لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپریم کورټ به د پاکستان د وروستیو تاوجنو سیاسي حالاتو په اړه بیا هم اورېدنه کوي


د چیف جسټس عمر عطا بندیال په مشرۍ کې د سپریم کورټ لارجر بېنچ به د وزیراعظم عمران خان په ضد د بې باورې تحریک رد کیدو ورستو مخې ته راتلونکو سیاسې حالاتو په اړه د ازخود نوټس اوریدنه د ګل/دوشنبه په ورځ یوځل بیا کوي.

سپریم کورټ دغه اوریدنه په داسې حال کې کوي چې تیره ورځ د قامې اسمبلۍ د اسپیکر لخوا د وزیراعظم په ضد د بې باورۍ تحریک مسترد کړی شوی او د وزیراعظم په مشوره د هیواد صدر قامي اسمبلې ماته کړې ده.

مخالفو ګوندونو د قامي اسمبلۍ ماتول او له هغې وروسته رامنځ ته شوې وضعیت غیر آئیني بللی او دا یې د آئین سرغړونه ګرځولې چې له سببه یې د دوی تر مخه په اسپیکر، وزیراعظم او صدر باندې د آئین سره د غدارۍ دفعه لګول کیدای شي.

د پاکستان په قانون کې د آئین سره دغدارۍ سزا مرګ ده.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري ویلې: "مونږ د ستر عدالت څخه هیله لرو چې هغه به آئین عملي کوي او د دې تحفظ به هم کوي."

د مسلم لیګ مشر نواز شریف خپل یوه ټویټ کې ویلي چې عمران خان او "په دغه سازش کې ککړ کسان" د آئین سپکاوی کړی دی. دوی تور لګولی چې دوی غداري کړې او ورباندې د آئین ارټیکل ۶مه چلول کیدی شي.

سپریم کورټ تېره ورځ د اسمبلې د ډپټې سپیکر له اړخه د وزیراعظم عمران خان په ضد د مخالفو ګوندونو د بې باورۍ تحریک په رد کولو باندې ازخود نوټس اخیستی وو او امر یې کړی وو چې ریاستي ادارې دې د آئین څخه بالا ګام وانخلي.

د تحریک انصاف یو مشر فواد چوهدري ویلي د آئین د ارټیکل ۶۹ لاندې سپریم کورټ دا واک نلري چې د پارلیمان د کاروائې جاج واخلي او په دې اړه اسپیکر خپلواکه دی. فواد چوهدري زیاته کړې: سیاسي پریکړه په عدالتونو کې پکار دې ونه کړی شي، دغه پریکړې وولس کوي.

د بې باورۍ تحریک رد کیدو ورستو وزیراعظم عمران خان د ګوند د غړو سره وینا کې دعوه کړې چې نشنل سکیورټې کمیټې په څرګنده ویلې وو چې د بې باورۍ تحریک کې د بهرني هیواد مداخلت شامل دی.

بل پلو ته د پوځ د مطبوعاتې څانګې آی اېس پي ار مشر میجر جنرل بابر افتخار ویلي وو د اتوار/یکشنبه په ورځ په قامې اسمبلې کې چې څه شوي دي د هغه سره د پوځ څه تعلق نشته.

د اسمبلې ختمولو ورستو کابینه ډویژن نونټفیکیشن جاري کړ چې عمران خان اوس د پاکستان وزیراعظم نه دی. عمران خان هم پر قام د نویو ټولټاکنو د تیارۍ غږ کړی دی.

د عوامې لیګ مشر شیخ رشید ویلي په ۹۰ ورځو کې به ټاکنې کیږې، عمران خان به د صدر په وینا تر نورو ۱۵ ورځو پورې وزیراعظم وي او په دې اړه د سپریم کورټ هره پریکړه به منلی شي.

سپریم کورټ البته تېره ورځ د اورېدنې په مهال ویلې وو چې د وزیراعظم او صدر ټوله احکامات به د سپریم کورټ د حتمي پریکړې سره تړلي وي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG