لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خوست کې وزيرستاني کډوال: د بيرته ستنېدو په تمه د سختو ستونزو سره مخ یو


په افغانستان کې مېشته د شمالي وزیرستان کډوال وایي د کډوالو د ستنېدو مرحله د سستۍ ښکاره ده او د واپسۍ د اعلان سره سم په زرګونو شمېره کورنۍ د لرې پرتو سیمو نه د خوست ګلانو کیمپت ته راغلي او دوي هیڅ خوراک څښاک نه لري او د واپسۍ په انتظار دي.

د کډوالو د واپسۍ عمل د دسمبر 10م نه پیل شوی او د قدرتي افتونو په وخت د انتظام صوبايي اداره (پي ډي اېم اې) وایي د واپسۍ عمل روان دی هر ورځ د یو سل نه یو نیم سل پورې کورنۍ بیرته راستنې کوي او تر دې مهاله 5000 نه زیاتې کورنۍ د افغانستان نه بيرته ستنې کړی شوي دي او د واپسۍ دا مرحله به تر هغې روانه وي تر څو ټول کډوال بیرته نه وي ستانه کړی شوي.

د افغانستان په ګلانو کېمپ کې مېشت یو وزیرستان کډوال ملک میریان خان وايي، د د واپسۍ د اعلان سره سم د افغانستان په نورو سیمو کې مېشت کډوالو په زرګونو شمېره کورنۍ د خوست ګلانو کېمپ ته راغلي چې د واپسۍ انتظار کوي.

هغه وویل دغه کورنۍ د واپسۍ لپاره کېمپ ته راغلې او دوی دغلته د خوراک څښاک او استوګنې هیڅ انتظام نه لري.

هغه زیاته دوی ته هر ورځ ویل کیږي چې تر اوسه هغه د وړاندې نه رجسټرډ کډوال په بشپړه ډول نه دي واپس شوي او چې کله هغه واپس کړي بیا به د دې نوو کډوالو واپسي پېل کیږي.

خو د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان څخه بيرته د راتلونکو کډوالو دپاره په غلام خان ټول انتظامات شوي، او چې د چا نوم ليکنه شوي وي، ټولې اسانتياوې ورته برابر کړی شوي، د کډوالو د بيرته راتلو او دلته په ځای کولو په عمل کې ډېرې ادارې کار کوي، د دې خلکو تصديق کوي او دغه عمل روان دی.

هغه وويل د ټولو کډوالو د بيرته ستنولو پورې به دغه عمل روان وي.

يو بل کډوال ملک مير قصاب خان وایي پاکستاني چارواکو د دوی سره د ټولو کډوالو بیرته د ستنیدو ژمنه کړې وه.

هغه زیاته کړه په دې مرحله کې د ځینې کورنیو زنانه دغلته پاتې شوي او نارینه یې ترې ستانه شوي دي او د ځینو بیا زنانه ستنې شوي او نارینا یې دغلته پاتې شوي دي.

هغه د شمالي وزیرستان خلکو نه غوښتنه وکړه چې د دوی دغه مشکل لپاره دې د حکومتي چارواکو سره خبره وکړي.

د افغانستان نه راغلي یو بل کډوال ملک بانډلي ویلي په تیرو درې میاشتو کې د افغانستان څخه په زرګونو کورنۍ بيرته راغلي، او بې د اسانتياو او بې د کوم انتظام څخه داسې په ډاګه پراته دي.

نوموړي زیاته کړه دوی غوښتنه کوي چې يا دې خپلې علاقې ته ستانه کړی شي او يا دې ورته دلته اسانتياوې برابر کړی شي.

د پي ډي اېم اې وياند احسان داوړ وايي، د افغانستان څخه د وزیرستاني کډوالو د بيرته ستنېدو عمل د دسمبر د لسمې نه پېل شوی او تر دې وخته پورې نزدې پينځه زره کورنۍ بيرته راغلي دي او په دوی کې د 3000 کورنيو تاييد شوی چې دا کډوال دي.

او نوموړی زیاتوي د کډوالو د نوعيت په تاييدولو يا تصديق کار روان دی، او چې دغه عمل څنګه سر ته رسي د دوی سره به هم مرستې کولی شي،

هغه وويل دغو کډوالو ته په غلام خان پوله لومړۍ اسانتياوې ورکړی شوي او د نورو کډوالو په څیر هرې کورنۍ ته 12000 روپې د خرڅ او اته زره روپې د خوراک ورکولی شي

د شمالي وزيرستان د مرستيال کمشنر دفتر وايي، کډوال راروان دي او د دوی جاج اخستل کيږي او د اسانتياو برابرتيا ورته کولی شي. دفتر ویلي د واپسۍ دا مرحله به د اخري کډوالو تر راتګ روانه وي.

د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان څخه په کال 2014 کې هغه وخت ځايي خلک کډوال شوي چې کله دغلته د ضرب عضب په نوم د وسله والو تندلاو پرضد پوځي عملیات کېده، هغه وخت ويل شوي وو چې د شمالي وزيرستان نه نزدې يو لک کورنۍ کډوالې شوې او 20زره پکې افغانستان ته تللې وې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG