لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: په بمي چاودنه کې د امن کمېټۍ مشر وژل شوی


د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې يوه بمي چاودنه شوې چې پکې ځايي مشر او د امن کمېټۍ پخوانی غړی وژل شوی دی.

د ټانک پوليسو پېښه تاييد کړې او د جنډولې سیمې پولیسو مشر یا ایس ایچ او طاوس خان په وېنا تیر ماښام د جنډولې په سور کلي علاقه کې ځايي مشر او د امن کميټۍ پخواني غړي نصرالله د کور مخې ته په هغه چاودنه شوې چې له امله يي نوموړی پکې ژوبل شوی وو او وروستو يي په ټانک روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د دغې پيښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

له دې وړاندې هم په هغه وسله وال بریدونه شوي چې زمه واري یې زیاتره تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې وه.

ځايي خلک وايي چې وژل شوی مشر په سيمه کې د امن لښکر فعاله غړی پاتې شوی او شخصي دوښمني یې هم لرله.

پولیس وايي مقدمه د نامولومو کسانو پضد درج کړی شوې او د پېښې وروسته يې په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي.

د پولیسو افسر وي او اې ډيوه سره په خبرو کې زیاته کړه دا نه شي ويلی چې د هغه د وژنې تر شا د چا لاس دي.

نصرالله د ټانک ضلعې د جنډولې کړيوام اوسېدونکی او په قوم بېټنی وو. د لیویز ځواک څخه ریټايرډ وو. او د بیټني یو زیلي څانګې نعمت خېل قبیلې مشر وو.

ځايي خلک وايي هغه د ترکستان بیټني په مشرۍ په کال 2007م کې د هغه وخت پاکستاني طالبانو مشر بېت الله مسید او د هغه پلویانو پرضد لښکر جوړ کړی وو. او هغه د دغه لښکر سر سالار وو.

ويل کيږي هغه د طالبانو سره نښتې هم شوې چې پکې دواړو غاړو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې وې. د علاقې یو تن خان امیر وویل دا پیښه تیر ماښام شوې هغه وویل نصرالله په علاقه کې امن خوښونکی مشر او د تندروۍ پضد د حکومت ملاتړی وو.

مخکنۍ نیمه قبايلي علاقه جنډوله چې ځايي مشر پکې وژل شوی د جنوبي وزیرستان په پوله پرته علاقه ده د پاکستان پوځ په کال 2009 کې دغلته د راه نجات په عملیات کړي عملیات کړي،خو له دې وړاندې هم وخت په وخت دغلته ځايي مشران په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.

تېره ورځ په شمالي وزيرستان کې يوه هدفي برید کې دوه وروڼه وژل شوي وو.

په جنوبي او شمالي وزيرستان کې تازه پېښو ځايي خلک اندېښمن کړي چې پوځ د سيمې پاکولو ادعا کړې او د پوځي عملیاتو له امله کډوال شوي خلک يې راستانه کړه اوس بيا څنګه دغه ډول پېښې رامنځته کيږي.

د پاکستان پوځ په کال 2009م کې په جنوبي وزيرستان او په کال 2014م کې په شمالي وزيرستان کې د حکومت مخالفه وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات کړي وو.

د دغو عملياتو څخه د سيمې نه د لکونو په شمېره کې خلکو کډې کړې وې خو د عملياتو څه موده وروسته پوځ ادعا کړې چې سيمې يې د وسله والو تندلارو څخه پاکې کړي او خلکو ته يې بيرته خپلو علاقو ته د راستنېدو ويلي وو.

د سيمې خلک وايي وزيرستان ته خلک په ډېرو چيک پوستو تيريږي بيا دغلته ترهګر څنګه و ررشي چې عام خلک په نخښه کوي.

ځايي خلک د علاقې په امنیت پوښتنې راپورته کوي خو پوځ ادعا کوي چې په ملک کې يې د عملیاتو په پایله کې د ملک زياترو برخو نه د ترهګرو ډلو څخه په پاکولو کې بريالي شوي دي.

پوځ دغه ادعاوې په داسې حال کې کوي چې د روانې میاشتې په اوومه نیټه په کرمه قبایلي ضلع کې پینځه پاکستاني عسکر وسله وال برید کې وژل شوي وو. د دغه برید زمه داري پاکستان طالبانو تحریک په غاړه اخستې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG