لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپوټ: د بایډن په واکمنۍ کې د مطبوعاتو درناوی کېږي خو رسایي نه ورکول کېږي


واشنګټن ـــ‌ د امریکې ولسمشر جوبایډن چې د کومې پلان شوې وینا یا غونډې په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته جواب نه وایي او ډډه ترې کوي نو دا د هغه عادت دی چې وایي "زه دا پریس کانفرنس باید اوس ونه کړم".

پخواني صدر ډونالډ ټرمپ هم په منظمه توګه خبریالان د "جعلي خبرونو" او "د خلکو دښمن" په توګه یادول.

خو دې حکومت چې ژمنه یې کړې وه چې د هیواد په تاریخ کې به تر ټولو شفاف وي پکې د صدر بایډن او د دې ادارې کارمندانو ته د لاسرسي نشتوالي له امله په جرنلسټانو کې مایوسي مخ په ډېرېدو ده.

د خبریالانو دا مایوسي په دې میاشت کې د ټاوسن یونیورسټۍ، وایټ هاوس ټرانزیشن پراجیکټ او د خبریالانو د ساتنې کمیټۍ په جلا جلا رپورټو کې بیان کړې ده.

د ټاوسن پوهنتون او د وایټ‌ هاوس ټرانزیشن پراجیکټ په وینا د خپل لومړي کال په پای کې صدر بایډن نهه مطبوعاتي کانفرنسونه ترسره کړي ، چې په ورته وخت کې د هغه نه مخکې تېر شوو پینځو صدارنو څخه کم دي.

ښاغلي بایډن په ۲۲ رسنیزو مرکو کې برخه اخیستې ده، چې د دې نه مخکې تېر شوو شپږو صدرانو څخه لږ دي چې هغوی په خپله دومره موده کې کړي وو.

د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د وایټ ‌هاوس مطبوعاتي کانفرنس ته وایټ هاوس مطبوعاتي سیکرټري جین ساکي د بایډن له خوا د رسنیو هر ډول شرم او مخ ګرځولو سره مخالفت وکړ.

د امریکا غږ پوښتنې په ځواب کې جین ساکي وویل: "امریکایانوهغه لیدلی چې پوښتنو ته ځوابونه ورکوي." دا د مطبوعاتو او خلکو سره د هغه د ښکېلتیا یوه مهمه برخه ده.

صدر بایډن د مخکینو تېرو دریو صدارنو په پرتله په مکرر ډول ګړندۍ پوښتنې اخلي مګر د تحقیق لیکوال او د ټاوسن پوهنتون کې د سیاسي علومو پروفیسر او د وایټ هاوس ټرانزیشن پروژې مشر مارتا جوینت کمار په وینا د دوی په ځواب ویلو کې لږ وخت تیروي.

د وایټ هاوس د خبریالانو د ټولنې مشر سټیون پورټ نوي امریکا غږ ته وویل: "د نړۍ آزاد خلک ګټه پورته کوي کله چې د امریکا ولسمشر د پوښتنو لپاره د ودریدو لیوالتیا وښيي".

د ټرمپ حکومت په پرتله جین ساکي هره ورځ د وایټ هاوس مطبوعاتي کنفرانسونه لري، خو بیا هم په هغې تر ډېره د امریکا د لویو رسنیو او ټلویزیوني شبکو څخه د پوښتنو په اخیستلو نیوکه کیږي او زیاتوي چې دا نړیوال جرنلسټان او کوچنۍ رسنۍ مایوسه کوي.

د خبریالانو د تحفظ کمیټۍ وایي‌ چې رسنیو سره د بایډن چلند د ټرمپ د بیاناتو سره په بشپړ ډول مخالف دی، مګر د مطبوعاتو د لاسرسي په اړه اندېښنې پاتې دي.

د سي پي جې رپورټ صدر ته د مطبوعاتو محدود لاسرسی، غوښتنو ته ورو ځوابونه، له وړاندیز سره سم د ویکي لیکس د بنسټ ایښودونکي جولین اسانج سپارل، د امریکا په سویلي پولو کې محدودیتونه او د اګست په میاشت کې د ځواکونو له وتلو او د طالبانو له واک څخه وروسته له افغان خبریالانو سره د مرستې په برخه کې د بایډن حکومت پاتې راتلل په ګوته شوي.

کوم ځانګړي شکایتونو ته ځواب نه ویلو خو جین ساکي وویل کله چې هغې د مطبوعاتي سیکرټري په توګه خپله دنده په غاړه واخیسته نو صدر بایډن ورته د درناوي او باادبه اواز اهمیت څرګند کړ.

په داسې حال کې چې بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وار په وار په ډیموکراسۍ کې د آزادو مطبوعاتو په مهم رول ټینګار کړی، د سي پي جې راپور لیکوال لیونارډ ډاوني جونیر وي او اې ته وویل چې د بیان او عمل تر منځ توپیر دی.

ډاوني سعودي عربستان او نورو هیوادونو ته په اشارې سره وویل د نړۍ د مطبوعاتو د آزادۍ په اړه د دوی د وینا او د عمل نشتوالي ترمنځ هم توپیر شته چې تر دې دمه ختم شوی نه دی.

د سي‌ پي ‌جې په دې رپورټ کې د بایډن پر ادارې غږ شوی چې د نړیوالو رسنیو لپاره ډیر څه وکړي، په شمول د هغو افغان خبریالانو لپاره د ویزو ګړندي کول چې اوس د طالبانو په واک کې دي او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د واشنګټن پوسټ کالم لیکونکي په وژنه کې د هغه د رول لپاره مسؤل وګڼل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG