لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان: د بلدياتي انتخاباتو امېدواران وايي بدامنۍ ورته په کمپاين کې خنډ جوړ دی


رضيه مسيد
رضيه مسيد

د قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان د بلدياتي انتخاباتو امېدواران وايي ناامنۍ او کډوالۍ مایوسه کړي دي په داسې حال کې چې په خېبر پښتونخوا صوبه کی د بلدیاتي ټاکنو دویم پړوا د مارچ د میاشتې په 31مه نېټه ټاکل شوی دی.

په خېبر پښتونخواکې شاملو شوو قبایلي سيمو او په ځانګړي ډول د وزیرستان استوګن وايي، د پاکستان د نورو برخو په پرتله وزيرستان ډېر وروسته پاتې او د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ دی چې له وجې ډیرې کورنۍ د خپلو سیمو په پریښولو مجبورې دي او بیرته خپلو سیمو ته نه دي ستنې شوي.

په قبایلي ضلعو او په ځانګړي ډول وزیرستان کې په لومړي وار کیدونکي دغو بلدیاتي انتخاباتو کې د سړو تر څنګ په ګڼ شمېر کې ښځې کانديدانې هم په عامو يا ځانګړو سيټونو یا څوکیو انتخاباتو ته د بېلا بیلو سياسي ګوندونو لخوا برخه اخلي.

د جنوبي وزیرستان ضلعې نه د تحریک اصلاحات ګوند لخوا د لدها تحصیل څوکۍ کاندیده رضیه مسید وایي د تیرې یوې میاشتې نه يې په رسمي توګه خپل سياسي کمپاين شروع کړی دی.

هغه زیاتوي دا ډيره مهمه ده چې ښځې د قبایلي ضلعو په دې بلدیاتي انتخاباتو کې برخه اخلي او د دوی نمایدګي راتلو سره به د دوي ستونزې او مسلې هوارې شي.

د انتخابي کمپاېن په اړه رضیه مسید زیاته کړه، هڅه کوي چې د سېمې ښځو ته ځان ورسوي او هغوي په دې پوهه کړي چې په انتخاباتو کې د ښځو رايې ورکولو یا ووټ اچولو پحقله د دوي بيداري څنګه په راتلونکې کې د دوی د صحت، تعليم، روزګار او د بشري حقونو مسلې هوارولی شي.

هغې زیاته کړه لویې خنډ دا دې چې دغلته نا امني ده او په خلاص مټ لویې غونډې نشې کولی.

هغې وویل دوی ته الیکشن کمیشن لخواه د لویې غونډو نه کولو او کور په کور د کمپاین لارښونه شوې خو دغلته بیا ځينې کاندیدان په خلاص مټ د انتخابي کمیشن سرغړونه کوي او د دوی پرضد ګام نه اخستل کیږي.

په جنوبې وزیرستان کې سرویکې تحصیل د چیرمین د څوکۍ دپاره ازاد کاندید شاه فیصل غازي وايي په راروانو بلدیاتي انتخاباتو کې باېد د سېمې خلک او په ځانګړي ډول ښځې راوړاندې شي. خپل ووټ دې سمو کاندیدانو ته ورکړي چې د نور هیواد د خلکو سره سم ژوند وکړی شي.

هغه وویل، دوي د وړاندې نه د خپل علاقې د خلکو د ستونزو نه خبر دي چې د څښکلو پاکو اوبو، د علاج او صحت بنیادي سهولتونو کموالی، د سکولونو نشتوالی او یو شمیر نور هغه بنیادي ضرورتونه دي چې ځايي خلک يې نه لري. خو تر ټولو لویه ستونزه ناامني ده او د دغه ستونزو د حل لپاره کار کول او د خپلو خلکو غږ جوړیدل د دوي لوې مقصد دی.

هغه وویل د دوی لاره اودرول کیږي لومړی په دوی بې ځایه مقدمه درج کړه چې وروسته یې بیا صوبې ستر عدالت د لارې ختمه کړه اوس د علاقې خلک بې کوره دي او د خپلې سیمې نه لري مېشت دي چې د دوی په کمپاین کې لویې خنډ دی.

د جنوبي وزیرستان د انتخابي کمیشن افسر زین العابدین وویل د انتخابو لپاره ټول انتظامات نیول شوي او که کوم کاندید شکایت لري هغه دې د ثبوت سره الیکشن کمیشن کې خواست جمع کړي په هغه به کاروایي کیږي.

هغه وویل تر اوسه دوی ته کوم شکایت نه دی رپورټ شوی او ټاکنې به په خپل مقرر وخت کیږی او هغې لپاره د سختې سیکورټۍ پلان جوړ کړی شوی دی.

په قبایلي ضلعو کې دا ټاکنې په داسې حال کیږي چې تیره اونۍ په شمالي وزیرستان کې د عوامي نیشنل ګوند د حیدر خېل ویلج کونسل کاندید مصور داوړ د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوې او صوبايي چارواکي وایي تر 15 زره نه زیاتې کورنۍ بې کوره هم دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG