لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د علي وزیر خوشي کولو دپاره د پي ټي اېم پرلت په 16م ورځ دوام لري


منظور پشتين په کراچۍ کې پرلت ته وېنا کوي
منظور پشتين په کراچۍ کې پرلت ته وېنا کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) لخوا په کراچۍ کې د سيند اسمبلۍ مخې ته د قامي اسمبلۍ غړي او پي ټي اېم د مخکښ علي وزير د خوشي کولو دپاره احتجاجي پرلت په 16م ورځ دوام لري.

تيره شپه دغه پرلت ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين يو ځل بيا هغه خبره تکرار کړه، چې دغه پرلت په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند د حکومت نه غوښتنه کوي چې د علي وزیر پرضد جوړې مقدمې بيرته واخلي.

د نوموړي په وېنا دوی کومه غېر قانوني غوښتنه نه کوي بلکې د پاکستان د قانون (تعزیرات پاکستان) د 494 مادې لاندې صوبايي حکومت واک لري چې هره مقدمه چې معقوله نه وي، بيرته اخستلی شي.

هغه وويل د دغه قانون لاندې د خېبرپښتونخوا حکومت د خرکمړ مقدمه او د پنجاب حکومت د تحریک لبېک پرضد جوړې مقدمې بيرته اخستې دي.

خو په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري په (21 فرورۍ) په پېښور کې خبريالانو سره په خبرو کې ويلي وو، هغه د وړومبۍ ورځې نه په هر ځای کې د علي وزير او د هغه د ملګرو دپاره غږ پورته کړی دی، او په راتلونکې کې يې هم دغه اراده ده.

هغه ويلي وو"د علي وزير په قضيه کې قانوني عمل روان دی، هغه دې خپل کړی شي"، او د هغه ملګري چې احتجاج کوي، هغه خپل حکومت ته ويلي چې د دوی خبرې وکړي او خبرې به ورسره کوي".

پرون د پي ټي اېم پرلت ته د عوامي نيشنل ګوند د سيند صوبې مشر شاهي سيد سره د ګڼو ملګرو ورغلی او پرلت ته په وېنا کې يې وويل، د دغه پرلت د لارې "ستاسو پېغام روان دی، ستاسو غږ رسېدلی، رسي او په دې به خبره کوي".

په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت
په کراچۍ کې د پي ټي اېم پرلت

پرون د اتوار په ورځ په کراچۍ کې د پي ټي اېم د پرلت په ملاتړ د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو په ګډون په بېلابيلو برخو او بلوچستان صوبه کې هم احتجاجي مظاهرې شوي او د علي وزیر د خوشي کولو غوښتنه يې کوله.

علي وزير په کال 2020 کې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې نيول شوی، د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي کړی شوی، او په دغه مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی خو دا وخت د هغه پرضد دوه نورې مقدمې رواني دي او بندي دی.

پي ټي اېم د روان پرلت د لارې په کراچۍ کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو هوارولو غوښتنه هم کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG