لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپولیسو دچاپې پرضد اسلام اباد کې دشمالي کوریا دسفارتخانې احتجاج


اسلام اباد کې دشمالي کوریا سفارتخانې دپاکستاني پولیسو لخوا پخپل سفارت چاپه د ویانا کنونشن سرغړونه ګرځولې اؤ په دې پېښه یې کوټلی احتجاج کړی دی.

دپاکستاني ورځپاڼې ډان په یو رپورټ کې ویل شوي چې پولیسو دا چاپه د روانۍ اوونۍ پیل کې دشمالي کوریا په سفارتخانه وهلې وه.

دشمالي کوریا حکومت اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر لا په دې اړوند کوم رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی.

ورځپاڼه خپل رپورټ کې لیکي چې دشمالي کوریا سفارتخانې ددې پېښې پرضد داسلام اباد دپولیسو سرلښکر یا ایي جي ته یو احتجاجي لیک استولی اؤ په دې لیک کې ویل شوي چې په اووم مارچ اووه پولیس په سفارتخانه ورختلي اؤ دغلته یې لټونه یا تالاشي کړې ده.

لیک کې ویل شوي چې سفارتي عملې دچاپې په مهال پولیسو ته ور یاده کړې وه چې دسفارتخانې ساحه دشمالي کوریا خپلواکه سیمه ده اؤ دوئ باید دلته عملیات ونه کړي خو وایي پولیسو دټوپکو په زور دسفارتخانې مامورین ویرولي اؤ د کوټو تالاشي یې اخستې ده.

ډان ورځپاڼې پخپل دې رپورټ کې دپولیسو دسرچینو له خولې ویلي چې چاپه په سفارتخانه کې دشرابو د موجودیت په اطلاع وهل شوې ده اؤ داسلام اباد دپولیسو مشر ددې پېښې دپلټنو امر کړی اؤ په درېوؤ ورځو کې یې رپورټ غوښتی دی.

(د ډان ورځپاڼې په مننه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG