لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې د يو کمانډر په ګډون د شپږو ترهګرو د وژلو دعوه شوې


افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پختونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې په دوه بيلا بيلو ځايونو کې په استخباراتي عملیاتو کې د وسله والو د مهم کمانډر شریعت الله په ګډون د شپږو وسله والو د وژل کېدو دعوې شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان هم د کمانډر وژنه تايید کړې او په نښته کې يې پوځ د مرګ ژوبلې اړولو دعوه کړې ده.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه سره په شریکو کړو مالوماتو کې ویلي په تیرو دوه ورځو کې د شمالي وزیرستان په میرعلي خیسور او دته خېل سیمو کې د ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع استخباراتي عملیاتو او نښتو کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

د دوی په خبره د اپریل په دویمه د میر علي خیسور سیمې علي خېل کلي کې امنیتي عسکرو د وسله والو د موجودګۍ په اطلاع استخباراتي عملیات هغه وخت وکړل چې په دې سیمه کې یې د "ترهګرو په اړه پټ معلومات" تر لاسه کړي وو.

سرچينو ويلي د وسله والو لومړی د امنیتي ځواکونو نښتې شوي او د دواړو غاړو تر منځ د ډزو په تبادله کې څلور وسلوال وژل شوي چې وایي وژل شوي ترهګر د شریعت الله، سعود، سلطان او زینت الله په نومونو پېژندل شوي.

تحریک طالبان پاکستان هم د شریعت الله وژنه تايید کړې د تحریک ویاند محمد خراساني میډیا ته په لېږلي خبر کې دعوه کړې چې د البدر عملیاتو په پایله کې د پوځ په پوسته برید کړی چې پکې د 13 پورې عسکرو د وژل کېدو او ژوبلېدو دعوه هم شوې ده.

په سیمه کې يو امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل شریعت الله په امنیتي عسکرو بریدونو او هدفي وژنو کې ککړ وو او د ډېر وخت نه امنیتي عسکرو ته مطلوب وو.

هغه وویل دوی ته د شریعت الله د موجودګۍ کره استخباراتي معلومات ترلاسه شوي وو. چې په دې علاقه کې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

هغه وویل نښته کې امنیتي عسکرو ته کوم زیان نه دی اوښتې.

تیره اوونۍ هم د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان میرعلي تحصیل په جالر فورټ سیمه کې د استخباراتي‌ معلوماتو په اساس د عملیاتو ویلي وو چې پکې یې څلور وسلوال د وژل کېدو دعوه شوې وه.

په شمالي وزیرستان کې دا تازه عملیات په داسې حال کې شوې چې په 19 مارچ د پاکستان پوځ یو افسر او د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل فېض حميد د جنوبي وزيرستان سفر کړی او ويلي يې وو، چې پاکستاني طالبان دې د جنګ نه لاس واخلي او بيرته دې خپلو علاقو ته ستانه شي، او د پاکستان ايين او قانون دې ومني، د دوی پرضد به هیڅ ډول کارروايي نه کيږي خو که چرته کوم وسله وال د جګړې نه لاس نه اخلي نو د دوی پرضد به د دښمن په څېر چلند کيږي.

نوموړي دغه خبرې د سپينکي رغزي په کېډټ کالج کې د يوې دستورې په مهال کړې وې.

د امنیتي سرچینو معلوماتو له مخې د ګل/ دوشنبې په شپه ناوخته د افغانستان پولې سره نزدې د شمالي وزیرستان دته خېل سیمه کې د وړاندې نه پټو بریدکونو سره نښته شوې او په سیمه کې موجود امنیتي عسکرو د ترهګرو برید ته چټک ځواب ورکړی او ترهګر برید په شا تمبول شوی، ويل شوي د ډزو وروسته د دو ترهګرو مړي موندل شوي چې پیژنګلو وسیم الله او محمد امیر په نومونو شوې ده.

په 25 مارچ د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې په پاکستاني‌ پوځ برید شوی وو، چې د پوځ په وینا څلور پوځیان پکې وژل شوي‌ وو.

همدارنګه د مارچ 29 نېټه هم په ټانک او جنوبي وزیرستان ضلعو کې پر پوځ بریدونه شوی وو، چې د یو کپتان په ګډون نهه پاکستاني پوځیان پکې وژل شوي وو.

د دغه بريدونو زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

تحریک طالبان پاکستان دغه زمه وارۍ په داسې حال کې مني چې ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره د نهم نومبر نه تر نهم دسمبر پورې د يوې مياشتې ډز بندي کړې او بيا دغه ډز بندي ختمه شوې وه.

د جنورۍ په پینځمه د پاکستان د پوځ ویاند بابر افتخار دعوه کړې وه چې په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي، خو له دغې وروسته د فرورۍ په مياشت کې د بلوچستان صوبې په نوشکي او پنجګور کې په امنيتي عسکرو غټ بريدونه شوي او بيا د روانې مياشتې په سر کې په پېښور کې د شيعه مسلمانانو په امام بارګاه ځانمرګی بريد شوی او د 60 نه زيات کسان پکې وژل شوي وو.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG