لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټېکساس:دعافیه صدیقي دخوشې کولو په غوښتنه دڅلورو کسانو یرغمل کوونکی وژل شوی


دامریکې په ټیکساس ایالت کې دیهودانو دیوې عبادتخانې دننه دڅلورو کسانو په یرغمل کولو سره دپاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي دخوشې کولو غوښتنه کوونکی تن وامنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

چارواکي وایي د خالي په شپه دټیکساس په کولیویل ښار کې یو تن د یهودانو عبادتخانې ته ننوتلی ؤ اؤ دغلته یې څلور تنه یرغمل نیولي وؤ.

دامریکایي خبري شبکې ایسوسي ایټیډ پریس پخپل رپورټ کې دیو امنیتي چارواکي له خولې ویلي چې دغه تن دیرغمل نیول شوؤ کسانو دخوشې کولو په بدل کې امریکا کې دبندي پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي دخوشې کولو غوښتنه کوله.

ددغه پېښې د خبر رسیدو سره سم پولیس اؤ په ګڼ شمیر کې امنیتي مامورین یادې عبادتخانې ته ورسیدل اؤ ددغه تن په ضد یې عملیات وکړل چې پکې هغه وژل شوی اؤ له منګولو یې څلور واړه یرغمل نیول شوي کسان روغ رمټ راخلاص کړل شوي دي.

پاکستانۍ ډاکټرې عافیه صدیقي ته کال ۲۰۱۰م کې دامریکې عدالت افغانستان کې په امریکایي پوځیانو دبرید اؤ نورو بیلابیلو اوؤ تورونو په اساس د۸۶کالو دبند سزا اورولې ده اؤ دا مهال هغه دټیکساس‌ په زندان کې دخپل بند سزا پوره کوي.

دټیکساس ګورنر ګریګ ایبټ په ټویټر لیکلي “د دعاګانو صله ترلاسه شوه اؤ په دې پېښه د۱۲ساعتونو تیریدو وروسته ټول یرغمل نیول شوي کسان ژوندي اؤ خوندي دي”

رپورټ کې ویل شوي چې دیهودانو په عبادتخانه کې د ډزو اوازونه اؤ د برید کوونکي له خولې دعافیه صدیقي دخوشې کولو غوښتنه هم اوریدل شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG