لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د آر اېف اي/آر ال فوټوګرافر په مېنسک کې په نامعلوم الزام ګرفتاره شوی


واشنګټن - یو فوټوګرافر چې پخوا یې د آر اېف اي/آر ال د بېلاروس سروس سره کار کاوه، هغه هېواد کې ګرفتاره شوی او خپلوان یې وایي چې هغه په سرښار مېنسک کې د عدالت نه وړاندې حراست مرکز ته یوړل شوی دی.

د اولاډز رېډزېن رشته دارانو د اتوار/یکشنبې په ورځ آر اېف اي/آر ال ته وویل چې هغه د اکریسڅینا حراستي مرکز ته لېږدول شوی او د ګل/دوشنبې په ورځ به ورباندې مقدمه وچلیږي.

د اسوشیټډ پرس خبري ادارې د رپوټ له مخې، د بېلاروس د صحافیانو انجمن هم ویلي چې پولیسو اولاډز رېډزېن پولیسو ګرفتاره کړی دی.

د رېډزېن رشته داران وایي چې هغه د جمعې ورځې راوروستو، د چا سره رابطه نده نیولې. د اتوار/یکشنبې په ورځ یې رشته داران کور ته ورغلي او هلته یې لیدلي چې د رېډزېن کور سرچ/لټول شوی دی. د هغو وینا ده چې کله کور ته یې ننوتل، ویې لیدل چې ټول شیان په مځکه پراته و، او لېپ ټاپ او کېمره یې موجوده نه وه.

رشته دارانو زیاته کړې، په آخره کې دوی ومونده چې رېډزېن د اکریسڅینا حراستي مرکز ته لېږدول شوی، چېرته چې ډېرو بندیوانانو هلته کې د خپلې شکنجې او ځورول کېدو قصې کړي دي.

اولاډز رېډزېن د ۲۰۲۰ کال د اګسټ ۲۹مې پورې د آر اېف اي/آر ال رسنۍ بېلاروس سروس ته کار کولو، او بیا یې منظورنامه لغوه شوه. د هغه وخت راهیسي، رېډزېن د یو فريلانس جرنلسټ په حیث کار کړی دی.

د بېلاروس د صحافیانو انجمن هم دا ویلي چې رېډزېن په مېنسک کې د عدالتي کاروایۍ نه مخکې یو حراستي مرکز ته وړل شوی دی، مګر د دې حراستي مرکز د نوم په حقله یې څه ندي ویلي. دې انجمن زیاته کړې چې په اولاډز رېډزېن باندې د لګېدل شوي تورونو په اړه کوم معلومات نشته، او د اې پي د رپوټ ترمخه، هغه وکیل ورسره د کتلو موقع هم نده ترلاسه کړې.

رېډزېن په ۲۰۲۰ کال کې د یوې مظاهرې د فلم جوړولو په خاطر ګرفتاره شوی و، چې هغه مظاهره د لانجمنو صدارتي انتخاباتو په نتیجه کې پېښه شوې وه. رېډزېن هغه مهال یوولس (۱۱) ورځې په بند کې تېرې کړې.

یاده احتجاجي مظاهره پس له هغه شوې وه چې د بېلاروس آمر مشر الکزنډر لوکاشینکو په انتخاباتو کې د کامیابۍ اعلان وکړ. حزب اختلاف او ډېرو مغربي حکومتونو ویل چې هغه انتخابات جعلي و.

اولاډز رېډزېن د بېلاروس مطبوعاتو کې د تصویر اخیستو جایزه ګټلې ده او د هغه په لاس ایستل شوي تصویرونه په نړېوالو رسنیو او خبري ادارو کې هم چاپ شوي دي.

XS
SM
MD
LG