لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو د واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ترهګرو او نورو تندلارو ډلو صورتحال څه دی؟


کابل کې د امریکې د سفارت په دېوال باندې د طالبانو بېرغ رسم شوی دی
کابل کې د امریکې د سفارت په دېوال باندې د طالبانو بېرغ رسم شوی دی

واشنګټن - د نړۍ استخباراتي ادارې خبرداری ورکوي چې په افغانستان باندې د طالبانو واک اختیار، په جنوبي ایشیا او ټوله نړۍ کې د ترهګرو او تندلارو ډلو بڼه په بنیادي توګه بدلوي.

د استخباراتي چارو او د ترهګرو سره د مبارزې چارواکي په ځانګړې توګه وایي چې د القاعده سره د تعلقاتو بندولو او د داعش-خراسان غوندې د تررېسټي ډلو د مخالفت په اړه د طالبانو د وعدو باوجود هم چې د ۲۰۲۰ کال قطر لوظنامه کې راغلې وې، د دغسې ډلو د پرمختګ ښکاره شواهد لیدل کیږي.

د امریکا د سنټرل کمانډ مشر پوځي جنرل فرانک مکېنزي د مارچ په ۱۵مه واشنګټن کې د کانګرس غړو ته وویل: "طالبان په دې کوشش کې دي چې په داعش ډلې باندې فشار جاري وساتي. مګر اوس پوهیږي چې دا مشکل کار دی."

جنرل فرانک مکېنزي زیاته کړه چې، "هغوی (طالبان) د القاعده په مسئلې کې چې د هغو سره مخالفت وکړي او کوشش وکړي هغوی محدوده وساتي، ډېر کلک ندي."

د امریکا د سنټرل کمانډ مشر جنرل فرانک مکېنزي
د امریکا د سنټرل کمانډ مشر جنرل فرانک مکېنزي

د ملگرو ملتونو د راپور چې د غړو هېوادونو د استخباراتي ادارو برابر کړی، هم همدا فکرمندۍ څرګندې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي دي: "داسې تازه څه شواهد/علامې نشته چې ګني طالبان دې په ملک کې د خارجي ترهګرو جګړه مارو د فعالیت محدود کولو دپاره څه ګامونه اخیستې وي. برعکس ترهګرې ډلې اوس هلته دومره زیاتره آزادي لري چې په دې وروستي تاریخ کې یې هېڅکله دومره آزادي نه درلوده."

د داسې اندېښنو با وجود ځیني سفارتکارانو، لکه د افغانستان دپاره د امریکا خاص استازي ټامس وېسټ، امید څرګند کړی چې طالبان به د ترهګرو ډلو ضد اقدام وکړي.

ټامس وېسټ د فرورۍ په ۱۵مه د امریکا د سولې په انسټېټیوټ کې وویل، هغه په دې باور لري چې طالبان د داعش ډلې د ترهګرو په ځپلو کې "ډېر صاف نیت" لري.

دا چې طالبان او غټ ترهګر تنظیمونه اوس مهال په افغانستان کې څنګه فعالیت کوي، او په تېرو شپږو میاشتو کې چې امریکا د افغانستانه وتلې ده، دوی څنګه یو بل سره ګوزاره کړې ده، په دې به دلته یو نظر واچوو:

طالبان

طالبان اول ځل په ۱۹۹۴ کې راپیدا شول، ځان ته د افغانستان اسلامي امارت وایي، مشرتابه یې ځان امیرالمومنین ګڼي چې پخپله د طالبانو مذهبي شورا یې ټاکي او د عهدې موده یې د عمر تر آخره ده.

خیال کیږي چې د طالبانو د جګړه مارانو شمېر اوس د اته پنځوس زره او یو لاکهو ترمنځ دی
خیال کیږي چې د طالبانو د جګړه مارانو شمېر اوس د اته پنځوس زره او یو لاکهو ترمنځ دی

د طالبانو اوسنی مشر یا د دوی په وینا، امیرالمومنین یې، ملا هبت الله آخندزاده نومیږي چې تر اوسه هېڅ مېډیا ته نه دی راڅرګند شوی او څوک نه پوهیږي چې چېرته دی. د حکومت چارې یې نګران حکومت ته سپارلي چې د ده په حکم ټاکل کیږي.

د امریکا او د ملګرو ملتونو د نورو غړو هېوادونو د استخباراتو د اندازې ترمخه، د طالبانو د افرادو تعداد د اته پنځوس زره او یو لاکهو ترمنځ (۱۰۰۰۰۰-۵۸۰۰۰) دی چې دا شمېره د جنګي حالاتو او موسمي جنګونو په نسبت بدلېدونکې ده.

د طالبانو سره شاوخوا اته زره نه تر لس زرو (۱۰۰۰۰-۸۰۰۰) پورې خارجي جګړه ماران هم همکار پاته شوي چې اکثره یې اوس د طالبانو طرفداره پاته دي. د طالبانو دفاع وزارت په دې وروستیو کې ویلي چې نیت لري د یو لک و لس زره (۱۱۰۰۰۰) په تعداد یو پوځ جوړ کړي.

د امریکا او ملګرو ملتونو استخباراتي راپورونو کې راغلي چې طالبان اوس هم د القاعده سره نږدې کار کوي او د نورو ترهګرو ډلو سره تعلقات ساتي، او هغوی هڅوي چې د طالبانو په نوي پوځ کې شامل شي.

د سوفان ګروپ په نامه د یوې څېړنيزې استخباراتي ادارې مشر کولېن کلارک وایي چې طالبان ممکن د داعش-خراسان ډلې سره مقابله وکړي، مګر دا به ورته ډېره سخته وي چې داعش-خراسان له منځه یوسي.

طالبان بل اړخ ته دا خبره نه مني چې ګني ترهګرې ډلې به د دوی تر حکومت لاندې خلکو ته کومه مسئله جوړه کړی شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېر سټمبر میاشت کې خبري کنفرنس ته وویل: "مونږ په افغانستان کې هېڅ داسې کس نه ګورو چې د القاعده سره یې تعلق وي. هغه داعش چې په شام او عراق کې موجود دی، دلته کې نشته. مونږ دې حقیقت ته ژمن یو چې د افغانستان د خاورې نه به هېڅ کوم بل ملک ته خطره پېښه نه شي."

داعش-خراسان ډله

په افغانستان کې د داعش ملګرې ډله چې داعش-خراسان هم یادیږي، د طالبانو او د القاعده قسم خوړلې دښمنه ده. مګر د نورو ترهګرو ډلو په شان، د طالبانو د واکمنه کېدو نه ډېره ګټه داعش خراسان ته هم رسېدلې ده. کله چې طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله، نو د جېلونو دروازې خلاصې شوې او د داعش-خراسان سلګونه کسان له بنده خوشې او وتښتېدل.

داعش-خراسان ډله اوس مهال افغانستان کې په قوي کېدو ده
داعش-خراسان ډله اوس مهال افغانستان کې په قوي کېدو ده

د طالبانو کمانډرانو سمدستي د داعش-خراسان پخوانی مشر ابو عمر خراساني اعدام کړ، مګر ډېر نور داعشیان وتښتېدل.

په هغه وخت کې د امریکا پوځي مشرانو ویل چې د جېلونو خلاصېدلو سره، افغانستان کې د داعش ډله چې څو سوه کسان و، تعداد یې لږ ترلږه دوه زره (۲۰۰۰) سخت دریځه جګړه مارانو ته ورسېدل. داعش-خراسان په دې هم تورن دی چې د اګسټ په ۲۸مه یې کابل ائیرپورټ سره خودکشه حمله وکړه، ۱۳ امریکاییان او د ۱۷۰ زیات افغانان یې ووژل.

د ملګرو ملتونود غړو هېوادونو استخباراتو په خپل راپور کې ویلي چې د هغه وخت راهیسي، د داعش خراسان ډلې د جګړه مارو شمار دوه برابره زیات شوی او شاوخوا ۴۰۰۰ ته رسیږي چې ممکن نیمایي یې خارجي کسان وي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې داعش-خراسان د ۲۰۲۰ کال په سر کې ټوله خپل د واک لاندې سیمې د لاسه ورکړې وې، مګر اوس "د افغانستان په ختیځ کې یو وړه سیمه باندې واک اختیار لري" او دا صلاحیت یې پیدا کړی چې "غټې او پېچلې حملې ترسره کړي."

د ځینو استخباراتي ادارو د اندازې ترمخه، داسي هم ښکاري چې داعش-خراسان ډلې ته د داعش اصلي ډلې نه چې شام او عراق کې ده، په تېرو شپږو میاشتو کې څه د پاسه پنځه لاکه ډالر لېږل شوي دي.

امریکاییانو پخوا پیشبیني کړې وه چې داعش-خراسان به په شپږو میاشتو کې دا قابلیت پیدا کړي چې د نړۍ په کچ حملې ترسره کړي، مګر اوس اندازه لګوي چې دا قابلیت به په آینده ۱۸-۱۲ میاشتو کې پیدا کړي.

د القاعده اصلي ډله

د القاعده مشر اېمن الظواهري د اګسټ په آخره کې یو بیان ورکړ چې هغه کې یې طالبانو ته د کامیابېدو مبارکي ورکړه، مګر پس د هغه اکثره د افغانستان په حالاتو خاموش پاته شوی دی. د دې میاشتې په سر کې یو ویډیویي پیغام یې خپور شو چې هغه کې یې "د امریکاییانو شکست" ته اشاره کړې ده.

د القاعده اصلي ډله د اېمان الظواهري تر مشرۍ لاندې ده
د القاعده اصلي ډله د اېمان الظواهري تر مشرۍ لاندې ده

داسې باور کیږي چې پخپله الظواهري په افغانستان کې چېرته پټ دی او د یو شمېر ملکونو استخبارات اندازه لګوي چې د هغه صحت ښه ندی.

ملګرو ملتونو ته پیش کړی شوی یو استخباراتي راپور دا څرګندوي چې د امریکاییانو په وتلو او د طالبانو په واکمنه کېدو سره، القاعده ډلې ډېر مفاد اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه، "د [القاعده] ځینې نږدې خواخوږي اوس مهال د طالبانو په منځ کې د افغانستان د نوې انتظامیې اهمې عهدې په غاړه لري." راپور زیاتوي، داسې ډېر امکانات شته چې د الظواهري ممکنه ځایناستی سیف العدل به د ایران نه د وتلو او په افغانستان کې د مېشتېدو کوشش وکړي.

د ترهګرۍ ضد په برخه کې د مغربي ملکونو ادارې اندازه لګوي چې افغانستان باندې د طالبانو د قبضې مخکې، ممکن د القاعده اصلي ډلې د افغانستان په لږ تر لږه ۱۵ ولایتونو کې څو سوه جګړه ماران درلودل. په سټمبر کې د امریکا یو جګپوړي استخباراتي چارواکي وویل چې "افغانستان ته د القاعده [جګړه مارو او چارواکو] د ورتګ ځینې نښې نښانې" لیدل شوي دي، مګر هغه په احتیاط سره زیاته کړه چې "دا لا ړومبۍ ورځې دي."

که څه هم امریکایي چارواکي په دې فکرمند دي چې القاعده به بیا په خارج کې خپلو حملو باندې ترکیز وساتي، یو تازه راپور چې د امریکا د استخباراتو ادارې د معلوماتو په بنیاد جوړ شوی، وایي چې القاعده د طالبانو په خواهش، ځانونه چوپ نیولي او طالبان چې اوس غواړي حکومت یې په نړېوال کچ په رسمیت وپېژندل شي، شاید د القاعده مشران په بهر کې د حملو کولو نه راوګرځوي.

د بر صغیر القاعده

د القاعده ډلې یوه اهمه څانګه، د بر صغیر القاعده کې ده چې د اصلي القاعده ډلې په اندازه افغانستان کې موجوده ده. د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د استخباراتي اندازو ترمخه، د برصغیر القاعده په افغانستان کې قریب څلور سوه (۴۰۰) جګړه ماران لري چې په غزني، هلمند، کندهار، نیمروز، پکتیکا، او زابل ولایتونو کې خواره دي.

د برصغیر القاعده د افغانستان په شپږو ولایتونو کې جګړه ماران لري
د برصغیر القاعده د افغانستان په شپږو ولایتونو کې جګړه ماران لري

د بر صغیر القاعدې په ډله کې افغانان، د بنګله دېش، پاکستان، هندوستان، او میانمار (برما) شهریان شامل دي چې ویل کیږي د افغانستان د مخکیني حکومت خلاف یې د طالبانو ترڅنګ جنګ کړی دی. د امریکا اولني استخباراتي څېړنو ښودلې ده چې د برصغیر القاعده جګړه ماران د طالبانو په صفوفو کې شامل شوي دي.

داسې فکر کیږي چې د بر صغیر القاعده ډلې مشر اسامه محمود او د هغه نایب عاطف یحیی دواړه دننه په افغانستان کې اوسیږي.

د حقاني شبکه

د حقاني شبکه په سیمه کې تر ټولو بارسوخه او د سټراټیجیکي اړخه کامیابه تندلارې ډله ګڼل کیږي. که څه هم په نوم باندې طالبانو ته وفاداره ډله کتل کیږي، مګر لکه څنګه چې د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي، دا یوه "نیم خودمختاره" ډله ده چې هم د القاعده او هم د داعش-خراسان سره تعلقات ساتي.

ویل کیږي چې حقاني شبکه ځان ته زرګونه ځایي روایتي جګړه ماران هم لري.
ویل کیږي چې حقاني شبکه ځان ته زرګونه ځایي روایتي جګړه ماران هم لري.

د ملګرو ملتونو د راپور په بنیاد، د حقاني شبکه داسې کسان لري چې په پېچلو حملو کې ډېر مهارت لري او جګړه مارو ته تکنیکي مهارتونه ورښایي، لکه د لارې د سر بمونه، د راکټ جوړول، او داسې نور. دا شبکه په خوست، پکتیکا، او پکتیا ولایتونو کې د ۳۰۰۰ نه واخله تر ۱۰۰۰۰ پورې وسله وال روایتي جګړه ماران هم لري.

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني دی چې پلار یې جلال الدین حقاني د مجاهدینو یو لوی کمانډر تېر شوی و. حقاني شبکه تر ډېره پورې د پاکستان په قبایلو علاقو کې پاته شوې او د هغه ځای نه به د سرحدې پورې غاړې افغانستان کې یې حملې کولې.

سراج الدین حقاني چې عمر یې د څلوېښتو کالو نه اووښتی دی، د امریکا حکومت په تور لېست کې شامل دی او په سر یې لس میلینه ډالره جایزه ټاکل شوې ده. هغه د طالبانو د مشر یو نایب او د طالبانو په حکومت کې د داخله چارو نګران وزیر دی.

په حقانيانو باندې دا الزام دی چې د ۲۰۰۱ کال راهیسي یې په امریکاییانو، د افغانستان په مخکیني حکومت، او په هند باندیې یې ځیني سخت مرګونې او ډېرې پېچلې حملې کړي دي. دا باور هم شته چې حقاني شبکه د پاکستاني استخباراتو او القاعده سره قوي تعلقات لري. امریکا په ۲۰۱۲ کې دا شبکه د یو خارجي ترهګرې ډلې په نوم درج کړه.

په تېرو کلونو کې چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو څه استخباراتي معلومات راغونډ کړي و، دا څرګندوي چې هغه وخت د حقاني ډلې د طالبانو او داعش-خراسان ترمنځ د یو منځګړي پیغام رسوونکي کردار ادا کاوه او د طالبانو په ضمني تصدیق یې، داعش-خراسان ډلې ته هدایت ورکاوه چې د افغانستان په مخکېني حکومت باندې بریدونه وکړي.

تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)

تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي چې زیاتره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۶۴۰ کلومټره سرحد په سیمه کې فعالیت لري، یوه یاغي ډله ده چې په دواړو ملکونو کې یې ترهګري بریدونه کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان زیاتره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي علاقو کې فعالیت کوي
تحریک طالبان پاکستان زیاتره د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي علاقو کې فعالیت کوي

د ملګرو ملتونو د استخباراتو د تازه اندازې تر مخه، د ټي ټي پي د افرادو شمېر د ۳۰۰۰ نه واخله تر ۵۵۰۰ پورې دی.

ټي ټي پي وایي چې مقصد یې د پاکستان په پښتنو علاقو باندې د پاکستان د حکومت واک اختیار ختمول او د اسلامي شریعت په بنیاد د یو تندلاري حکومت جوړول دي.

په افغانستان کې امریکایي قواوو او د پاکستان پوځ په تېرو شلو کلونو کې د ټي ټي پي څو تنه مشران وژلي او یا هم نیولي دي.

د ټي ټي پي اوسنی مشر نور ولي محسود په ښکاره د افغانستان د طالبانو مشر ته بیعت اعلان کړی دی.

داسې ویل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدل، ټي ټي پي ته ډېره حوصله ورکړې ده، او د پاکستاني چارواکي غواړي چې د ټي ټي پي ډلې سره معامله کې افغان طالبان د پاکستان د حکومت مرسته وکړي. ملګري ملتونه وایي چې دغو کوششونو تر یو حده پرمختګ کړی دی.

د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې لیکل شوي چې، "د [افغان] طالبانو له اړخه د منځګړیتوب/وساطت نتیجه دا شوې چې د پاکستان په ضد د ټي ټي پي حملو کې یو کمی راشي." راپور د یوه هېواد د استخباراتي ادارې له قوله ویلي چې طالبان په دې خبرو کې ښکېل دي چې د ټي ټي پي طالبانو د کورنیو غړو ته بېرته په پاکستان کې د پرامنه مېشتیدو اجازت ورکړی شي.

د ازبکستان اسلامي تحریک

د ازبکستان اسلامي تحریک یا آی اېم یو، د ۱۹۹۰مو کلونو په وروستیو کې د القاعده د بنسټګر اسامه بن لادن په مرسته او مالي امداد جوړ شو، او د آی اېم یو څو تنه مشرانو په القاعده ډلې کې عهدې لرلې. دا ډله غواړي چې د ازبکستان حکومت رانسکوره او په ځای یې یو تندلاری اسلامي نظام جوړ کړي.

د ازبکستان اسلامي تحریک ډله زیاتره په فاریاب کې فعالیت لري
د ازبکستان اسلامي تحریک ډله زیاتره په فاریاب کې فعالیت لري

د ازبکستان اسلامي تحریک د ۱۹۹۹ کال په فرورۍ میاشت کې خپله اوله حمله وکړه او د ازبکستان په سرښار تاشقند کې یې په یو وخت باندې پنځه بم ګاډي وچاودل. دا باور هم شته چې دې ډلې په افغانستان او پاکستان کې هم حملې کړي دي.

په ۲۰۱۵ کې، د ازبکستان اسلامي تحریک مشر عثمان غازي او د دې ډلې نور جګپوړي مشران د القاعده نه لاره بېله کړه او د رقیبې ډلې داعش سره یې بېعت اعلان کړ. مګر دا اقدام د طالبانو په مشرانو ښه ونه لګېد او طالبانو یې په ضد باندې یو لوی عملیات پیل او عثمان غازي یې وواژه او ډله یې هم قریب ورختمه کړه.

په ۲۰۱۸ کې، د ازبکستان اسلامي تحریک ډلې د افرادو تعداد څو سوه کسان اټکل شوی و، مګر په هماغه کال دا ډله د افغانستان په فاریاب ولایت کې د طالبانو له خوا سخته وځپل شوه.

استخباراتي ادارې وایي، د ۲۰۲۱ کال په نیمایي کې آی اېم یو په دوو فرقو – ازبک او تاجک – باندې وویشل شو چې ازبک فرقه یې ممکن داعش سره یوځای کېدو ته زړه ښه کړی وي.

تازه استخباراتي راپورونه ښيي چې کله طالبانو په افغانستان قبضه لګوله، د آی اېم یو (ازبکستان اسلامي تحريک) پاته شوي جګړه ماران ورسره یوځای ول او طالبانو دوی ته د تګ راتګ آزاده ماحول برابر کړی دی.

کتیبة امام البخاري

کتیبة امام البخاري (د امام البخاري جماعت – کې آی بي) په ۲۰۱۱ کال کې د هغو جګړه مارانو له خوا جوړ شو کوم چې د ازبکستان اسلامي تحریک یې پرې ایښی و او د طالبانو سره څنګ په څنګ یې د افغانستان د مخکېني حکومت په ضد جګړه کوله.

د کتیبة امام البخاري ډله په افغانستان او شام کي فعالیت لري
د کتیبة امام البخاري ډله په افغانستان او شام کي فعالیت لري

د دې ډلې مشر دلشاد دهقانوف دی چې د تاجکستان شهري دی.

د کتیبة امام البخاري ډلې ځواکونه د افغانستان په بادغیس ولایت کې موجود دي، مګر فکر کیږي چې د دې ډلې شاوخوا سل ۱۰۰ تنه جګړه ماران ممکن د شام په لاذقیه او یا ادلب سیمو کې هم فعالیت ولري.

د ملګرو ملتونو د راپور ترمخه، په افغانستان کې د کتیبة امام البخاري (کې آی بي) ډلې د کسانو شمېر په سېوا کېدو دي، ځکه د ځايي خلکو په برتي کولو کې یې کامیابي حاصله کړې ده. کې آی بي نه یوازې د طالبانو نه پیسې ترلاسه کوي، بلکې په شام کې هم د مشرتابه د طریقه چندې راټولوي.

د ملګرو متلونو سره شریک شوي استخباراتي معلومات ښيي چې دهقانوف په سټمبر میاشت کې کابل ته تللی و او هلته یې د طالبانو نه غوښتي و چې کې آی بي او آی اېم یو (کتیبة امام البخاري او د ازبکستان اسلامي تحریک) د ده تر مشرتابه لاندې یوځای کړي.

د راپورونو ترمخه، د دهقانوف دا غوښتنه ونه منل شوه، او طالب مشرانو زور اچولی چې کې آی بي د طالبانو د نوي پوځ یوه برخه وګرځوي.

د اسلامي جهاد ډله

د استخباراتي ارزونو مطابق، چې د ملګرو ملتونو سره شریکې شوي دي، د اسلامي جهاد ډله "په افغانستان کې د جنګ دپاره د مرکزي ایشیا تر ټولو آماده ډله" ګڼل کیږي او په دې مشهوره ده چې "په جنګي تکتیکونو، او د بمونو په جوړولو کې" خاص مهارتونه لري.

د اسلامي جهاد ډله د طالبانو نه مالي امداد اخلي
د اسلامي جهاد ډله د طالبانو نه مالي امداد اخلي

د دې ډلې مشر د علم بېګ محمدوف په نوم د قرغېزستان یو شهري دی. د اسلامي جهاد د ډلې نایب مشر، امساتور اتابایف دی چې هغه بیا د تاجکستان شهري دی.

د اسلامي جهاد ډله د افغانستان په بدخشان، بغلان، او کندز ولایتونو کې فعالیت کوي، د مخکېني حکومت په ضد یې د طالبانو ترڅنګ جنګ کړی، او آن تېر کال کې یې د طالبانو نه ځیني مالي امداد هم ترلاسه کړی دی.

ویل کیږي علم بېګ محمدوف هم د کتیبة امام البخاري ډلې د مشر په شان، د طالبانو نه غوښتي دي چې د مرکزي ایشیا اهمې ډلې دې د ده تر مشرتابه لاندې یوځای کړي. مګر راپورونه وایي چې طالبانو یې دا غوښتنه نده منلې.

د شرقي ترکستان اسلامي تحریک/د ترکستان اسلامي پارټۍ

د شرقي ترکستان اسلامي تحریک (اي ټي آي اېم)، چې د ترکستان اسلامي پارټۍ (ټي آي پي) په نوم هم پېژندل کیږي، په لومړي ځل د چین په سینکیانګ سیمه کې جوړه شوه، او د اولنۍ حملې خبر یې په ۱۹۹۸ کال کې ورکړل شو.

د شرقي ترکستان اسلامي تحریک اول ځل په سېنکیانګ کې جوړ شو
د شرقي ترکستان اسلامي تحریک اول ځل په سېنکیانګ کې جوړ شو

د ۲۰۰۱ کال نه پس، دې ډلې هم د القاعده نه او هم د طالبانو نه امداد اخیستل شروع کړل، او د ۲۰۰۷ راهیسي په دوامداره توګه په افغانستان کې فعاله پاته شوې ده.

د استخباراتي ارزونو ترمخه چې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو برابر کړي، د شرقي ترکستان اسلامي تحریک په افغانستان کې د ۲۰۰ نه واخله تر ۷۰۰ جګړه ماران لري چې پوځي مشق او د چین په اهدافو باندې د حملې پلانونه جوړوي.

د شرقي ترکستان اسلامي تحریک (اي ټي آی اېم) اکثره جګړه ماران د افغانستان په بدخشان ولایت کې دي چې د چین سره شریکه پوله لري. مګر د ملګرو ملتونو د یو تازه راپور ترمخه، طالبانو په دې وروستیو کې د دې ډلې زیاتره جګړه ماران "د تحفظ او هم د محدود ساتلو په مقصد" نورو ځایونو ته لېږدولي دي.

تازه استخباراتي معلومات څرګندوي چې د اي ټي آی اېم کسان په افغانستان باندې د طالبانو د قبضې لګولو ملاتړ کړی او د دې ډلې جګړه ماران هڅول شوي چې د افغانستان سره کلک تعلقات جوړ کړي.

ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویلي: "هغو دا هم انګېرلې ده چې د طالبانو په نوم حکومت به دوی ته افغانستان کې د کډوالۍ اسناد او پاسپورټونه هم ورکړي، او د بین الاقوامي سفرونو امکان به ورته برابر کړي."

د دي ترڅنګ چې د شرقي ترکستان اسلامي تحریک د طالبانو او القاعده ډلې سره نږدې تعلقات ساتي، داسې راپورونه شته چې دې ډلې افغانستان کې د نورو دلو سره هم همکاري ساتلې ده، په شمول د ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) او جماعت انصارالله چې د آی اېم یو د تاجېکانو جدا شوې فرقه ده.

استخباراتي معلومات دا هم ښکاره کوي چې داعش-خراسان ډلې ځان ته د شرقي ترکستان اسلامي تحریک د جګړه مارانو جذبول/رابلل تېز کړي دي.

لشکر اسلام

لشکر اسلام په کال ۲۰۰۴ کې د پاکستان په خیبر ضلعه کې پایه ګذاري شو، مګر وروسته چې د پاکستان پوځ سره یې مقابله وشوه، په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ننګرهار ولایت ته منتقل کړی شو.

لشکر اسلام اول ځل په خیبر ضلعه کې پایه ګذاري شو
لشکر اسلام اول ځل په خیبر ضلعه کې پایه ګذاري شو

د هغه وخته چې لشکر اسلام ډله افغانستان ته تللې، د داعش-خراسان سره یې جنګونه پېښ شوي، چې په ۲۰۱۸ کال کې دې دوو ډلو د علاقو او وسائلو په سر باندې غټې نښتې کړي دي.

حزب اسلامي

حزب اسلامي په کال ۱۹۷۶ کې د ګلبدین حکمتیار له خوا جوړ کړی شو چې حکمتیار بیا په ۹۰یمو کلونو کې د وزیراعظمې عهدې ته ورسېد.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېرو څو لسیزو راهیسي د پاکستان سره نږدې تعلقات ساتلي دي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د تېرو څو لسیزو راهیسي د پاکستان سره نږدې تعلقات ساتلي دي

حزب اسلامي ډله د طالبانو سره نږدې نظریه لري او جګړه مارانو یې په تېرو کلونو کې د طالبانو سره مرسته کړې ده.

په کال ۲۰۱۵ کې، ګلبدین حکمتیار خپلو کسانو ته هدایت ورکړ چې په افغانستان کې د داعش ډلې سره مرسته وکړي، مګر هېڅکله یې داعش ډلې ته بېعت ونکړ.

حزب اسلامي په افغانستان کې امریکایي پوځیان په نښه کول او د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ کاله پورې یې په امریکایي او ائتلاف ځواکونو یو لړ حملې وکړې. حکمتیار وروسته د جنګ نه لاس واخېست، کابل ته ولاړ، مګر د اشرف غني حکومت منتقد پاته شو.

لشکر طیبه

لشکر طیبه په ۱۹۹۰مو کلونو کې په پاکستان کې پایه ګذاري شوه او کله کله د جماعت الدعوة په نوم هم پېژندل کیږي. د لشکر طیبه ډلې مشر حافظ محمد سعید پاته شوی و چې د القاعده ملګرتیا یې کوله. د دې ډلې په تړاو تر ټولو اهمه حمله، د ۲۰۰۸ کال د نوامبر میاشت کې د هند په ممبئي کې خونړۍ حملې وې چې په کې د ۱۶۰ نه زیات کسان ووژل شول.

حافظ محمد سعید د لشکر طیبه بنسټګر بلل کیږي چې د جماعت الدعوه په نوم تنظیم یې هم جوړ کړی و، مګر وروسته کالعدم اعلان شو
حافظ محمد سعید د لشکر طیبه بنسټګر بلل کیږي چې د جماعت الدعوه په نوم تنظیم یې هم جوړ کړی و، مګر وروسته کالعدم اعلان شو

لشکر طیبه ډلې په ۲۰۰۶ کال کې د پاکستان په کوئټه ښار کې دفتر پرانېست چې په افغانستان کې طالبانو سره مرسته وکړي، او داسې هم ویل کیږي چې لشکر طیبه ډلې افغانستان ته جګړه ماران لېږل چې د طالبانو سره په جګړه کې مرسته وکړي.

د ۲۰۲۱ کال په جون میاشت کې، د حافظ سعید کور ته څېرمه چاودنه وشوه چې درې کسان په کې مړه شول. امریکا د حافظ محمد سعید په سر د لس میلینه ډالرو انعام اعلان کړی دی. حافظ سعيد د پنجاب سي ټي ډي پوليسو په کال 2020 کې نيولی او هغه ته بيا په بېلابيلو قضيو کې سزاګانې اورول شوي او دا وخت هم په بند کې دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG