لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه تر 31 جنورۍ وځنډول شوه


Ali wazir
Ali wazir

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه تر 31 جنورۍ وځنډول شوه.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د خالي/ شنبې په ورځ (15جنورۍ) وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وویل، د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه ټاکل شوې وه، خو د عدالت جج ته کرونا وايرس لګېدلي، ځکه د قضيې اورېدنه تر 31 نېټې پورې وځنډول شوه.

له دې وړاندې په 28 دسمبر په اورېدنه کې عدالت د ضمانت په خواست فېصله محفوظ کړې وه.

علي وزیر د 2020 کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی خو اوس هغه د کال 2018 په مقدمه کې بنديوان دی او په دغه قضيه کې يې د ضمانت په خواست اورېدنه روانه ده.

په کال 2018 کې د علي وزير او هغه سره د نورو کسانو پرضد د کراچۍ په شاه لطيف ټاون تاڼه کې هغه وخت مقدمه جوړه شوې چې هغه د پي ټي اېم د مې د میاشتې د جلسې دپاره کمپاين کولو. په ياده قضيه کې په علي وزیر فرد جرم لګول شوی دی.

د علي وزیر او پي ټي اېم د نورو بندي غړو دپاره غورځنګ احتجاجي مظاهرې روانې کړي دي.

پرون د جمعې په ورځ اسلام اباد کې د پرېس کلب مخې ته دغه ډول احتجاجي مظاهره شوې ده.

دغه مظاهرې ته د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وویل، خلک وايي رياست د مور حېثيت لري خو وايي دلته دوې خبرې دي يوه دا چې یا خو د پاکستان رياست د مور حېثيت نه لري او یا دا رياست د پښتنو نه دی.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين تور پورې کړی، چې د غورځنګ د فعالانو سره په عدالت او د عدالت نه بهر توپيري چلند روان دی.

"د غورځنګ غړي د دروغو په مقدمو کې ښکېل کيږي او دغه مقدمې چې کله عدالتونه خارج کړي نو بيا پرې نورې مقدمې درج کېږي".

منظور پشتين دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په 11 جنورۍ د پي ټي اېم فعال حيات پرېغال د سايبر ترهګرۍ په قضيه کې عدالت بري کړی وو.

په حیات پرېغال په کال 2018 کې دغه مقدمه درج کړی شوې وه.

د پاکستان حکومت او پوځ د وړاندې نه په پي ټي اېم تورونه لګولي چې د بهر هېوادونو نه پېسې اخلي او په بهرنۍ ایجنډا لګيا تحریک دی. خو پي ټي اېم دغه تورونه رد کړي او وايي چې پي ټي اېم پرامنه او د پښتنو د حقونو دپاره جوړ غورځنګ دی او. تورونو د ثابتولو دپاره يې د کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG