لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ګورنر شاه فرمان: چې شهباز شريف وزيراعظم جوړ شي استعفا ورکوم


د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان ويلي، د شهباز شریف وزيراعظم جوړېدو سره سم به د ګورنرۍ څوکۍ پرېږدي، د ځايي ميډيا ترمخه د سيند صوبې ګورنر عمران اسماعيل هم دغه خبره کړې ده.

د خېبرپښتونخوا او سيند صوبې ګورنران د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لري.

د خېبرپښتونخوا د ګورنر په ټويټر اکاونټ د ګورنر شاه فرمان له قوله ويل شوي،

"د شهباز شريف د وزيراعظم جوړېدو سره سم به د ګورنرۍ څوکۍ پرېږدم، د شهباز شریف د اعتماد د ووټ اخستو په ورځ به خپله استعفا لېږم، شهباز شریف ته د وزيراعظم پروټوکول نه شم ورکولی".

د سياسي چارو کار پوهان وايي، دا ګورنران به هسې هم لرې کول کېده، خو دوی چې په کوم انداز د استعفاګانو ورکولو وويل، دا د غېر سياسي او غېر جمهوري انداز څرګندونه ده.

څيړونکی او خبريال شمس مومند وايي، دا حقیقت دی چې په مرکز کې د چا حکومت راځي، هغوی غواړي چې په صوبو کې د خپلې خوښې ګورانران راولي.

خو وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د پاکستان تحریک انصاف په حکومت کې ځینې بدلونونه عجيبه وليدل شو، لکه که سپيکر، مرستيال سپيکر يا ګورنران چې به کله هم وو دا به رياستی عهدې وې، د رياست استازي به وو، او د هغوی به د ګوند سره تړاو به هغه رنګ ښکاره نه وو، خو دلته بيا د پي ټي ايي په حکومت کې دوی بل څه وکړه.

هغه وويل شاه فرمان او عمران اسماعيل که پاتې شوی هم وی دوی به څو ورځې وروسته بدلول کېده، خو دوی هغه خپل روايت په ځای وساتو وزیراعظم ته د پروټوکول په ځای يې د نفرت د سياست څرګندونه وکړه.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند سره تعلق لرونکو ګورنرانو دغه بيانونه په داسې حال کې ورکړي چې په قومي اسمبلۍ کې مخالفه ګوندونو د عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک راوړی او هغه يې د عدم اعتماد د تحریک د لارې د وزیراعظمۍ څخه لرې کړی دی.

د عمران خان د لرې کولو وروسته مخالفه ګوندونو د مسلم ليګ ن ګوند مشر شهباز شریف د وزيراعظمۍ دپاره نومولی دی.

د هغه په مقابله کې پاکستان تحريک انصاف ګوند شاه محمود قرېشي ودرولی دی.

مخالفه ګوندونو د عمران خان پرضد د عدم اعتماد په ووټونو کې 174 راې ورکړې وې، د اېوان مشري هغه څوک ګټلی شي او وزیراعظم جوړېدی شي چې د 342 په اېوان کې ورسره 172 او يا د هغې نه زيات غړي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG