لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت: منظور پشتين وايي د سيند حکومت ورسره خبرې پېل کړي


منظور پشتين په کراچۍ کې د پي ټي اېم ااحتجاجي پرلت ته وېنا کوي
منظور پشتين په کراچۍ کې د پي ټي اېم ااحتجاجي پرلت ته وېنا کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، د سيند اسمبلۍ مخې ته د احتجاجي پرلت اووه ورځې ورځ پس د سيند حکومت د پي ټي اېم د زمه وارو سره خبرې روانې کړي دي.

دغه خبره نوموړي تير د اتوار/ يکشنبې په ماسخوتن (20 فرورۍ) احتجاجي پرلت ته په وېنا کې کړې ده.

په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د پي ټي اېم د احتجاجي پرلت نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (21 فرورۍ) نهمه ورځ ده کوم پرلت چې د پي ټي اېم د مخکښ او قومي اسمبلۍ غړي علي وزير او پي ټي اېم پرضد په کراچۍ کې د جوړو مقدمو د ختمولو او علي وزير د خوشي کولو دپاره پېل کړی شوی دی.

پي ټي اېم د دغه پرلت د لارې د سيند حکومت نه په کراچۍ کې پښتنو ته د ورپېښو 18 نورو مسلو هوارولو غوښتنه هم کوي.

منظور پشتين وويل، د پي ټي اېم زمه وارو د سيند حکومت استازو ته ویلي چې يو به مذاکرات رسمي وي او بل دا چې د علي وزير د خوشي کولو سره به نورې ټولې مسلې هوارولی شي.

د پي ټي اېم يو مشر چې د حکومتي وزیرانو سره په خبرو کې شامل وو، د نوم نه ښکاره کولو په شرط يې وي او اې ډيوه ته وويل، په سيند صوبه کې د واکمنه پيپلز ګوند د حکومت دوه وزیرانو ورسره ليدلي، او د علي وزير د روانو قضيو او د دوی د نورو غوښتنو په سر یې ورسره خبرې کړي دي.

نوموړي وویل، دوی د حکومتي وزیرانو نه لومړۍ غوښتنه د علي وزير د خوشي کولو او مقدمو ختمولو کړې ده، او وزيرانو ورته د دغه غوښتنې سره د پرلت د نورو غوښتنو په اړه باور ورکړی او په دې سلا شوي دي چې په دغو غوښتنو د خبرو کولو دپاره به کمېټيانې جوړولی شي.

هغه زياته کړه حکومتي وزيرانو ورته د مثبتو نتيجو باور ورکړی خو نوموړي وویل، د پي ټي اېم پرلت به د دوی د غوښتنو منلو پورې روان وي.

د سيند صوبايي حکومت په رسمي ډول د دغو خبرو په اړه څه نه دي ويلي، او له دې وړاندې حکومتي وياند مرتضا وهاب ويلي وو، د علي وزير قضيې په عدالت کې دي د حکومت ورسره کار نشته .

خو د پي ټي اېم مشر منظور پشتين وايي، د سيند صوبايي حکومت اختیار لري چې د علي وزيراو پي ټي اېم پرضد جوړې مقدمې بيرته واخلي. هغه د دغه کار دپاره په پنجاب صوبه کې د پاکستان تحریک لبېک ډلې پرضد د جوړو مقدمو بيرته اخستو حواله ورکوي او ورسره د خړ کمر په پېښه کې د جوړې مقدمې بيرته اخستو يادګېرنه هم کوي.

په کراچۍ کې پي ټي اېم احتجاجي پرلت په داسې حال کې پېل کړی چې علي وزير د کال 2020 راهسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، د 2020 کال د دسمبر د میاشتې په مقدمه کې هغه ته د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی، د 2018 کال د مې د میاشتې په مقدمه کې يې عدالت د ضمانت خواست رد کړی او اورېدنه روانه ده او په (14 فرورۍ) په کراچۍ کې بل عدالت د کال 2019 د جنورۍ د میاشتې په مقدمه کې د علي وزير د نيولو امر کړی دی.

که څه هم د پاکستان د پوځ پخواني وياند مېجر جنرل اصف غفور څو ځله دا خبره هم کړې وه چې د پي ټي اېم ځينې غوښتنې سمې دي خو په يوه خبري غونډه کې يې په پي ټي اېم تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم ته د بهر هېوادونو څخه پېسې مېلاويږي.

هغه تور پورې کړی وو چې پي ټي اېم د غليم په لمسه د پاکستان د پوځ د بدنامولو کوششونه کوي.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په خپله هم ويلي وو چې دوی د هايبرډ جګړې سره مخامخ دي او د هېواد د زلمی کول يې بې لارې کول کيږي.

خو منظور پشتين تل دغه دریځ خپل کړی چې په دوی هم تورونه لګي او دوی ته هم ويل کيږي چې دوی تورونه لګوي، هغه وويل د دوی سره دې کښېني دوی به ورته د تورونو ثبوتونه وړاندې کړي او که په دوی (پي ټي اېم) تورونه ثابت شو، درغژن کړی شوی چې کومه سزا یې خوښه وي، هغه دې دوی ته ورکړی شي.

پي ټي اېم وايي د پښتنو د حقونو دپاره د پاکستان د ايين او قانون لاندې پرامنه مبارزه کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG