لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پلازمینه اسلام اباد کې په پولیسو دطالبانو برید، یوعسکر وژل شوی،دوه ژوبل


د پاکستان په پاېه تخت اسلام اباد کې تېره شپه د يو پوليس چارواکي په ډزو د وژنې پړه لا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستې ده.

تېره شپه د پولیس چارواکو ترمخه په اسلام اباد اباد کې د پولیسو په ناکه د موټر سایکل سپرو وسله والو په ډزو کې يو پوليس اهلکار وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي وؤ.

د پولیس ترمخه ځوابي ډزو کې کې دواړه حمله کونکي وژل شوې دي.

دا د لا قانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان لخوا په پاېه تخت اسلام اباد کې دوېمه حمله ده چې پکې پولیس اهلکار په نخښه شوي دي.

د پولیس چارواکو ترمخه تېره شپه د اسلام اباد په جي اېټ سېکټر کې د موټر سایکل سپرو وسله والو په ډزو کې په ناکه ولاړ يو پوليس اهلکار وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

د ګل په ورځ د وژل شوي پوليس اهلکار د جنازې په مهال مطبوعاتو سره خبرو کې د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد وبلي په پولیسو له ډزو څرګنده شوه چې په اسلام اباد کې يو ځل بيا د ترهګرۍ پېښې شورو شوي دي.

هغه وايي دا کومه د غلا ډاکې پېښه نه وه بلکې دا ترهګري ده او ښايي چې يو ځل بيا په اسلام اباد کې د ترهګرۍ پېښې پېل شوي او دا ددې کال لمړۍ پېښه ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د پاکستان د حکومت او لا قانونه تندره ډلې تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په ترڅ کې طالبانو د يوې مياشتې د ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی ؤ او له هغې وروسته یې په امنيتي ځواکونو د شوؤ يو شمېر نورو برېدونو پړه په غاړه اخیستې وه.

پاکستان کې دترهګرۍ دمخنیوي د دولتي ادارې نېکټا پخوانی مشر احسان غني ډيوه ته وايي که چارواکي د ترهګرۍ د مخنیوي په نېشنل اېکش پلان عمل نه کوي نو ښکاري چې دترهګرۍ پېښې به يو وارې بيا زياتېږي.

هغه وايي د اسلام اباد ددې اوسنۍ پېښې دوه اړخونه دي چې پکې يو اړخ منفي او بل اړخ مثبت دی.

دی وايي منفي اړخ یې دا دی چې اوس د هغوي لاس رسی د سخت هدف پورې کېږي. د هغوئ د اسلام اباد مينځ ته رارسېدل او بيا په پولیسو حمله کول ددې منفي اړخ دی، او مثبت اړخ د پولیسو چمتووالی په ګوته کوي او پولیسو دواړو حمله کوونکي وژلي دي.

د پاکستاني طالبانو لخوا په دې وروستیو کې جاري شوو شميرو کې دعوه شوې چې تر ټولو زیات 45 بريدونه یې د دسمبر په میاشت کې کړي دي.

هم دا راز په پاکستان کې د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په کلني راپور کې راغلي چې تېر کال 2021م کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصدي اضافه شوې چې پکې 853 کسان مړه شوي دي.

دغه څېړنيزې ادارې په خپل راپور کې لا قانونه تحریک طالبان پاکستان د هېواد لپاره تر ټولو ستر او جدي ګواښ بللی ؤ.

څېړونکي وايي تېر کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته پاکستاني طالبانو د هېواد دننه خپلې حملې لا نورې سېوا کړي او غځولې دي.

په پاکستان او پخوانيو قبایلي سیمو کې د ترهګرۍ په چارو او رجحان دنظر لرونکي غېر دولتي څېړنېزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور خان ډيوه ته وايي مونږ به ویل چې د ترهګرۍ دا پېښې به د قبایلي ضلعو پورې محدوده پاتې نشي او په اسلام اباد کې په پولیس د طالبانو دا اوسنۍ حمله ددې څرګنده بېلګه ده.

هغه وايي دا د طالبانو رسايي په ګوته کوي چې هغوئ په اسلام اباد کې هم حمله کولی شي.

دې وايي داسې ښکاري چې په راتلونکو ورځو کې به دا حملې تر پنجاب، کراچۍ او د هېواد نورو ښارونو ته هم ورسى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG