لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امريکا کې د افغانستان سفارتخانه او کونسلګرۍ تړل کيږي


په امريکا کې افغانستان سفارتکارو ويلي دوي په امريکا کې سفارتخانه،د نيويارک او لاس اېنجلس قونصلګرۍ د مارچ د 23مې نه بندوي.

د ګل په ورځ امريکايي چارواکو د افغانستان سفارتکارو سره ليده کاته کړي او د دوي سره يې په دې اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې چې تېر کال د اګست په پينځلسمه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي او له دې وروستو د کابل چارواکو او واشنګټن کې د افغان سفارتکارو ترمنځ تاو تريخوالی ليدل کېږي.

د وي او اې د خبر ترمخه سفارتخانه او قونصلګرۍ به په حفاظتي توګه د امريکا د بهرني سفارت د چارواکو واک ته لاړې شي خو په امريکا کې مېشت افغان سفارتکار بيا دا هم وايي چې درې رنګه بېرغ به په دې ودانيو موجود وي کوم چې طالب چارواکو په سپين بېرغ بدل کړی دی.

په امريکا کې شاوخوا 100 افغان سفارتکارانو کار درلود په کوم کې چې زياترو يا په امريکا او يا په کېنېډا کې د پنا درخواستونه ورکړي دي خو لا هم 25داسې سفارتکار موجود دي چې دوي به د اپرېل د 23مې نه وړاندې خپل د مهاجرت يا کډوالۍ هويت بدلوي.

له دې وړاندې امريکايي چارواکو افغان استازې عديله راز ته ويلي وو چې د افغانستان د استازې په حېث خپل کار روان وساتي.

امريکايي چارواکو ويلي چې د افغانستان سفارتي مشن د مالي ستونزو سره مخ دی او دوي د اکتوبر 2021م نه وروسته تنخاګانې نه دي ترلاسه کړي.

د طالب چارواکو په واک کې د راتلو وروستو امريکا لومړی هېواد دی چې دلته د افغانستان سفارت بندېږي، د يورپ پشمول نورو هېوادونو کې لا هم د افغانستان سفارتي استازي کار کوي.

که څه هم تېر حکومت ختم کړی شوی دی خو د افغانستان ولسمشر اشرف غني، د خارجه چارو وزير حنيف اتمر او نور سفارتي چارواکو ادعا کوي چې دوي لا هم په بهر هېوادونو کې د افغانستان نمايندګي کوي.

تېر کال په دسمبر کې ښاغلي اتمر د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتونيوګوتېرس ته په ملګرو ملتونو کې د نوي لنډمهاله افغان مشن تفصيل لېږلی وو خو موجوه لنډمهاله استازي نصير فايق د څوکۍ پرېښودلو څخه انکار کړی وو او ويلي يې وو چې اتمر دا حق نه لري چې نوي استازي وټاکي.

په افغانستان کې د طالب چارواکو په واک کې د راتلو وروستو کوم هېواد دوي په رسمي توګه نه دي منلي او هم دا لامل دی چې په سفارتي کچ د يو شمېر ستونزو سره مخ دي.

په ملګرو ملتونو کې د استازيتوب لپاره د طالب چارواکو له خوا په قطر کې د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين نوم لېږل شوی وو خو د هغې رسمي منظوري نه ده ورکړل شوې.

په دې ټولو مسلو او نوي خبرونو په اړه مو په نیویارک کې په ملګرو ملتونو کې د افغان مشن د چارواکو او استازو سره خبرې وکړې خو هغوي د خپل دریځ ورکولو نه ډډه وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG