لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دیو شواروز دننه دڅلورو زرو نه زیاتې دکرونا وایرس پېښې مخې ته راغلي دي


پاکستان کې د کرونا وایرس د خوریدو لړۍ یو ځل بیا چټک شوې ده اؤ سرکاري شمیرې ښایي چې په تیر یو شواروز کې ددغه هیواد دننه د کرونا وایرس نورې 4027 پېښې مخې ته راغلي اؤ په یاد وایرس اخته نهه کسان مړه شوي هم دي.

په کرونا د څار دولتي ادارې این سي او سي پخپلو تازه شمیرو کې ویلي چې هیواد کې د کرونا د مثبتو پېښو کچه 7.8 ته رسېدلې ده چې څو میاشتې وړاندې دغه کچه تر یو فیصد هم په ښکته تللې وه.

مطبوعات وایي په کراچۍ کې دتیر یوشواروز په مهال دکرونا د دمثبتو پېښو کچه 39.39 فیصدي ریکارډ کړل شوې ده.

دغلته په څلېریشتو ساعتو کې 2412 کسانو ته د کرونا وایرس ورپورې کیدو پخلی شوی دی.

د کرونا دپیل څخه په پاکستان کې ټول 13 لکه 24 زره اؤ 147 کسان په کرونا وایرس اخته شوي اؤ 29012 تنان پرې مړه شوي دي.

سرکاري شمیرې وایي چې په دې وایرس اخته 752 ناروغان اوس هم د نازک وضعیت سره مخ دي.

د روغتيایي چارو پوهان وايي د کرونا وايرس هر ډول نمونې مخنيوي او د دې ناروغۍ شدت کمولو لپاره بايد خلک په وخت د ويکيسن مکمل خوراک واخلي.

دپېښور دايل ار ايچ هسپتال ډاکټر اصغر خان وي او ای ډيوه ته وايي د خلکو لخوا په سپارښتنو دعمل نه کېدو او په ټولنه کې د کرونا وايرس اومېکرون خورېدو له وجې د مثبتو پېښو شرحه کې زياتوالی راځي.

هغه وايي بايد خلک د وايرس خورېدو مخنيوي لپاره په اېس او پيز ضرور عمل کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG