ورکوي نو ور دې یې نکړي خو بلیک میلنګ به یې نه مني.

سرچینې وایي په دغو خبرو د دفاع وزیر دغونډې څخه هم پورته شوی اؤ د باندې وتلی دی خو پرویز خټک نه چې کله ورورسته خبریالانو په دې اړه پوښتنه وکړه نو هغه وویل چې هغه د غونډې نه د سیګریټ څښلو لپاره بهر وتلی ؤ.

د خيبر پښتونخوا د خزانې پخواني وزير مظفر سېد ډيوه ته وويل د مرکزي حکومت سره د دې خبرې راپورته کول د صوبائي حکومت ذمه واري ده چې ولې په صوبه کې پيدا کيدونکې بجلي ګرانه او ګېس د عام استعمال د پاره بند کړی شوی دی۔

هغه وایي "وړو صوبو ته اکثر له پېدا کيدونکو قدرتي وسایلو کې پوره برخه نه ورکړل کيږي"

د دفاع وزير او د خېر پښتونخوا پخواني وزيراعلا پرويز خټک ويلي په اجلاس کې د ګېس د مسلې په اړه خبري روانې وې او ده د توانایۍ وزير حماد اظهر نه څخه پښتنه وکړه او هيڅ تلخ کلامي نه ده شوې۔

"مونږ کومه سخته خبره نه ده کړې مونږ خواست کړی چې د ګېس زمونږ کوم سکيمونه دی هغه دې روان وساتل شي ځکه چې د ګېس اولنی حق زمونږ جوړيږي"

پرويز خټک وويل چي د وزيراعظم خلاف نه دی او نه د هغه خلاف خبري کولی شي هغه وایي

عمران خان يې مشر دي او د هغه مقابله څوک هم نه شي کولی۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG