لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزیرستان:چاودنه کې درې پوځیان ژوبل،لکي مروت کې د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه


افغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې په پوځیانو دماین چاودنې له امله درې عسکر ژوبل شوي اؤ پولیس وایي چې لکي مروت کې یې دوه ترهګر وژلي‌ دي.

داتوار په ورځ دخېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعه شمالي وزیرستان کې امنيتي سرچينو وي او ای ډيوه ته تايد کړې چې په امنيتي عسکرو د ماین چاودنه د شنبې په غرمه د دوصلي تحصیل په اسد خېل سیمه کې شوې ده.

امنيتي سرچينو وي او ای ډيوه سره په شريکو کړو مالوماتو کې ویلي امنیتي سرتیري په علاقه کې د ماینونو په پاکولو بوخت وؤ چې هغه مهال دوئ ته چاودېدونکي توکي وچاودېدل او په نتیجه کې یې یو حوالدار او دوه سپاهیان سخت ژوبل شول.

ویل شوي ژوبل عسکر د درملنې لپاره په بنو سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوي او په علاقه کې دلټونې عمليات پېل کړی شوي دي.

د دې پېښې ذمه واري لا چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې ورځو کې دخېبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دشوؤ زیاتره بریدونو پړه دپاکستاني طالبانو تحریک قبلوله کړې ده.

دا تازه پېښه چې چرته شوې دغه سیمه د شمالي وزیرستان د مرکز میرانشاه نه په جنوب کې نزدې 25 کلومیټره لرې پرته ده .

تیره ورځ د پاکستان پوځ ویلي وؤ د شمالي وزیرستان میرانشاه کې د عملیاتو پرمهال یې یو وسله وال وژل او دوه نور یې نیولي دي.

دغه تازه پېښې چې په کومو علاقو کې شوي په کال 2014 م کې د پاکستان پوځ دغلته د وسله والو طالبانو پرضد ضرب عضب عمليات کړي وؤ او دا علاقې يې دترهګرو نه پاکې ګرځولې دي.

خو د تیرو پیښو وروسته د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر (ډي پي او) عقیق حسین وي او ای ډيوه ته ويلي وؤ په ضلعه کې حالات قابو دي اؤ يوازې په لرې پرتو علاقو کې داسې کمې دناامنۍ پېښې کيږي.

خو د یوتهـ اف وزیرستان په نوم سیمه کې د زلمو دتنظیم یو مشر وقار داوړ وایي دوئ د کلونو نه نا امنۍ سره مخ دي او هره ورځ په علاقه کې د ناامنۍ پیښې کیږي چې له امله یې ځايي خلک زیات پریشانه دي.

بل لوري ته د لکي مروت پولیس ویلي د پیزو پولیس اسټیشن په حدودو کښې یې د شیرخیل په علاقه کې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې دیوې ناقانونه تندروه ډلې سره تړاؤ لرونکي دوه وسله وال وژل شوي دي.

د لکي مروت پولیس مشر شهزاده عمر عباس بابر دا پیښه تاید کړه او ډیوه ته یې وویل دا عملیات یې د امنیتي ځواکونو سره په ګډه وروسته له هغې کړي چې د بلوچستان ایف سي ځواک دیو عسکر رفیع الله مړی په سیمه کې وموندل شو.

هغه وویل درفیع الله په نوم دا عسکر کور ته په رخصتۍ راغلی ؤ او تیره شپه دبې درکه کېدو وروسته له شیرخېل غرونو نه د هغه مړی په داسې حال کې تر لاسه شوی چې په ډزو سره وژل شوی ؤ.

هغه وویل ددې پیښې ورسته په ګڼ شمیر کې پولیس اؤ دپاکستان پوځ سرتیرې د شير خېلو غرونو ته ورسېدل او د لټونې عمليات یې پيل کړل.

دپولیسو دې مشر زیاته کړه د عملیاتو پرمهال وسله والو سره نښته شوې چې پکې دناقانونه ډلې سره تړاؤ لرونکي دوه مهم وسله وال وژل شوي او د دوئ د قبضې نه دوه کلاشنکوفونه او بارودي توکي ترلاسه شوي دي .

د پولیسو مشر ډیوه ته ویلي د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو دعبدالروف او نور خان په نومونو شوې چې د وړاندې نه په امنیتي ځواکونو بریدونو کولو او عامو خلکو نه قلنګ اخستو کې ککړ وؤ.

په لکي مروت کې په 8مه جنورۍ د ترهګري په ضد دپولیسو یو سرتیری دنامعلومه وسله والو په ډزو وژل شوی ؤ.

تېر کال د نومبر د نهمې نه تر دسمبر د نهمې نېټې دپاکستان دحکومت او طالبانو ترمنځ ډزبندي اعلان شوې وه چې نوره ونه غځول شوه.

د روانې میاشتې دجنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي یې وؤ، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG