لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ: د پوليو ټیم ساتونکی پوليس په بريد کې وژل شوی


Pakistan Polio
Pakistan Polio

د خېبرپښتونخوا د کوهاټ ضلعې پوليس وايي، نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (25 جنورۍ) د کوهاټ د جرمې تاڼې په خواصي بانډه کې نامالومو وسله والو د پوليو ضد څاڅکو ورکوونکي ټيم په ساتنه مامور پوليس په ډزو وژلی دی.

د کوهاټ پوليسو وياند فضل نعيم وي او اې ډیوه ته دغه پېښه تاييد کړه.

نوموړي وويل په خواصي بانډه کې د پوليو ټیم موجود وو او پوليس سرتيری حامد (کانسټېبل) ورته په سړک ولاړ وو، په دغه مهال نامالومه وسله وال راغلي، په هغه يې ډزې کړي او په ځای يې ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه وويل د پېښې وروسته علاقې ته د پوليسو اضافي نفري لېږل شوې او د پوليو کمپاين روان ساتل شوی دی.

په سمدستي ډول د پېښې زمه واري چا نه ده منلې.

خو له دې وړاندې چې د تير کال ستمبر په 19 نېټه هم په کوهاټ کې د پوليو په ټيم وسله وال بريد شوی او ساتونکی پوليس سرتیری يې پکې وژل شوی، داعش د دغه بريد زمه واري منلې وه.

وروسته بيا د دسمبر په میاشت کې د پېښور پوليسو دعوه کړې وه، چې په کوهاټ کې د پوليو په ټيم بريد کې ککړ ترهګر يې وژلی دی.

په کوهاټ کې دا تازه پېښه په داسې حال کې شوې، چې پرون د ګل/ دوشنبې د ورځې (24 جنورۍ) راهسې د خېبرپښتونخوا د پېښور، مردان او کوهاټ ډويژنو او کوز دير ضلعې په ګډون په 19 ضلعو کې د پوليو ضد څاڅکو پينځه ورځنی کمپاين پېل کړی شوی دی.

په پاکستان کې تېر کال د پوليو يوه پېښه مخې ته راغلې وه، سږ کال په ملک تراوسه پورې د پوليو يوه پېښه نه ده رپورټ شوې.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG