لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان معید یوسف ته: د افغانستان خاوره د هیڅ ګاونډي په ضد نه کارول کېږي


معید یوسف په کابل کې د طالبانو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره خبرې کوي
معید یوسف په کابل کې د طالبانو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره خبرې کوي

واشنګټن ــــ د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف په مشرۍ پلاوي په کابل کې د طالبانو له مشرانو سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو په ګډون پر تجارت او نورو مسایلو له خبرو سره سره طالبانو ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ضد نه استعمالېږي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف پرون په کابل کې د طالبانو د حکومت د رییس الوزراء یا وزیراعظم له مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره ولیدل.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د ملا عبدالسلام حنفي له خولې ویل شوي چې د طالبانو پالیسي روښانه ده او هغه دا چې هیچاته به د افغانستان د ګاونډیو او نورو هېوادونو په ضد د خپلې خاورې د استعمالولو اجازه ور نه کړي او وایي له نورو هم دا هیله لري چې خپله خاوره د افغانستان په ضد ونه کاروي.

ټاکل شوې وه چې معید یوسف کابل ته دا سفر د جنورۍ پر 18مه او 19مه کړی وای خو رسنیو هغه وخت په کابل کې د پاکستان د سفارت په وینا لیکلي وو، چې سفر یې د خراب موسم له کبله ځنډېدلی دی.

د طالبانو یو بل ویاند انعام الله سمنګاني له معید یوسف سره د طالبانو د مرستیال وزیراعظم د لیدو خبرپاڼه خپره کړې او لیکلي یې دي، ملا عبدالسلام حنفي وویل دوی د پاکستان په ګډون د سیمې له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیز درناوي په بنیاد ښې اړیکې غواړي.

خبرپاڼه وایي د طالبانو د رئیس الوزراء مرستیال ټینګار کړی چې سترې سیمه ییزې منصوبې په ځانګړي ډول ټاپي، ټاپ، کاسا یو زر او د اوسپنې پټلۍ پروژې دې عملي شي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان پر ټویټر لیکلي چې د پاکستاني پلاوي او د طالبانو د مشرانو خبرې ګټورې وې، چې وایي "د افغانستان او پاکستان تر منځ تجارت، ټرانزټ او پیوستون ته د ودې ورکولو لپاره د ورورۍ د اړیکو پر ټینګښت پکې بحث وشو".

د پاکستان حکومت په رسمي توګه د معید یوسف د سفر په اړه معلومات لا نه دي خپاره کړي، خو طالبانو پخپله خبرپاڼه کې د هغه له خولې په ټینګار سره ویلي چې د افغانستان او پاکستان له اقتصادي اړیکو پرته امن او ارامي نه شي راتلای. معید یوسف ویلي:

"پاکستان ژمنه کوي چې سترې سیمه ییزې منصوبې به عملي کړي او دواړه هېوادونه باید د شخصي سیکټر لپاره یوه ډله جوړه کړي چې د روغتیا، تعلیم، تجارت، کانونو او معلوماتي ټیکنالوجۍ د پراختیا په اړه خبرې وکړي".

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف دوې ورځې وړاندې د پاکستان د قومي اسمبلۍ د بهرنیو چارو د کمېټۍ غونډې ته په وینا کې تور پورې کړی وو، چې د افغانستان خاوره اوس د پاکستان په ضد کارول کېږي.

معید یوسف په داسې وخت کې کابل ته سفر کړی چې په دې وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې وسلوال بریدونه زیات شوي دي چې د اکثرو ذمه واري پاکستان طالبانو پر غاړه اخیستې ده.

د 2021م کال د اګست پر پینځلسمه چې طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي، په تېرو پینځه نیمو میاشتو کې دا د پاکستان درېیم اعلی پلاوی دی چې کابل ته سفر کوي، تر دې وړاندې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر او بیا د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي کابل ته سفرونه کړي وو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG