لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستاني برتانوي لارډ نذير ته د جنسي حملو په جرم کې د پينځه نيم کاله بند سزا اورول شوې


پاکستاني برتانوي لارډ نذير ته د برتانیې يو عدالت په کم عمره هلک او جينۍ د جنسي تيري د حملې په جرم کې د پینځه نيم کاله بند سزا اورولې ده.

د راپورونو ترمخه لارډ نذير ته د برتانیې شيفيلډ کراون کورټ/عدالت د جمعې په ورځ (4 فرورۍ) سزا اورولې ده.

ويل شوي 64 کلن لارډ نذير د عدالت په وړاندې حاضر شوی او په ځان لګېدلي تورونه یې رد کړي دي.

د روان کال په پينځمه جنورۍ عدالت لارډ نذير د جنسي حملو په تورونو کې مجرم ګرځولی وو.

په هغه باندې تورونه وو، چې د 70م په لسيزه کې چې کله ځوان وو، په يو کم عمره هلک او جينۍ يې د جسني تیري کولو دپاره حملې کړې وې.

راپورونه وايي د عدالت قاضي جسټس ليونډر د سزا د فېصلې اورولو په وخت ویلي، لارډ نذير چې په کومو کسانو د جنسي تيري حملې کړي د هغو په ژوند د دغه عمل بدې اغېزې شوي دي.

د نذيرپه دوه مشرانو وروڼو 71 کلن محمد فاروق او 65 کلن محمد طارق باندې هم دغه ډول د جنسي تيري تورونه لګېدلي وو.

لارډ نذير په کال 2020 کې د برتانيې د برني اېوان څخه وروسته له هغې استعفا ورکړې وه چې د پارليمان لخوا په هغه د جنسي تيريو د تورونو پلټنيزې کمېټۍ د هغه د پارلیمان څخه د ويستلو سپارښتنه کړې وه.

هغه وخت ويل شوي وو چې دا لومړی ځل دی چې د برتانيې د برني اېوان څخه د یو غړي د ويستلو پرېکړې شوې ده.

نذير وړاندې ويلي وو په هغه لګېدلي تورونه سازش دی، او ټول تورونه يې رد کړي دي.

په پینځمه جنورۍ د عدالت جج جسټس لېونډر، لارډ نذير احمد په ضمانت پرېښودی او په څلورمه فرورۍ يې ورته د حاضرېدو ويلي وو، او پرون يې ورته سزا اورولې ده.

لارډ نذير چې د پاکستان د انتظام لاندې کشمير سره یې تعلق دی په برتانوي برني اېوان کې یې 20 کاله تېر کړي دي.

يوې43 کلنې طاهره زمان هم په لارډ نذير باندې تور لګولی وو چې درې کاله وړاندې هغې د لارډ نذير نه د پوليس په يوه معامله کې مرسته غوښتې او هغې ورسره جنسي اړیکې جوړول نه غوښته، خو بيا د دغه قضيې دپاره جوړې کمېټۍ ويلي وو د هغې باوجود ورسره هغه جنسي اړيکې جوړې کړې وې.

لارډ نذير په کال 2018م کې د پاکستان سفر کړی او د وزيراعظم عمران خان سره یې ليدلي وو او دواړو د پاکستان په نړیواله کچه د اړيکو جوړولو په سر خبرې اترې کړې وې.

XS
SM
MD
LG