واشنګټن – د اوکراین چارواکي وايي، روسي ځواکونو د اوکراین اینرهودر ښار ته څېرمه د اروپا تر ټولو ستره د اټومي انرژۍ بټۍ تر بمباریو وروسته نیولې.
په شویو راکټي بریدونو کې اور هم لګېدلی وو چې بیا وروسته د اوکرایني چارواکو په وینا کنټرول شو.
د اوکراین اټومي څارونکو ویلي، له بټۍ څخه وړانګې نه دې خپرې شوي او زیاتوي چې د بټۍ کارکونکو په خوندي توګه د بټۍ چلولو ته دوام ورکړی.
اینرهودر د برېښنا د تولید یو مهم ښار دی چې له کیېف څخه نېږدې ۷۰۰ کیلومټره جنوب ختیځ لوري ته په ډنیپر سیند باندې پروت دی.
په دغې بټۍ کۍ د اوکراین ۲۵ فېصده برېښنا تولیدېږي.
اسوسېټېډ پریس راپور ورکړی چې زېپوریژیا اټومي بټۍ باندې برید کې درې اوکرایني سرتیري وژل شوي.
سپینې مانۍ د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د امریکا ولسمشر جوبایډن د اوکراین له ولسمشر ویلادمیر زیلېنسکي سره په خبرو کې د اټومي بټۍ د اور په اړه ځان خبر کړی.
د بایډن ادارې له کانګرس څخه د لس بیلینه اضافي پېسو غوښتنه کړې چې اوکراین او شاخوا سیمو ته پرې نورې بشري، امنیتي او اقتصادي مرستې په راتلونکو ورځو او اونیو کې ورسوي.
د سپینې ماڼۍ د بودېجې د تنظیم د دفتر سرپرستې شلنډا یانګ وویل، دغه پیسې په به دفاعي وسایلو، د خوراکي توکو بیړنۍ مرستو، په ګاونډیو هېوادونو کې د امریکايي سرتیرو په دېره کولو او د سختو بندیزونو په عملي کولو باندې ولګول شي.
نور بندیزونه:
واشنګټن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د روس د ولسمشر ویلادمیر پوتین په داخلي حلقه باندې بل دور بندیزونه هم ولګول.
بایډن وویل، "نن زه اعلان کم چې مونږ په لسګونو نور کسان لست ته اچوو چې په هغو کې د روس یو تر ټولو بډایه بیلیونېر هم شامل دی او زه امریکا ته تر ۵۰ زیاتو روسي بډایه سوداګر چې په سیاست هم اغیز لري، د هغوی کورنیو او نېږدې ملګرو په سفرونو باندې بندیز لګوم."
هغه دا هم وویل، چې مونږ د اوکراین له خلکو سره خپلو نېغ په نېغه مرستو ته هم دوام ورکوو.
په بندیز لګول شویو کسانو کې د روس یو له بډایو کسانو او د پوټین له ملاتړو څخه الېشیر عثمانوف هم شامل دی.
جرمن چارواکو د هغه یوه ۵۱۲ فوټه بیړۍ هم نیولې چې ارزښت یې نېږدې ۶۰۰ میلیونه ډالره کېږي.
بندیزونه همدارنګه د پوتین په پخوانیو ملګرو لکه د هغه د جودو په یو ملګري او د پوتین د مطبوعاتو په مسول ډیمیټري پېسکوف باندې هم لګېدلي.
د جګړې په ډګر:
د ماسکو هغه هڅه چې غوښتل یې په چټکۍ سره د اوکراین پلازمېنه ونیسي ظاهرا درېدلې خو روسي پوځ په جنوب کې د پام وړ لاسته راوړنې لري چې له امله یې له تور سمندر او ازوف سمندر سره ددغه هېواد نښلېدل پرې کېږي.
سیمیزو حکومتي چارواکو او روسي پوځ د سرحدي ښار خېرسان نیول تایید کړي دي. دا لومړنې ښار دی چې د یرغل راهیسې د اوکراینیانو له لاسه وځي.
د برتانیې د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، د خارکیېف، چرنېهېف او میریپول ښارونه د روسانو له بریدونو سره سره تر اوسه د اوکراینیانو په لاس کې دي.
د خېرسان ښاروال ویلي، چې روسي سرتېرو د خېرسان ختیځ ته د مېرېپول ښار کلابند کړې ددې لپاره چې اوکراین تجرید کړي.
هغه دا هم وویل، روسان د اورګاډو په سټېشنونو باندې بریدونه کوي تر څو ملکي خلک له وتلو څخه منعه کړي او همدارنګه په دغو بریدونو کې اوبه او برېښنا بنده شوې ده.
په ورته وخت کې دواړو غاړو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په بیلروس کې د سولې دوهم پړاو خبرې کړي په کومو کې چې په دې موافقه شوې چې داسې بشري لارې به جوړوي چې ملکيان پرې په خوندي توګه وتلی شي. یوکراین په دغو خبرو کې د یو اوربند غوښتنه کوله.
د روس د بهرنیو چارو وزارت سرګې لاوروف د زیارت په ورځ خبریالانو ته ویلي، روسي ځواکونه به د اوکراین د پوځي زېربنا وېجاړولو ته دوام ورکړي او خپل ګاونډي ته به دا اجازه ور نه کړي چې روس ته پوځي ګواښ جوړ کړي.
په همدې ورځ د روس ولسمشر ویلادمیر پوتین د فرانس له ولسمشر ایمانوېل مکرون سره په خبرو کې ویلي، چې روس به هرو مرو خپلې موخې ترلاسه کوي چې په هغو کې د اوکراین بې پوځه کول او خنثی کول دي چې له هرې ممکنه لارې څخه وي.