لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو تازه پابندۍ: ښځې د کورنۍ سره پارکونو ته نشي تللی، یوازې سفر نشي کولی


واشنګټن - طالبانو په کابل کې تفریحي پارکونو ته د ښځو او نارینه و په ګډ تګ باندې بندیز لګولی، او ویلي یې دي چې پس د دې ښځې د اتوار/یکشنبې، ګل/دوشنبې، نهې/سې شنبې په ورځو کولی شي پارکونو ته ولاړې شي او نارینه به ورسره نه وي. طالبانو د هفتې نورې څلور ورځې بیا نارینه و ته ځانګړې کړي چې بیا نشي کولی ښځې ځان سره پارکونو ته بوزي. په دې ډول پارکونو ته د کورنیو یوځای تګ باندې قدغن لګېدلی دی. البته د کابل ښار شاوخوا د سېلګرۍ لویو سیمو کې کورنۍ د مېلې جوړولو اجازت لري، مګر ټینګار شوی چې د حجاب خیال به ساتي او د "اجنبیانو" سره به ځانونه نه ګډوي، که نه "قانوني چلند" به ورسره وشي.

دا هدایات د طالبانو په حکومت کې د "امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایاتو اورېدو" وزارت جاري کړي چې د طالبانو سرکاري خبري ادارې هم خپاره کړي دي.

د یو بل خبر تر مخه، طالبانو په افغانستان کې هوایي شرکتونو (ائیرلاینونو) ته ویلي په داخلي او بهرني پروازونو کې دې هغه ښځې نه جهاز ته نه پرېږدي چې نارینه محرم ورسره په سفر کې نه وي. دا خبر د رائټرز خبري ادارې، د دوو ذرائعو د قوله ورکړی دی. دغو ذرائعو ویلي، د طالبانو "امر بالمعروف و نهی عن المنکر" وزارت د خالي/شنبې په ورځ هوایي شرکتونو ته خط لېږلی او دا نوي محدودیتونه یې ورباندې لګولي دي.

د خبر تر مخه، هغه ښځې چې تر دې وړاندې یې ټکټونه اخیستي دي، د اتوار/یکشنبې او ګل/دوشنبې په ورځو ورته د پروازونو اجازت ورکړی شوی و، مګر د شنبې/خالي په ورځ ځینې ښځې چې د پرواز ټکټونه یې درلودل، د ائیرپورټ نه واپس کړی شوې. طالبانو تر اوسه په دې هکله څه وضاحت ندی ورکړی. تر دې وړاندې د طالبانو یو ویاند صرف ویلي و، هغه ښځې چې د تعلیم دپاره بهر ته ځي، باید یو نارینه رشته دار ورسره وي، خو د عادي سفرونو پابندۍ په اړه یې څه نه و ویلي.

د طالبانو له اړخه په ښځو باندې دغه تازه پابندۍ په داسې وخت کې لګول کیږي چې طالبانو افغانستان کې د جینکو هائی سکولونه تړلي او خپلې هغه وعدې یې ترپښو لاندې کړي چې ویلي یې و د جینکو تعلیم به جاري کوي.

د جینکو په تعلیم باندې د پابندیو له امله، نړېوالو طالبان سخت غندلي او امریکا د جمعې په ورځ قطر کې د طالب چارواکو سره یوه اهمه غونډه هم په همدې دلیل فسخه کړله. په دې غونډه کې تمه کېدله چې د افغانستان د اقتصادي بحران او نورو اهمو مسئلو باندې خبرې وشي.

طالبانو تل دا ټینګار کړی چې ښځو ته د "اسلامي شریعت او افغاني کلتور" د اصولو په بنیاد حقونه ورکوي، خو منتقدین وایي د طالبانو فیصلې نه د اسلامي شریعت سره اړخ لګوي، او نه هم افغاني کلتور سره، بلکې طالبان یوه سختدریځه ډله ده چې شریعت او کلتور ټول د خپل نظر نه ګوري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG