لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولې پېښور د پاکستان برخه نه ده؟ نور عالم


ولې پېښور د پاکستان برخه نه ده؟ دغه پوښتنه د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف د پېښور نه د قامي اسمبلۍ غړي نور عالم خان په اسمبلۍ کې راپورته کړې ده.

نور عالم خان پرون د جمعې په ورځ (14جنورۍ) د قامي اسمبلۍ غونډې ته په وېنا کې د اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري ته په مخاطب کولو سره ویلي، هغه ته دې متوجه شي او بيا يې ویلي هغه ګيله کوي،

چې "ولې زه د پاکستان، پېښور د پاکستان برخه نه ده؟ ایا هغه د پاکستان نه بهر... په پاکستان کې ولې يواځې څلور ضلعې دي، سوات، نوښار، صوابۍ او ميانوالي؟".

نور عالم خان وويل، په پېښور کې ورته نه بجلي شته، نه ورته فنډ ورکول کیږي او نه ورته ګېس ورته ورکول کیږي، او دلته په اسمبلۍ کې ورته ويل کيږي چې ووټ ورکړه.

هغه وويل په پېښور کې ورته هیڅ نه ورکول کيږي.

نور عالم چې کومې ضلعې يادې کړي، د تحريک انصاف د حکومت د مواصلاتو وزیر مراد سعيد د سوات سره تعلق لري، د دفاع وزیر پروېز خټک د نوښار سره، د صوابۍ سره د اسمبلۍ اسپيکر اسد قېصر، او ميانوالي د وزیراعظم عمران خان پلارنۍ ضلع ده.

نور عالم په خپل حکومت نيوکې کړي چې يواځې په اسمبلۍ کې د دغو ضلعو خبره کيږي. هغه وويل نه ده ورته مالومه چې د پېښور د بجلۍ مسله د چا سره شريکه کړي.

نوموړي په اسمبلۍ کې لومړو درېو قطارونو ته په ګوته نيولو سره ويلي، چرته چې حکومتي وزیران او وزيراعظم کښېني، چې په دې ملک کې د ګډوډۍ اصل مجرمان په دغو څوکيو ناست خلک دي، د دوی نومونه دې د ملک څخه بهر نه پرېښودنکو په لسټ (اي سي اېل) کې واچول شي.

نور عالم دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې له دغې يوه ورځ وړاندې د زیارت په ورځ د پاکستان د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف دپارليماني پارټۍ غونډه کې د دفاع وزير پروېزخټک او وزير اعظم ترمينځه د سختو خبرو اړولو خبرونه مخې ته راغلي وو.

ځايي خبريالانو د سرچینو له خولې ويلي چې په غونډه کې د دفاع وزیر پروېز خټک وزیراعظم ته په سپینو ټکو کې ویلي چې "ګیس او بجلي زمونږ صوبه (خېبرپښتونخوا) پېدا کوي خو بیا هم کړیږو او ربږیږو مونږ".

د سرچينو ترمخه وزیراعظم عمران خان په غونډه کې د دفاع وزیر ته ویلي "که تاسو زما نه مطمین نه یې نه زه به حکومت بل چاته وسپارم".

خو د دفاع وزیر پرويز خټک ميډيا ته ويلي په دغه غونډه کې په ستونزو خبرې ضرور شوي خو کومې سختې جملې پکې نه دي استعمال شوي.

خبریال شمس مومند وايي، نور عالم خان بيا بیا دغه رنګ په خپل ګوند نيوکې کوي، دا سلسله د تيرو دوه دوه نيم کلونو راهسې روانه ده.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل تر څو پورې چې د پروېز خټک دخبرو په اړه ويل کيږي، نو دغه خبره هم د پي ټي ايي اکثره غړي کوي خو د عمران خان په وړاندې يې د مجبورۍ له امله نه کوي او خپل موقف په ښکاره نه شي کولی.

هغه وويل د پښتونخوا سره زياتی کيږي او د ايين سرغړونه کيږي، ځکه چې په اتلسم اييني ترميم نه وروسته په صوبايي وسایلو باندې اولنی حق د صوبې د ولس وي، خو د بده مرغه پښتونخوا ارزانه بجلي پېدا کوي او ګرانه ورته پرېووځي، دغه رنګ پښتونخوا ګېس پېدا کوي خو ګېس ورته نشته او نورو صوبو ته ګېس زيات ورکول کیږي.

نوموړي وویل، په دغو مسلو ځینې خلک عدالتونو ته تللي، او فېصلې پرې هم راغلي دي خو په هغې بيا عمل نه کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG