پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ چې په ډېره اسماعيل خان کې درېو جينکو يا ښځو بله ښځه چې د مدرسې استازه وه، په تشدد وژلې، د بشري حقونو کار کوونکو او فعالانو ويلي، په پاکستان کې په وروستيو کې د مذهبي سختدريځو تنظيمونو سره په حکومتي کچه نرمي وشوه او د هغې نه خلک ډاډ شو، ځکه دغه ډول ګامونه پورته کيږي.
په خېبرپښتونخوا کې د بشري حقونو د کمېشن مشر اکبر خان وايي، په وروستيو کې د يو مذهبي سخت دریځه ډلې سره حکومت نرمي وکړه، چې له امله یې عام خلک او په ځانګړي ډول سخت دريځه خلک ډاډمن شو، ځکه اوس خلک د مذهب په نوم دغه ډول کارونه کوي لکه پرون چې په ډېره اسماعيل خان کې شوی دی.
وی او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، د مذهب په نوم د ښځو په لاس د ښځو وژنه د اندېښنې خبره ده.
نوموړي زياته کړه د مذهب په نوم د خلکو قانون په لاس کې اخستل ډېر خطرناک کار دی او دغه کار خوريږي، او د مذهبي سخت دريځۍ دغه رجحان سېوا کيږي، او نه يواځې دغه کار د ټولنې نه بلکې د رياست دپاره هم د خطرې خبره ده.
هغه وويل، دغه پرونۍ پېښه، چې نورې ښځې رالګي او د بلې ښځې مرۍ غوڅوي، دا ډېر وحشي عمل دی.
پوهان او په سخت دريځۍ ليکنې کوونکی خادم حسېن وايي، په پاکستان کې د بده مرغه د تیرو څو کلونو نه که مذهبي تنظيمونه يا ډلې دي او که رياست دی دلته د مذهب کارډ د خپلو بېلابيلو ګټو دپاره کارول شوی، په ټولنه کې د هغې نه سخت دریځي خوره شوې ده او د سخت دريځۍ چاړه خلکو ته په لاس کې ورکړی شوې ده.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، په داسې کې چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي دپاره قانون هم موجود دی، بيا هم خلک قانون په خپل لاس کې اخلي، د مذهب په نوم وژنې کوي او په ډېره اسماعيل خان خان کې په دغه تور ښځو بله ښځه په چاړه حلاله کړه.
نوموړي زياته کړه، که چرته د دغه سخت دریځۍ مخه ونه نيول شوه، نو دا به ډېر خطرناک عمل وګرځي.
پرون په ډېره اسماعيل خان کې د دينې مدرسې د استازې د وژنې په مقدمه کې يواځې دومره ویل شوي چې څلورو/ پينځه و ښځو د مدرسې په استازه حمله کړې او د هغې د مرۍ يې غوڅه کړې او وژلې يې ده.
خو د ډېره اسماعيل خان ضلعې د پولیسو مشر نجم الحسن ویلي، د دې درېو ښځو يوې بلې 13 کلنې خپلوانې خوب ليدلی چې دغه وژل شوې ښځې د مذهب سپکاوی کړی ځکه دوی دغه ښځه وژلې ده.
هغه زياته کړې پوليسو درې واړه ښځې نيولي، پلټنې يې پېل کړي، د پېښې نور علتونه هم ګوري.
پوليس افسر ویلي، نيول شوې ښځې عدالت ته وړاندې کړی شوي او تفتيش ترې روان دی.
په پاکستان کې د لږکیو د حقونو لپاره کارکوونکي غېردولتي تنظيم سنټر فار سوشل جسټس د روان کال د فرورۍ په میاشت کې په خپل يو رپوټ کې ويلي وو چې په پاکستان کې په کال 2021 کې د مذهب د سپکاوي د قانون لاندې 84 مقدمې درج شوې وې.
د رپورټ ترمخه تېر کال د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیاتې 80 سلنه پېښې په پنجاب ايالت کې مخې ته راغلې وې.
هم د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سینیټ د بشري حقونو کمېټۍ ته ویل شوي وو چې په دې وروستیو کې د هېواد دننه د مذهب د سپکاوى په نامه د خونړي تشدد په پېښو کې90 فيصدي ځوان کول ککړ موندل شوی دی.
د فرورۍ په میاشت کې د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل ويلي وو، "په يو تن د مذهب د سپکاوي، قران د سپکاوي او توهين رسالت تور لګول او بيا پرې تشدد کول، غېر شرعي، غېر انساني او اسلامي اصولو نه انحراف دی".
د اسلامي نظرياتي کونسل ترمخه د عدالتونو نه د توهين رسالت حقيقي مجرمانو او د قانون په لاس کې اخستونکو ته د سزا نه ورکول، يا په دې کې ډېر زيات وروسته والی کول، د ولسي غبرګون او قانون په لاس کې اخستو او د تشدد پله تلو سبب جوړيږي.