لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برتانيي پوليسو پاکستاني فعالانو او جرنلسټانو ته ويلي چې دوی ته دغلته هم خطره ده


د برتانیې پوليسو په دغه هېواد کې مېشت ځينې پاکستاني صحافیانو او بشري حقونو فعالانو ته خبرداری ورکړی چې د خپل ځان خیال ساتي ځکه چې دوی ته په برتانيه کې هم خطره موجوده ده.

د انګرېزۍ ژبې د ورځپاڼې دي ګارډین د خبر تر مخه په برتانيه کې چې کومو کسانو ته دغه خبرداری ورکړی شوی په دوی کې اکثره د پاکستان په پوځ تنقید کوونکي دي، او دوی ګمان کوي چې د دوی د قتل په سازش کې د پاکستان د کومې ادارې لاس کیدی شي.

د پاکستان حکومت او یا پوځ په بهر هیوادونو کې د مېشتو نقادانو د قتل په سازش کې د خپلو ادارو تورونېدلو ته تر اوسه کوم ځواب نه دی ویلی خو د پاکستان يوې ورځپاڼې ډان لیکلي دي چې په دې لړ کې د حکومت نه یې معلومات وکړل نو هغويي په ځواب کې نه يواځې دا تورونه رد کړل بلکې د پوځ ا استخباراتي د بدنامولو او د ځان د ګټې دپاره پروپېګنډا ورګرځوله.

دې ګارډین ورځپاڼې ترمخه په هالېنډ کې مېشت پاکستاني بلاګر وقاص احمد ګورایا ته د قتل د ګواښ په تور يو پاکستاني‌نژاد برتانوي ګوهير خان ته د برتانيې عدالت لخوا د سزا اورولو وروسته د برتانیې پوليسو يوې څانګې پاکستانيانو ته د خطرې خبر ورکړی دی.

ویل شوي د وقاص ګورايه په قضیه کې په عدالت کې دا خبره ثابته شوې چې د وقاص ګورايه د قتل دپاره د ګوهير خان سره په پاکستان کې د يو تن رابطه هم وه، او د پاکستاني بېنک نه دغه تن پېسې هم لېږل شوې وې.

وکيل فضل خان چې په برتانيه کې دی وايي هغه ته د برتانيې پوليسو ويلي چې هغه ته خطره ده ځکه په ګرځېدو کې دې احتياط کوي، او پوليس دې خبر ساتي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د برتانيې پوليسو ورته هغه څوک نه دي ښودلي چې خطره ورته د چا نه ده خو زياته يې کړه د برتانيې پوليس دلته بغېر د مکمل تحقیقاتو په چا تور نه لګوي.

هغه وويل درې ځله ورسره پوليس چارواکي مېلاو شوي او دغه خبره يې ورته کړې او يو نمبر يې ورته ورکړی که څه خطره هم ورته پېښږي، د دوی سره دې تماس نيسي.

هغه زیاته کړه د برتانيې د پوليس او ادارو نه مطمین دی چې خوندي به يې وساتي.

فضل خان چې د پېښور سره تعلق لري، د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوي يو ماشوم پلار دی او هغه په عدالت کې د دغه قضيې سره د مشال په قضيه کې هم عدالت ته وړاندې کېدو.

د نوموړي په وېنا په هغه په پېښور کې بريد شوی او پولیسو ورته د ګواښونو خبرداری هم ورکړی وو، پکار ده چې هغه ته د امنیت انتظام شوی وی خو هغه دغه شان پاتې شوو ځکه هغه بيا لندن ته لاړو.

په هالېنډ کې موجود د بشري حقونو فعال زر علي افریدی چې د پاکستان نه هلته تللی، وايي د هغه ژوند ته په پاکستان کې خطر وو، ځکه هغه ملک پرېښوی وو.

وي اواې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، څنګه چې دوی ته په پاکستان کې ګواښونه وو، او څه موده وړاندې ورته په موبايل ورته د ګواښ پېغام هم لېږل شوی وو، او هغه بيا وروسته له هغې ډېر وويرېدو چې کله د وقاص ګورايه خبره مخې ته راغله.

په برتانيه کې چې چاته ګواښونه شوي په هغو کې يوه پاکستانۍ عايشه صديقي هم ده چا چې د پاکستان د پوځ په کاروبارونه او هلو ځلو باندې کتاب هم ليکلی دی.

د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره اکثره داسې تورونه لګي چې څوک هم د دغو ادارو په پاليسيانیو نيوکې کوي، په ګوته کوي يې، هغو ته په بېلابيلو طريقو سزاګانې ورکول کيږي.

د تازه رپورټ په اړه د پاکستان د حکومت نظر ډان ورځپاڼې په خپل خبر کې ويلي چې د پآکستان حکومت تورونه ردوي او خلک په پوځ او استخباراتي ادارو د خپلو ګټو دپاره تورونه لګوي او پرضد يې پروپېګنډا کوي.

پاکستان کې د بشري حقونو فعاله زهره يوسف وایي په بهرنيو هېوادونو کې هم پاکستاني صحافیانو ته او فعالو ته په خطرو باندې دوی اندېښنې لري ځکه چې په سویډن کې د يو پاکستاني خبريال ساجد حسېن مړی موندل شوی وو. او د هغې بيا تحقيقات هم ونه شول،

د کال 2020 د جنورۍ په مياشت کې د ساجد حسېن مړی موندل شوی او بيا د دغه کال په اخره کې په کېنېډا کې د بلوڅ فعالې کريمه بلوچ مړی هم د اوبو نه ترلاسه شوی وو.

د پېنډۍ اسلام اباد يونين اف جرنلسټس يو غړی حنيف الرحمان وايي، د صحافيانو نړيوالو تنظیمونو له پکارده چې دغه مسله د پاکستان د امنيتي ادارو سره شريکه کړي چې په پاکستان کې دننه او بهر یې صحافيان د خطرو سره مخ دي.

د خبريالانو د خوندي ساتلو د نړیوالو ادارو د رپوټونو ترمخه پاکستان د صحافیانو د پاره خطرناک ګرځول شوو هېوادونو په نوملړ کې شامل هېواد دی.

کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس په خپلو څو رپوټونو کې پاکستان د خبريالانو يو خطرناک هېواد ګرځولی دی.

خو په نړیوالو مطبوعاتو کې خپاره شوو رپوټونو کې دعوې شوي چې پاکستاني صحافيانو او فعالانو ورته ویلي چې دوی ته په بهرنيو هېوادونو کې هم خطرې ورپېښې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG