لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې په لومړي ځل نرښځی ډاکټر جوړ شوی


Dr Sarah Gill Khan

پاکستان کې د سارا ګِل په نوم یو ښځينه نرښځي د ډاکټرۍ (اېم بي بي اېس) ډګري ترلاسه کړې او هغه د پاکستان لومړی نرښځي ډاکټر بلل کيږي.

سارا ګِل د کراچۍ د جناح مېډېکل او ډنېټل کالج نه د ډاکټرۍ ډګري ترلاسه کړې ده.

سارا ګِل په ټویټر ويلي، "تاريخ جوړ شو، الحمدالله د اېم بي بي اېس اخری مسلکي امتحان مې پاس کړو، او د پاکستان لومړی نرښځی ښځينه ډاکټره جوړه شوم. ټول قوم او په ځانګړي ډول د نرښځيانو ټولنې ته دې مبارک وي".

سارا ګِل مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، هغه هم په لومړو کې نرښځيانو ته د ورپېښو عمومي ستونزو سره مخ شوې او چا يې قبلولو ته غاړه نه اېښوده، خو د هغې په شا يې مور ولاړه وه، او په زدکړو کې يې لاس کړی دی.

د ډاکټرۍ ډګري ترلاسه کوونکي نرښځي ويلي، هغه وياړ کوي چې د پاکستان لومړی نرښځی دی چې ډاکټري يې وکړه، هغه ويلي د خپلې ټولنې د خېر ښېګړې دپاره به کار کوي.

د ډان ټيلي ويژن په (زرا هټ کے) پروګرام کې سارا ګِل ويلي، هغه به هڅه کوي چې د خپلې ټولنې دپاره نورې ځانګړې زده کړې (اېف سي پي اېس) وکړي او د ډاکټرۍ په نصاب کې هغه باب نشته چې د نرښځيانو کومې مسلې وي او د هغو څنګه علاج کېدی شي.

هغه ويلي، د يو ډاکټر په حېث هدف به يې دغه وي چې په نصاب کې د نرښځيانو د ځانګړو ناروغو او درملنې په اړه باب شاملو دپاره مبارزه وکړي.

نرښځی بنديا رانا چې په کراچۍ کې د نرښځيانو مشري کوي، وايي د سارا ګِل په ډاکټرۍ د دوی په ټولنه کې خوشالي ده او د دوی دپاره د فخر خبره ده چې نرښځی ډاکټر شو.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې بنديا رانا وويل، د يو نرښځي ډاکټر جوړېدل د هغو خلکو په مخ څپېړه ده چې نرښځيانو يواځې خېر غوښتی شي، نڅا کولی شي، نو اوس خو نرښځی ډاکټر شو، په دوی کې وکیلان او کونسلران راغله.

بنديا رانا وويل، دوی په ټولنه غږ کوي چې دوی ته دې خېرات نه ورکوي، دوی ته دې حق ورکړي، نوکري دې ورکړی او عزت دې ورته ورکړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG