لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صحافیانو قامي اتحادیې او د بشري حقونو کمېشن د صدر، وزیراعظم، او ډپټي سپیکر وروستي ګامونه په سختو الفاظو وغندل


واشنګټن - د پاکستان د صحافیانو قامي اتحادیې (پي اېف یو جې) او د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن د صدر عارف علوي، وزیراعظم عمران خان، او د قامي اسمبلې د ډیپټي سپیکر قاسم سوري وروستي ګامونه په سختو ټکو کې غندلي او هغه یې د آئین خلاف ورزي بللي دي.

پي اېف یو جې، او اېچ آر سي پي په یو مشترکه بیان کې ویلي چې عمران خان، صدر علوي ته د قامي اسمبلې د ماتولو په وړاندیز سره د پاکستان د آئین پنځه نیویم (۹۵) آرټیکل د پښو لاندې کړی دی. دا آرټیکل د وزیراعظم خلاف د بې باورۍ د رایې په باب دی.

په مشترکه بیان کې دا هم ویلی شوي چې د صدر، وزیراعظم او د قامي اسمبلې د ډپټي سپيکر اقدامات، نه یوازې د آئین ماتول دي، بلکې په جمهوریت باندې حمله ده ځکه هم یې قامي اسمبله د بې باورۍ په تحریک باندې ووټ ورکولو ته پرېښوده، او هم یې وروسته اسمبلۍ ړنګې کړلې.

د صحافیانو د قامي اتحاديې او د بشري حقونو د خپلواک کمېشن دعوه ده چې دغه ګامونه به پاکستان د "انارکي او آمریت" خوا ته ټېل وهي.

پي اېف یو جې – او اېچ آر سي پي ویلي چې سیاسي نظام د افرادو په خوښه او آرزو نشي چلېدلی، او د سپریم کورټ نه یې خواست کړی چې د صدر، وزیراعظم، او د ډپټي سپيکر دغه وروستي ګامونه دې منسوخه وګرځوي.

سپریم کورټ به د ګل/دوشنبې په ورځ د حکومت د وروستیو فیصلو په باب د ازخود نوټس اورېدنه کوي.

د پاکستان مسلم لیګ ن یو مخکښ رکن مصدق ملک د اتوار/یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "سپریم کورټ ټولو پارټیانو ته یو نوټس لېږلی او د هغو نه یې غوښتي دي چې سبا (د ګل/دوشنبې ورځ) عدالت ته حاضر شي."

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مخکښ رکن فواد چوهدري بیا دعوه وکړه چې د آئین د لاندې، سپریم کورټ سره دا حق نشته چې د پارلېمان په فیصلو قضاوت وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG