لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د پښتون ځوان په ډزو د وژنې په تور دوه پوليس نيول شوي


د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ کې يو پښتون ځوان په ډزو وژل شوی او مقدمه يې د دوه پوليسو پرضد درج شوې او پوليس چارواکو ويلي، تورن پوليس بيا نيول شوي دي.

د يادې پېښې مقدمه د کراچۍ په ګبول تاڼه علاقه کې درج کړی شوې ده، دغه پېښه پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (14 مارچ) په نوې کراچۍ علاقه کې رامنځته شوې ده.

مقدمه چې د وژل شوي هلک (اسماعيل اکاخېل) د تره زېدي ګل په مدعيت کې درج شوې، پکې ويل شوي وراره یې د توليې په کارخانه کې کار کولو او د غرمې د ډوډۍ خوړولو وروسته کارخانې ته بيرته روان وو، او په لار کې دوه پوليسو توصيف الرحمان او عبدالعلي پرې ډزې کړي، هغه ژوبل شوی او بيا يې په جناح روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د وژل شوي هلک پلار عالم ګل وي او اې ډيوه ته ویلي، زوی یې د توليه په فېکټرۍ کې کار کولو، او هغه تراوسه پورې هيڅ ډول جرم نه دی کړی، او نه کله پوليسو نيولی دی.

د يادې پېښې پرضد پښتون ژغورنې غورځنګ احتجاج کړی او د پي ټي اېم د کراچۍ مشر نور الله ترين وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ويلي، د پښتنو سره په کراچۍ کې زياتی کيږي وژنې يې روانې دي.

هغه ويلي، په وروستيو کې د پي ټي اېم د پرلت په مهال دوی د سیند حکومت سره په خبرو کې دغه غوښتنه کړې وه چې د دغه ډول پېښو مخنيوی وشي، خو د پي ټي اېم د پرلت څو ورځې وروسته بيا تن په جعلي مقابله کې ووژل شو.

پي ټي اېم د يادې پېښې وروسته احتجاجي مظاهره کړې او د انصاف غوښتنه يې کوله.

د نوموړي په وېنا پوليسو اول د دغه پېښې نه انکار کولو خو د دوی د احتجاج وروسته بيا مقدمه درج کړی شوې ده.

وروسته بيا پوليسو منلې چې په پېښه کې تورن پوليس نيول شوي او تحقيقات پېل کړی شوي دي.

په کراچۍ کې له دې وړاندې هم دغه ډول پېښې رامنځته شوي دي.

د تير کال 2021 د دسمبر مياشت کې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي ځوان ارسلان په ډزو د وژنې تور هم په پوليسو لګول شوی او بيا پکې د علاقې د پولیس مشر او يو سپاهي او يو بل تن نيول شوي او پرضد يې مقدمه درج شوې او دغه مقدمه هم اوس په عدالت کې روانه ده.

په کال 2018 کې د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد په پولیس مقابله کې وژنې ته پوليسو په خپله جعلي مقابله ویلي وو چې د هغه وخت د ملير ضلعې د پولیسو مشر راو انوار جعلي مقابله کړې او نقيب مسيد يې وژلی وو. د نقيب مسيد د وژنې مقدمه د راو انوار سره د 25 کسان پرضد درج شوې او دغه مقدمه هم اوس په عدالت کې روانه ده.

(په دې خبر کې ځينې مالومات په کراچۍ کې د ډيوه خبريال زوالفقار بېټني شريک کړي دي).

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG