لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین په هکله د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلې بېړنۍ غونډه – وروستي جزئیات


اېسوشیټډ پرس - د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلې کې نن د ګل/دوشنبې په ورځ د اوکراین په اړه ځانګړې بېړنۍ غونډه روانه ده او د نړۍ قریب دوه سوه ملکونه په کې د اوکراین د جګړې جاج اخلي. دا په تېرو څو لسیزو کې اول ځل دی چې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبله بېړنۍ غونډه جوړوي.

په دې ناسته کې د اوکراین استازي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وویل چې که د هغه ملک ونه ژغورل شي، عالمي امن به پاته نشي او جمهوریت به ناکامه شي.

د اوکراین سفیر سرګي کېسلیڅیا پخپلې وینا کې وویل: «مونږ مجبوره شوو چې دا بېړنۍ ځانګړې غونډه راوبلو، ځکه د پوټین د دې حکم نه وروسته چې د روس اېټمي وسلې دې آماده وساتل شي، نړېوال امن ته د خطرې کچ د دویمې عالمي جګړې حد او یا تر هغه هم لوړ حد ته رسېدلی. دا څه لېونتوب دی؟»

هغه همدا راز وویل چې اوکراین «همدا اوس هم د خپل او هم د ټولې نړۍ د آزادۍ او امن قیمت ورکوي.»

بل اړخ ته په ملګرو ملتونو کې د روس سفیر واسیلي نېبېنزیا دا شکایت وکړ چې ګني د هغه د ملک اقدامات غلطه معنا کیږي.

د روس سفیر بیا هم د خپل ملک په موقف ټینګار وکړ چې ګني ماسکو د اوکراین د دوو بېلتون غوښتونکو سیمو – لوګانسک او دونېڅک – په دفاع کې "خاص پوځي عملیات" پیل کړي خو دا اقدام یې ګني په غلطه معنا کیږي.

په داسې حال کې چې په اوکراین باندې د روس حملې جاري دي، یوې خوا ته د بېلاروس په سرحدي سیمه کې د روس او اوکراین ترمنځ مذاکرات پیل شوي او بل اړخ ته د ملګرو ملتونو دوو مجلسونو – هم د امنیت شورا او هم جنرل اسمبله – دواړو د اوکراین په حواله فوري غونډې رابللي دي. په جنیوا کې هم د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کونسل د دې کونسل د بېړنۍ ناستې په حق کې رایه ورکړې ده.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انټونیو ګوټېرېش وویل چې نړۍ اوس امن غواړي. هغه زیاته کړه: «اوس دستي، ټوپک د خبرو ځای نیولی دی، خو د ګفتګو دپاره باید همیش لاره پرانېستې وي.»

د ملگرو ملتونو په دې جاري ناسته کې به د ملګرو ملتونو ټولو غړو ته چې شمېر یې ۱۹۳ ته رسیږي، د اوکراین جګړې په اړه د خبرې کولو موقع ورکړی شي او بیا به د دې هفتې په پای کې یو قرارداد د ملګرو ملتونو ټولو غړو رایې اخیستې ته وړاندې شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG