لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د پي ټي اېم سره د حکومت مذاکرات،يو فعال ته يې د عمر بند سزا اورول شوې


 د سيند اسمبلۍ مخې ته د پي ټي اېم او حکومتي وزير مذاکرات
د سيند اسمبلۍ مخې ته د پي ټي اېم او حکومتي وزير مذاکرات

په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پرلت د سيند اسمبلۍ مخې ته دوام لري، په سيند صوبه کې د پاکستان پيپلز ګوند حکومت د پي ټي اېم سره مذاکرات پېل کړي او بل لور ته د ترهګرۍ ضد عدالت د پي ټي اېم يو فعال ته د عمر بند سره د جرمانې سزاګانې اورولې دي.

د سيند اسمبلۍ مخې ته پي ټي اېم د قامي اسمبلۍ غړي او غورځنګ د مخکښ مشر علي وزير د خوشي کولو او نورو غوښتنو دپاره د 13 فرورۍ نه پرلت پېل کړی دی.

تيره شپه (په دوېم مارچ) د پي ټي اېم د سيند صوبې مشر نور الله ترين د پرلت په ځای کې وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، د سيند صوبايي حکومت د توانايۍ وزير امتياز شېخ او ورسره د عوامي نيشنل ګوند د صوبې مشر شاهي سيد ورته راغلي او د دوی د غوښتنو او پرلت ختمولو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

هغه وويل، په دې خبره وشوه چې نن د زیارت په ورځ به د پي ټي اېم او د صوبايي وزير او قانون پوهانو بیا ليدنه کيږي، او مذکرات به کولی شي.

"د علي وزير او د پي ټي اېم د نورو غړو پرضد د جوړو مقدمو بيرته اخستو په خبره مونږ ولاړ يو، که دوی صوبايي حکومت مقدمې بيرته اخستې بيا ورسره مونږ خبره په مخکښې کوو، او که په پټه کهاته کې يې دا خبره کوله، دوی به د اخرې پورې، لکه چې 18 ورځې ولاړ وو، دغسې به 18 مياشتې په خپله مونږ په دې پرلت کې ولاړ يو".

پي ټي اېم چې د دغه پرلت د لارې د علي وزير او پي ټي اېم پرضد د جوړو مقدمو ختمولو سره په کراچۍ کې پښتنو ته د ورپېښو مسلو هوارولو غوښتنه کوي، علي وزير ته په يوه مقدمه کې د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی، په يوه مقدمه کې يې عدالت د ضمانت خواست رد کړی او په وروستيو کې په درېمه مقدمه کې د ګرفتارولو وروسته یې اورېدنه پېل شوې ده.

له دې وړاندې په سيند صوبه کې د واکمنه پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ويلي وو، د علي وزير پرضد جوړې مقدمې په عدالت کې روانې دي او په دغه لړ کې به قانون عملي کول وي.

بل لور ته پرون د شورو په ورځ (دوېم مارچ) د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت د پي ټي اېم فعال مولانا طاهر ته د ترهګرۍ ضد مادې سره د بېلابيلو مادو لاندې په جوړه مقدمه کې دوه ځله د عمر بند، او په نورو مادو کې ټول د 14 کاله بند د سزا سره د څلور لاکه روپو جرمانه اورولې ده.

د عدالتي سزا په اړه د نوموړي وکیل قادر خان اېډوکېټ وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وویل، مولانا طاهر په دغه مقدمه کې نهه میاشتې بند تېر کړی او بيا په ضمانت خوشی شوی وو.

هغه وویل دوی به اوس د دغه فېصلې پرضد هايکورټ ته ځي.

دغه مقدمه چې مولانا محمد طاهر ته پکې سزا اورول شوې، دا د کال 2019 د جنورۍ په 23 د کراچۍ په ارټلري مېدان تاڼه کې هغه وخت درج شوې وه چې کله پي ټي اېم د خپل فعال عالمزېب مسيد د خوشي کولو دپاره د کراچۍ پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې وه.

د کراچۍ د ترهګرۍ ضد دوېم نمبر عدالت هغه دی چې په وروستيو کې يې د علي وزیر په يوه بله مقدمه کې د ګرفتارولو امر کړی وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG